نظــر

دملکي خلکو پر ضد دامریکايي پوځ له سپکاویو ډکه دوسیه

ټولو ته ښکاره ده چې امریکا وخت پر وخت دنړۍ په کچه دبشر دوستۍ او دانسان دحقوقو دساتنې او ژغورنې دمخکښۍ دعوې کوي، خلکو ته ښيي چې دوی تر بل هر چا زیات انسان او حقوقو ته يې احترام لري، مګر په حقیقت کې تر بل هر چا دوی زیات دانساني کرامت تروړونکي او دبشري حقوقو پایمالوونکي دي، دوی چې هر ځای ته تللي په ډېر لږ وخت کې يې اصلي څېره بربنډه شوې ده.

 دوی نه یوازې په افغانستان او عراق کې انساني کرامتونه تروړلي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړي، بلکې په ګڼو نورو هېوادونو کې هم دورته فاجعو مرتکب شوي دي، په دې اړه دالجزیرې نړیوال تلویزیون ویب پاڼې یوه مقاله لیکلې ده، ومې غوښتل دلوستونکو دمعلوماتو لپاره یې پښتو ته وژباړم.

 که څه هم چې اوس ټول په دې پوهېږي چې امریکایان دنړۍ په کچه ناوړه داړونکي ځناور دي، نه انساني کرامت او نه دیني مقدسات پېژني، هېڅ رنګه انساني ارزښتونو او بشري حقونو ته په هېڅ ډول ژمن نه دي، هو دا باید ومنو چې دمایاتو په نړۍ کې یې په پراخه پیمانه لاسته راوړنې لرلې دي، مګر دمعنویاتو کچه یې تر صفر هم کښته ده، لاندې ژباړل شوې مقاله ښيي چې امریکایان تر کومه ځایه بشر دوستان دي!

  ( څو اونۍ وړاندې په افغانستان کې دامریکايي پوځیانو له خوا دمړیو له بدنونو سره له سپکاوي نه ډک چلن، له ملکي خلکو سره د لویو او سترو بې حرمتیو او سپکاویو نه ډکه هغه دوسیه نوره هم پسې تایید کړه چې په تېرو لنډو څو کلونو کې امریکايي ځواکونو په هغو هېوادونو کې ترسره کړي کوم چې ددوی تر اشغال لاندې وو، لکه عراق، او یا په هغو کې چې هلته ددوی نظامي اډې وې لکه جاپان.

  دنوموړو سپکاویو له جملې نه وژل، کړول، او جنسي تېري کول دي، هغه څه چې دخلکو دکرکې قهرجنې څپې یې را وپارولې، او واشنټن یې له سخت ګواښ سره مخ کړ.

  دلته زیات ترکيز پر هغو سپکاویو شوی کوم چې امریکايي ځواکونه یې په عراق او افغانستان کې مرتکب کېږي، چې ځینې یې هغو سپکاویو ته ورته دي کوم چې دعراقي پلازمیینې بغداد په لویديځ کې پروت دابو غریب په زندان کې تر سره شوي دي.

نوموړې رسوايۍ په لاندې ډول دکرغېړنتوب دکچې او دهغو هېوادونو پر اساس چې دغه پېښې پکې تر سره شوې دي، ترتیب کېدای شي:
عراق:

 په ۲۰۰۴ کې دابو غریب زندان پیره دارانو چې دبغداد لویديځ ته د۳۴ کیلو مترو په واټن کې پروت دی دعراقي بندیانو ځینې عکسونه په پټه توګه را وویستل، په کومو کې چې دعراقیانو انساني کرامت په ګڼو ډولونو تر پښو لاندې شوی و، تر دې چې دډبل بوش پر اداره يې له داخل او خارج نه ګڼې نیوکې را وپارولې.

 امریکایانو نوموړی زندان څو میاشتې وروسته له هغه چې پر عراق یې یرغل وکړ بېرته پرانیست، او هغه کسان به یې پکې ساتل پر کومو به چې له وسلوالو مخالفینو سره ددوی شک کېدو، پاتې دې نه وي چې صدام حسین دغه زندان دامریکا له یرغل نه نېږدې یو کال وړاندې تړلی و.

  دعراقي او بین المللي حقوقي ټولنو له خولې په دغو سپکاویو کې دتعذیب له آلاتو نه چې بندیان به یې پرې یرول له برقي شارتونو او داړونکو سپیو نه پرته جنسي تيري هم شامل وو، رېپوټونه وايي چې په نوموړي زندان کې دتعذیب له وجې بندیان مړه شوي هم دي، کوم څه چې بوش ورته لویه غلطي ویلې وه.

   په داسې حال کې چې دبوش ادارې هڅه کوله دغه سرغړونې او سپکاوي فردي کړنې تعبیر کړي، ددفاع پخوانی وزیر یې دونالډ رامزفیلډ په دې تورن شو چې دعراقي بندیانو دتعذیبولو امر یې د عراق او افغانستان لپاره دپلان شوي سیاست په چوکاټ کې صادر کړی، دهغو کسانو له ډلې نه چې نوموړی يې تورن کړ یوه هم جنرال یانیس کاربینسکي وه، کومه چې په عراق کې ددریو زندانونو چې ابو غریب هم پکې و مسووله وه، هغې وویل: له هغه وروسته چې له سپکاویو ډک انځورونه راووتل، له دې نه دپټه خوله کېدو غوښتنه وشوه.

     بیا وروسته په ۲۰۰۸ کال کې دسنا دمجلس دمسلحو ځواکونو دکمیسیون دپلټنې پایله دا شوه چې دغه سپکاوي یوازي فردي تصرفات نه وو، او زیاته یې کړه چې دامریکايي ادارې لوړ پوړو چارواکو له بندیانو سره دتحقیق پر مهال له سختو لارو چارو نه دکار اخیستلو اجازه ورکړې وه، ددغه جرم مرتکبینو ته تر ټولو سخته سزا دلسو کالو بند ور کړل شوه، او ځینو نورو تورنو سرتېرو ته دمعاش له تنقیص، اویا له پوځ نه دایستلو تر څنګ وړې وړې سزاګانې ورکړل شوې.

   دابو غریب درسوايۍ له را بر سیره کېدو نه نېږدې یو کال وروسته، او په ټاکلې توګه د۲۰۰۵ دنومبر په ۱۹ امریکايي سمندري ځواکونو دعراق په لویدیځ دانبار په ولایت دحدیثه په ښار کې ۲۴ بې غرضه ملکي عراقیان ووژل، چې په هغوی کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

   په لومړي سر کې امریکايي پوځ هڅه وکړه چې دغه ټولوژنې ته له ځان نه ددفاع رنګ ورکړي، او دعوه یې کوله چې پوځیان یې له وسلوالو سره مخ شوي وو، مګر پلټنو را برسیره کړه چې دوی په لاسي بمونو او مرمیو باندې ملکي خلک دخپل یوه وژل شوي ملګري چې په یوه ماین کې الوتی و دغچ اخیستلو لپاره وژلې وو، له دې سره سره امریکايي نظامي قضا دپېښې په تور داتو تورنو کسانو له ډلې نه له اوو کسانو نه دوژنې تور لیرې کړ.

دهغو ښکاره او څرګندو سپکاویو له جملې نه چې امریکایي ځواکونه یې په عراق کې مرتکب شول یو هم په ۲۰۰۶ دمارچ په ۱۱ دعراق په جنوب دمحمودیه په ښار کې پر یوه عراقي کورنۍ باندې یرغل ور وړل، او پر ۱۴ کلنه ماشومه عبیر باندې چې دقاسم جنابي لور وه جنسي تیری، او بیا وروسته یې وژل او سوځول وو، او دا پس له هغه چې لومړی یې مور او پلار او وړه خور ورته ووژل.

افغانستان:
   افغانستان هم په خپل نوبت د۲۰۰۱ کال راهیسي دیوې لړۍ سپکاویو شاهد پاتې شوی، کوم چې امریکايي ځواکونو دبې غرضه ملکي خلکو په وړاندې تر سره کړي دي.

   ددې کال له پیله ځینې ویډیويي کلیپونه او تصویرونه را برسیره شول، په کومو کې چې امریکايي سرتېري په دوه جلا جلا پېښو کې دافغان مړیو چې په غالب ګومان دطالبانو دتحریک جنګیالي هم پکې دي سپکاوی کوي، او دا هغه څه دي چې دجمهور رئیس اوباما اداره یې له ګواښ سره مخ کړېده.

   لومړۍ پېښه دتېرې جنوري په میاشت، او دوهمه په اوسني اپریل کې را برسېره شوې، دناټو او امریکايي پوځ دڅرګندونو پر اساس دوهمه پېښه کومه چې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې یې ځینې انځورونه خپاره کړل په زابل ولایت کې تر ۲۰۱۰  کال پورې تړاو لري.

   طالبان تاکید کوي چې کله پر هېواد د۲۰۰۱ کال راهیسي یرغل شوی دیته ورته په سلهاوو پېښې شوې دي، او وايي چې دغه رنګه کړنې دغربي او امریکايي ارزښتونو حقیقت انځوروي.

   سږ کال دغه دوه پېښې دهغو پېښو له جملې نه وې چې ملکي افغانان یې په نښه کړي وو، خو تر ټولو ډېره ناوړه یې دیو یا دیوې ډلې امریکایانو لخوا د ۱۷ ملکي افغانانو وژل او بیا وروسته سوځول وو، چې تېر مارچ دافغانستان په جنوب کندهار ولایت کې یې دڅو نېږدې کلیو په کورونو له ورننوتلو وروسته تر سره کړل.

   امريكايي پوځ په پېښه کې دیوه سرتېري دلاس لرلو وویل، کوم چې دمحاکمې لپاره امریکې ته یوړل شو، مګر افغاني سرچینو په پېښه کې دګڼو سرتېرو دلاس لرلو خبر ورکړ، ددوی سپکاوي یوازې تر وژلو، او دمړو تر سېځلو پورې نه بلکې په تېر نومبر کې دبګرام په هوايي اډه کې دقرآن کریم سيځلو ته هم سر ورښکاره کړی و، کوم چې له کبله یې په لسهاوو افغانان دلاریونو په ترڅ کې ووژل شول، او اوباما یې بښنې غوښتلو ته اړ کړ.

دګوانتانامو ټاپو:
  دمخکني رئیس جمهور ډبل بوش ادارې په ۲۰۰۲ کې هغه بندیان چې دترهګرۍ په تور یا ګومان نیول شوي وو له افغانستان نه دګوانتانامو زندان ته راوړل، دا زندان په هغه سمندري اډه کې چې امریکا له ۱۹۰۳ راهیسي له کیوبا نه په کرا نیولې پروت دی، او کیوبا یې په بیرته لاس ته راوړلو باندې ټینګار کوي، ځکه چې دوی امریکايي شتون پکې غیر قانوني بولي.

   ګوانتانامو ته دلومړنیو بندیانو له رسېدو نېږدې دوه کاله وروسته هغه سپکاوي او دناوړه چلن پېښې را برسېره شوې کومې چې دزندان چارواکو او پیردارانو له بندیانو سره کړې وې، هغه کسان چې له دغه زندان نه آزاد شوي وو، ویل یې چې له دوی سره په ناوړه چلن کې جنسي تیري هم شامل وو، او نورو بندیانو دکړولو نور ډولونه را برسېره کړل، چې په هغه کې په سګرټو باندې سيځل، یخې اوبه پرې تویول، په اوبو کې ډوبول راځي، او دقرآن کریم بې حرمتي کول خو څه کوۍ!

  دالجزیرې تلویزیون خبریال سامي الحاج دهغو اتو سوو کسانو له ډلې نه و چې امریکايي ځواکونو په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې نیولي او دګوانتانامو زندان ته یې وړي وو، په کوم ځای کې چې له ترهګرۍ سره په تور دوی کلونه کلونه تېر کړل، مګر امریکايي چارواکو بیا څو سوه کسان وروسته له هغه آزاد کړل چې کله ورته معلومه شوه چې دغه کسان له القاعده ډلې سره کوم تړاو نه لري.

   واشنټن د۲۰۰۲ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ دشپږو بندیانو دځان وژنې راپورنه ورکړل، پر دې برسېره یې دلسګونو نورو بندیانو دځانوژنو دهڅو په هکله هم یې وویل، مګر خپله بندیانو او بین المللي ټولنو په دغه امریکايي خبر کې شک څرګند کړ، او له دغه بین المللي ټولنو څخه یوه هم دسره صلیب نړیواله ټولنه ده، چې په ۲۰۰۴ کې یې نوموړی زندان له نېږدې وکتلو او ددې خبرې پخلی یې وکړ چې بندیان کړول کېږي.

  همدارنګه واشنټن پوست ورځپاڼې په ۲۰۰۴ کې ځینې داسې پټ اسناد خپاره کړل، چې څرګندوله یې چې دامریکې دفاع وزارت دګوانتانامو دبندیانو پر کړولو موافقه کړې وه، په دغه کړولو کې د تحقيق پر مهال بې خوبه کول، په سخته یخنۍ, ګرمۍ، تېزه روښنايۍ، او په لوړ آواز موسیقي غږول پکې شامل وو.

آسیايي هېوادونه:
    تېرو څو کلونو دجنسي تیریو داسې پيښې ثبت کړې دي چې هغه امریکايي سرتیري پکې ککړ دي کوم چې په آسیايي هېوادونو کې میشت دي، په ځانګړي ډول جاپان او جنوبي کوریا.

  ددوهمې نړیوالې جګړې له پای نه را وروسته تر ټولو ناوړه پېښه په ۱۹۹۵ کې  پر یوې ۱۲ کلنې جاپانۍ باندې دیو امریکايي لخوا دجنسي تیري تور و، کوم چې په جاپان کې دمیشتو امریکايي ځواکونو په وړاندې یې تر ټولو دلویو لاریونونو څپې را پورته کړې.

په جنوبي کوریا کې کوم چې هلته تر ۳۰ زرو پورې امریکايي سرتېري خپاره دي، دجنسي تېري ګڼې پېښې را مخ ته کېږي، چې پروسږنې دوه پېښې يې نمونه بلل کېدای شي. )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x