افغانستان

محقق: طالبان لا هم پر خپل نظر ولاړ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال، حاجي محمد محقق د اسلو د نړیوالې ناستې له ګډونوالو څخه و. دغه ناسته چې د روانې جون میاشتې په ۱۷ او ۱۸ ترسره شوې وه، د سیدمحمدطیب اغا په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته هم په کې بلنه ورکړل شوې وه.

دا لومړی ځل و چې په دې کچه نړیوالې ناسته کې طالبانو ته هم د افغانستان په استازیتوب بلنه ورکړل شوه.

ویل کېږي، د اسلو د نړیوالې غونډې په څنډه کې د ګډ حکومت او د طالبانو استازیو خپل نظریات سره شریک کړي وو.

محمد محقق چې د طالبانو له استازیو سره یې لیدلي دي وايي: «د سولې داسې خبرې نه وې چې تاسې څه وکړئ او موږ به څه کوو». محقق زیاتوي: «یوازې دریځونه بیان شول، هغوی خپلې خبرې وکړې او موږ خپلې».

پخوا ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګنې د طالبانو پلاوی د ګډ حکومت له استازیو سره مخامخ د سولې خبرې کوي.

د اجراییه رييس دویم مرستیال وايي طالبان لا هم پر خپلو خبرو ولاړ دي: «[د طالبانو] له پخوانیو خبره سره یې کوم څرګند توپير نه و». محقق زیاتوي: «دومره وشول، چې هر چا خپلې خبرې وکړې».

طالبانو پرون د اسلو په نړیوالې ناستې کې د خپل پلاوي د مشر، سیدمحمدطیب اغا د وینا بشپړ متن خپور کړ. د دې وینا په پيل کې طیب اغا افغان پلاوي ته په پښتو وايي: «دا تأثر غلط دی چې اسلامي امارت له افغانانو سره تفاهم نه کوي او له خارجیانو سره یې کوي. له کابل ادارې سره خبرې ځکه نه دي سوي چې هغوی په مهمو مسایلو کی واک نه لري او د افغانستان د قضیې اصلي اړخ او د مشکلاتو عامل امریکا او خارجیان دي او دا یو حقیقت دی باید ومنل سي».

دا لومړی ځل دی، چې ګډ حکومت د سولې په تړاو نهیلي ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې نن طالبانو د ولسي جرګې پر ودانۍ ډله ییز برید هم کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x