
ټق چپه کو!
سیف الله مینه وال
سړی چې احساساتي شي، نو خبرې يې تر عقل پر احساساتو ډېرې ولاړې وي. بیا د دې خبرې پروا نه لري چې لږ وروسته به څه کېږي. نن په ولسي جرګه کې د طالبانو له بريد وروسته یو عسکر بې درېغه خوله پرانیسته او بې مبالغې يې د پېړۍ ټوکه وکړه. وزګار فیسبوکیان ورته کونج ته شول او له سړي ببو جوړ کړ، د هغه له شاندارې فارسي ښکارېدله چې سړی مکمل باسواده(!) دي.
د دولت دا اوس یو تکراري عادت ګرځېدلی چې یو عمل په بل پټوي، دوی غوښتل په ولسي جرګه هغه هم د دفاع وزیر د معرفۍ په غونډه دغه بريد چې د دولت ټول واک، ځواک، صلاحیت او مشروعیت يې په صفر کې ضرب کړ، په یوه بله نادره پټه کړې، نو يې د لغماني عیسی خان باټې نږدې پلمه وبلله او دا سړی رسنیو باټ باټ کړ. هغه دعوه کوي چې شپږ فدایان يې په پنځو دقیقو کې له منځه وړي دي.
په لومړیو کې مې زړه ومنله، چې ممکن جګړه همداسې یو کیفیت دی چې وړاندوینه پکې سخته ده او ډېر وخت پایلې سرچپه راوځي، نو دې عسکر به هم شپږ سرتېري په څو ضربو ووژل؛ خو چې د ده څو دقیقه يي ويډيو کليپ مې بیا بیا ولید، ورته حیران شوم، چې هلکه که دروغ وايې هم، نو لږ يې په طریقه وايه چې حد اقل یو مخالف خو يې درسره ومني، ستا موافق او استعمالوونکي خو دې هره ډنډوره بې ځوابه درسره مني په خبره کې که دې لږ استدلال وای، طالبانو به هم درسره منلې وای.
دا عسکر وايي چې په لومړۍ چاودنه کې دی په کانتینر کې ناست و، چې له چاودنې سره يې په سر خاورې خځلې را ولوېدې او منډه يې کړه، ګونډه يې ورته ووهله او فدایان هم بې له کوم جنګي پلانه د ده په لور همداسې کتار را روان دي او دی وايي چې بس ورته کېنستم: ټق چپه کو! ټق چپه کو! په پنځو دقیقو کې مې وايي شپږ تنه ووژل. د فیسبوک هغه ډنډوره چیان چې په بشپړې سپین سترګۍ ځانونه د جګړې مخالفين هم بولي خو د دې عسکر يې دغه باټې رښتيا وګڼلې او په يوه شېبه کې يې سړی اتلولۍ ته ورساوه، د دوی عادت دی چې که يې یوڅوک پوره لسیزه له خپل هېواد سره په بل وپلوري، خو چې بله ورځ یوه خبره ورته کړي سړی اتل شي، توریالی شي او ان په پروفایلو يې عکسونه ولګېږي.
دغه عسکر وايي چې ده له لومړۍ چاودنې سره په پنځو دقیقو کې ټول سرتېري ختم کړل، په داسې حال کې چې د رسنیو ژونديو راپورونو تر دوو ساعتو پورې د جګړې تاييد کاوه، د کورنیو چارو وزارت ویاند خو بیا دا نه منله چې بريدګر دې د پارلمان ودانۍ ته په لس مترۍ کې هم وي هغه ویل چې بریدګرو په یوه تعمیر کې ځای نیولی او له هماغه ځایه جګړه کوي، د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش بیا د جګړې له پیله یو ساعت وروسته هم د جګړې تاييد کاوه، څو چې یو نیم ساعت وروسته د امنیه قومندان د جګړې د پای خبر ورکړ، خو لا هم خال خال ډزې کېدلې، ښه نو د عیسی خان هوايي ملاتړو، عیسی خان به یا نشه و، یا يې له وېرې اپلاتې وویشتې خو تاسې چې په دفترونو کې ناست او د دې بې سواده ځوان باټو ته افرینونه وایاست دا ووايئ چې:
که دې عسکر له لومړۍ چاودنې وروسته سرتېري په پنځو دقیقو کې ختم کړي وي، نو دا دوه ساعته جګړه له چا سره روانه وه؟
ایا رښتیا هم سرتېري دومره بې پلانه او ړانده وو، چې پرلپسې یې ملګري وېشتل کېدل او دوی لا هم په هماغه لار د عیسی خان د ټوپک په خوا ور روان وو؟
فدایان پارلمان ودانۍ کې وو، که په کوم نیم کاره تعمیر کې؟
هر څوک پوهېږي چې غوا توره او شيدې سپینې دي، د څو سګریټ وهلو ستونو چيغې هغو حنجرو ته نه رسېږي، چې په فرض روژه کې د تکبیر په ملکوتي غږونو د فرعون په کور ورننوتل.
ټق چپه کو
هاهاهاهاهاهاهاها
يره كه هر سنكه وو خو دير زرور زوان وو زه خو ووايم چي فه يوه دقيقه كي وزلي تاسو سه فكي ووايي . يره طالبه كه تاسو ريشتيا د افغانستان ساتونكي ياست نو تاسو د كوم زايه سلاح او نور شيان تر لاسه كوي ؟ دويم كله چي فه كنر راكتونه د فاكستان لخوا راوريدل تاسو يوه بيانه يا مو كله فاكستان ته فه غيري مستقيم دول كوم ورانديز وكرو نه هيس مو ونه ويل ورته . نو تاسو سنكه زانته د خلكو ساتونكي ووايي . حال دا چي هره ورز بي گنا خلك وزني او فه جوماتونو كي… نور لوستل »
حکومت خو دعوہ کوی چی پدی جنگ کی تر 40 زیات ملکی خلک زخمیان او مړہ شوي ھم دي
د لغماني خبرہ خو پہ 5 دقیقو کی جنگ ختم شو
نو دغہ یو نیم ساعت ډزی بہ حکومت پہ عامو خلکو کړی وي ، او دغہ 40 کسان بیا ټول حکومت ویشتي دي
عقل نه لري اونه يه دماغ كار كوي
انځور خبرې کوي- د ټق زور تر کچلاغه ورسیدو او نن کوټي اسیا بې ځایه زورکې وهی
کرار هسی موژ وه نولی تق چپه مو کی
خان او مولي پزل صيب
یو زل متفکر صيب ستاسو د اتخاباتي کمپاين د تولو هغو کنزلو مقابل کی چی د حراموني عبدالله په آدرس مو حواله کری وی، خپله عبدالله درته د پدر اندر (پلندر) یعنی د مور د خاوند په مقام کی درته نصب کر.
اوس یی بیا د عبدالله پر سر درته آی-اس-ای او پاکستان د مور بل خاوند ونيو، اصلا تاسو ته بی له شرمه بل سه پاتی دی چی اوس هم د مقاومت غازيانو ته د ای-اس-ای یا پاکستان پيغور ورکوي،
د کندهاریانو خبره د مور شیدې دې یې شي چې ############# دا قهرماني به یې تاریخ ثبته کړي. ارګ، ولسي جرګه، د مشرانو جرګه او یو شمېر نور تاسیسات د ټول هېواد او ټولو هېوادوالو وي خو ############### نه بل او بل څوک نو ځکه یې په ولسي جرګه کې د افغان خویندو او میندو چیغې په لاهور او کفر اباد کې خپلو بادارانو پورې ورسولې. لعنت دې وي په ########### چې افغانستان ورانوي.
### څه چې لیکئ ستاسو کورنۍ تربیه راښيي. د قلم عفت وساتئ. ###
د فدایانو د الله شهادت قبول کړی او دا عیسی خان خو ولاکه داسی نر شکاری یو د هم ویشتی وی هسی مسکین ځان ته کار وکته اوس نو یی خپل ژوند د امریکایانی ژوند پوری و تړه ځه فکر نکوم که دا کس له طالبانو بچ شی او بل دا کومه قهرمانی ده چی لکهاو فوج د تر شا ولاړ وی او بیا ورته د قهرمان وویل شی قهرمان خو هغه فدایان ول چی د دشمن منځ کی او هغه هم د نفاق مرکز یعنی پارلمان باندی حمله وکری
سید ذبیح الله او غوربندی!
ستاسو د پوهی لپاره باید ووایم چی یاد جنګ په افغانستان کې د تیرو ۴۰ کلنو څخه شروع او دوام لری، دا څرنګه جنګ دی چی خاتمه نلری! مهمه دا نده چی عیسی خان چی دغه کسان وژلی او یا نه زما تشویش دا دی چی دغه خلک د کوم ځای څخه راغلی وه. او که ځای تاسو ته معلوم وی نو بیا نوری تبصری ته ضرورت نشته. الله تعالی ډیر ښه پوهیږی چی مړ او څوک شهید شو.
بی طرفہ ورورہ
دا پوشتنہ باید د امنیتی چارو مسئولینو څخہ وشی چی دغه خلک د کوم ځای څخه راغلی ول
کہ تاتہ معلومات وی نو مھربانی وکہ د ثبوت سرہ یی راتہ بیان کہ
شھید او مړ او څوک دی
دا خبرہ واضحہ دہ ، چی څوک د شریعت نافذوولو دپارہ جنگ کوی شھید او څوک چی د پیسو دپارہ جنگ کوی مردار دی
د تکپیر چیغه صرف د پنجابیانو اجاره نده. اتل لغمانی وویل چی خبره په لمړی ۵ دقیقو که ختمه وه. نورو ځواکونو هسی ډزی کولی د یو ساعت لپاره مصاحبه یی ښه واوری
یوه خبره چه تول به حق وایو او حق به منو دا چه دی لغمانی سه کری یا یی ندی کری هغه پخپل زای سوک یی چه تاییدوی هغه یی طرفدار اوسوک یی چه ردوی هغه یی مخالف زه یی مخالفینو ته وایم چه نن دی لغمانی سه وکرل یایی ونه کرل زه په کی سه نه وایم ولی ته یی چه ردوی او دا کار یی پردیو ته غلامی او یاهم دهغه ساده توب گنی چه مطبوعات یی باتوی اویایی دولت باتوی ولی هغه سو ورزی دمخه چه یو بل لغمانی دننگرهار په قصر کی سو کسه امریکایان له… نور لوستل »
وروره!! زه یواځی وایم چی ټق چپه کو! تق چپه کو! ریښتیا ویلی دی او پکی کوم درواغ نښته٬ د مقالی لیکونکی ته وایم چی باید حقیقت ومنی او برید ناکامه شوه تا بیځایه تکلیف ښکلی او بی ځایه دلیل دی وړاندی کړی دی٬ حتی طالبان هم د برید د پای په اړه څه ندی ویلی د معمول خلاف!!!
دا زمونږ ټولو افغانانو تکیه کلام دی چی د یو ساعت کار هم وای چی په ۵ دقیقو مو ترسره کړ او هغه سرتیری هم د دغه تکیه کلام څخه کار اخیستی او بس.
ټق چپه کو!!!!!! هاهاهاهاهاهاها وۍ وۍ کنه له خندا دې شنه کړو …………… په تبلیغاتوو پړسول شوی اتل نور به خبرو نه پوهیږی هر ځای د خپل فطرت مطابق کنځلې کوي ……………….. غول دې وکړل ټق چپه کو!!!!!!!!! هاهاهاها
دغه ځوان په اصل کې کوم هندي فلم لیدلی او ځان ورته د هیرو پر ځای ښکاریده ………….. ستا میړانه په څه شوه ارګ او د جرګو تالارونو ته درننوځي نور خو دې په هیواد کې ځای پاتې نشو ……….
دا ټق چپه کو چې دومره توریالئ دئ ولې کندز ته نه ځي چیرته چې په زرګونه دولتي عسګر د امریکایانو د طیارو د بمبار سره د طالبانو په وړاندې بې و سه دي او طالبان نزدې دي چې د کندز ولایت و نیسي… دا ټق چپه کو ولې نه لیږي چې په ۵ دقیقو کې خبره یو طرفه کړي!
وروڼو ډیرو خبرو ته حاجت نشته پدی ټق چپه کو څه نه جوړیږی داهسی دحق له لاری نه د یو څه وخت لپاره د خلکو د ذهن د مغشولو او اړولو لپاره یوه توطیه ده اصلی خبری ته باید راشو چی هغه د بری او شکست خبره ده الله پاک په قرآن کی وایی چی بری به دحق وی او شکست به د باطل وی وقل جاء الحق وزهق الباطل إن الباطل كان زهوقا سوره اسرا آیت ۸۱ همدا شان الله(ج) په سورت انفال کی فرمایی چی ويريد الله أن يحق الحق بكلماته ويقطع دابر الكافرين ، ليحق الحق ويبطل… نور لوستل »
ساپی 2015/06/23 په 9:07 مساءً په کال ۱۹۸۶ع د المان په مونشن ښارکي دفلسطین دغورزنګ لخوایوتصویرانځورشوی ول چي په هغی کی یوافغان چی شلیدلی چپلکی.زاړه کالی اولنګوتی یی په تن ول اویوزوړتوپك یی په لاس ورکړی وه نوپوښتنه یی ترکړی وه چی څومره روسان دی وژلی هغی داسی ورغبرګه کړه. ۲۰۰روسان می وژلی ۴جنګی الوتکی می راغورزولی دی ۴۸ټانکونه می له منځه وړی ددولتی کارکوونکوحساب راڅخه غلط شوی دی. نوفلسطینی ورته وایی چی دفلسطین دازادی لپاره فقط ستاپه شان اتو(۸)تنوته اړتياده چی دری میلیونه اسرایل په دمنځه یوسواوفلسطین په خپلواک کړو. اوس راځم (ټق چپه) نودافغانستان سولیدلی دولت ته اته(۸)… نور لوستل »