نظــر

طالبان له زوره نه دي لوېدلي خونوريې له زوره وغورځول

په کابل کې دبهرنيوعسکرو يوه سرخېل څه خوب لېدلی ووچې رسنيوته يې وويل چې طالبان له زوره لوېدلي دي اونور نشي کولای چې مونږسره وجنګيږي.اوداچې اوس په افغانستان کې موسم ښه شوې نو طالبان لا غلي دي نومعلومه شوه چې طالبان نور دجنګ دکولو توان نلري.ددغه قومندان دغه خبرې هسې هم بې دليله اودخپلو بې موراله عسکرو دلوېدلي مورال دلوړاوي لپاره وې خوپه غبرګون کې يې دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ډېر زر دده په غبرګون کې رسنيو ته وويل چې دوي دپسرلنيو عملياتولپاره ټول ترتيبات بشپړ کړي او ډېر زربه په يوه نوي نوم چې تېر کال يې د(البدر)په نوم پسرلني عمليات پيل کړي وو

سږکال به هم په يوه نوي نوم منظم او پلان شوي عمليات دهيواد په ټولو ولاياتوا وخصوصا ددښمن په مهمو هدفونوترسره کړي.يرغلګرواو لاسپوڅو يې لا خپل خيال پلاوونه وهل چې داسلامي امارت مجاهدينو ورته  دهيواد په څلور بېلابېلو ولاياتو کې په  ۱۵ بېلابېلو مهمو دولتي او دبهرنيو ځواکونو داستوګنځايونو په شمول په ډېرو ودانيو د هم مهاله بريدونو په توګه يې  دپسرلنيوعملياتو اعلان دراکټونو په مرميو او ديرغلګرو او دهغوي دغلامانو په وينو وليکه  او حتی دکرزی ګلخانۍ ماڼۍ يې هم په نښه کړه او دکرزي تر غوږونويې هم دمرميواوازونه تېروبېر کړل او دتېرو کودتاګانو يادونه يې ورپه ياد کړل اوطالبانو دښمن ته داوښوده چې بيا هم خبردار اوسه ! چې ترڅوستا ناولی قدم له دې پاکې خاورې نه وي ورک شوی ترهغې زمونږ برحقه مبارزه دوام لري اوداسلامی امارت وياند داهم وويل چې دابريدونه دصليبي يرغلګرو دهاغو کرغېړنو پېښو غبرګونه او انتقام اخيستل وو چې څه موده مخکې يې په هيواد کې ترسره کړې وو چې پکې دعظيم الشان قران دسپکاوي او دشهيدو طالبانو سپکاوی کول او همدارنګه دکندهار دزنګ اباد په سيمه کې د۱۷ ولسي وګړو ډله ايز وژل شامل وو.او روان کال کفرماتونکي ګذارونه خو لاپاتې دي چې دغربي ښکېلاګرو په تندي به کيږي.

خو اوس خبره داده چې طالبان  ددښمن يوله زوره لويدلی طرف ګڼي او مات يې بولي  او لا اوس هم دخپل شيطاني غرور له مخې ځان ماتې خوړلی نه بولي حال دا چې دپېښو دپېښېدو په مهال يې بې اختياره له خولې راوځي او دطالبانو دهر بريد نه وروسته اعتراف کوي چې طالبان تر پخوا ډېر قوي شوي دي  اونوي اوقوي جنګي تاکتيکونه يې خپل کړي دي.

خو دکابل غلامه اداره چې کله هم ديوه جنګ په اړه يوڅو ډزونه وکړي او لوخړې جوړې کړي او همدغه راز په چېغي او های ناتار چې هغه هم ددوی له خپله ډاره وي وکړي نو نظامي مبصرين يې بيادهيواد غازيان او اتلان ګڼي اوډېرکمعقلان ددوی په دې دروغجنه مېړانه په غياب کې فخر کوي او دسوشل ميډيا ((فيس بوک او ټوېټر کې يې  بيانارې سورې جوړې کړي وي چې زنده باد سربازان اردو ملی افغانستان دازمونږ دهېواد ساتونکي دي دادي دادي ………))  خو هغه پدې نه چې رښتيا يې عسکر دومره قوي او دبريد ماتوونکي دي او په وار وار وايې چې دملي ادرو سربازان په رښتياهم اتلان او دا ددې لپاره چې ډېر عسکر مړه شول ،زيات رانه وتېښتېدل او ګڼ شمېر يې له طالبانو سره يو ځای شو او چې داڅوعسکر را پاتې دي چې هسې نه دا رانه په کوم لور مخه ونکړي.

خو که رښتيا دوی اتلان وای نو ولې ددوي سلګونه سرتيري اوپه  عصري وسله سنبال مجهزټانګونه  موټراو نور امکانات او دمنتظرې قطعې کنډک دڅو استشهادي  مجاهدينودحملو توان نه لري؟؟ او دګوتو په شمېر مجاهدين په سلګونو خارجي اوداخلي عسکرو سره تر ۱۹ ساعتونو اوږد جنګ کولای شي اوزياته تلفات ور اړولی شي ؟

ولي له يوې ورځې نه بلې ته په حالاتو طالبان برلاسي کيږي دهيواد په ډېرو سيمو کې ددولتي عسکرو په موجوديت کې هم طالبان ازاد ګرځېدلی شي او حکومت چيلنجولی شي.

ولي اوس کرزی او نور لوړپوړي دولتي چارواکي له خپله دفتره بيرون نشي راوتلی اوپه خلاص زړه نشي ګرځېدلی .ډېرداسي بريدونه لکه دباګرام زندان په هوايې  ډګرونو بريدونه ، په انټرکانټينېټل او په لويو لمانځوغونډو اونور دولتي غونډو برېدونه او داسې نورې ډېرې نمونی شته چې ټول هيواداوال يې شاهدان دي  چې طالبانو منظم کړي دي او ترسره کړي دي دکابل لاسپوڅی اردو او نور بهرني اشغالګران يې حيران کړي دي خو داهم يواځې دطالبانو کوم کمالونه ندي بلکه دستر ذات بې سارې مرسته اودولسونو ملاتړ ده اوزر ده چې انشاالله دنړۍ دغه ستر کفري ځواک به خدای (ج) دهمدې بې وسلو او کمزورو خو دخدای (ج) په مرسته به  مجاهداومسلمان افغانستان په پښو کې غورځوي او دافغانستان اصليو او تاريخ جوړونکو بچيو  ته به دانګريزاو روس دماتولو سره سره دکفري نړۍ ددغه بې ساري شيطاني صليبي  ايتلاف دماتولو وياړ هم ورپه برخه کړي .ان شاالله العزيز 

ليکوال : سيد قطب (هاشمي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x