توبه له ګناه، کفر او ارتداد څخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

د کافر، مشرک او مرتد توبه:

هر انسان فطرتا د توحید سره دنیا ته راځي، په همدی بنسټ هر څوک دنیا ته راځی فطرتاً مسلمان وي ،د عمر په لوړیدو دا فطري ایمان په کسبی ایمان بدلیږي، کله هم کسبی ایمان د کورنیو او یا دچاپیر یال تر اغیز لاندی په کفر بدلیږي، هر کله دغه انسان له کفره کرکه او په اسلام مشرف شي ګویا دا بیرته اسلام ته را وګرځید یعني خپل اصلی دین ته کوم چې له موره فطرتاً مسلمان پیدا شوی و!

د کافر توبه په ریښتینی توګه له کفره، ډیره اسانه، ښایسته او ارزښتناکه وي نه کوم شرط لری او نه قید، یواځې د شهادتینو په ویلو د کامل مسلمان صفت او درجه تر لاسه کوي چې الله سبحانهُ وتعالی يې په دنیا کې صفت کړی او په اخرت کې د رحم مستحق کیدو سره د جنتونو  وعده کړي!!

د مشرک توبه:

له شرک نه توبه هم همدا معیار لري چې د کافر توبه يې لري!

که څه هم د الله جل جلاله سره شرک ته ستر ظلم ویل شوی او پایله يې ډیره بوږنونکې ده،خو بیا هم د اسلام په حدودو کې کافر او مشرک د هوسا او سوکاله ژوند نه برخمن وي په دې شرط چې حدود به منئ، مالیه به ورکوئ او د جنګ نه به لرې والی غوره کوئ! مرتد له دا ډول امتیازاتو برخمن نه دی او نه يواځې د توبی په اقرار يې اسلامی ټولنه ډاډمن کیدی شي!

د مرتد د توبی معامله د الله سبحانه وتعالی سره خپله ده، خو مرتد سره له دی چې په خپلو کړو د زړه له تله پښیمانه او په کلک هوډ سره له ارتداده راګرځې، خپله ریښتنولی به په عملی بڼه هم څرګندوي، مسلمانانو ته به په عملی ډول ثابتوی چې خپل عمل يې اصلاح کړی او د یو مخلص مسلمان په توګه يې ژوند غوره کړی!

هیڅ واکمن داسی بی حیا باغی او ستر مجرم ته بخښنه نه کوی، مګر همدا واحد او لا شریک، بخښونکی او مهربانه ذات دی، چې له سترو نه ستر باغی او مجرم چې پخپل جرم او بغاوت اعتراف وکړی او له خپلو بدو کړو پښیمانه شي! الله سبحانه وتعالی ورته نه یواځی بخښنه کوي بلکې د هغه د نیت په اعتبار ورته لا زیات اجرونه او ثوابونو تر څنګ دنیکو کړو توفیق هم ورکوي په دنیا عزت او په اخرت کې له ستر عذاب نه لری ساتی او د خپل رحمت تر سیوری لاندی جنت ته بیایې!!

اللهم اغفر ذنوبی فانک غفور رحیم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د