fbpx

د روژې فتوحات (د مکې فتح) ۲/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز

عباس (رضي الله عنه) له لښکر سره مخامخ شو:

د مسلمانانو لس زره کسیز لښکر د مکې څنډو ته ورسېد، خو مشرکین له موضوع څخه کاملا په غفلت کې وه او لا هم خبر نه وه چې د صحابه وو لښکر د مکې دروازې ته رارسېدلی. په دې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره (عباس) له مکې څخه د مدینې پر لور د هجرت په نیت راوتلی وه، په لار کې د مسلمانانو له لښکر سره مخامخ شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په راتلو سخت خوشاله شو.

خو یو شمېر تاریخ څېړونکي په دې نظر دي چې نوموړي څو کاله مخکې په پټه اسلام قبول کړی وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خبر وه او د هغه په دستور یې مدینې ته هجرت نه کاوه او په مکه کې پاتې وه. تاریخ لیکونکي دا هم وايي چې عباس به د مکې وضعیت او د قریشو حالات په مخفي ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم ته استاوه، په وروستیو کې پرې قریش هم شکمن وه، خو دا چې کره شواهد یې نه درلودل، عملا یې ګام نه شو اوچتولی، په تېره بیا چې نوموړي په کلي او ولس کې د یو قومي مشر حیثیت هم درلود.

بلو ډیوو د مکې اسمان رڼا کړ:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مدبر قاید په توګه دپوځي جګړې ترڅنګ د نفسیاتي جګړې په ارزښت ډیر ښه پوهید، له هرې موقع څخه یې استفاده کوله او د دښمن د مورال د ځپلو په موخه یې له ګڼو طریقو کار اخیست.

شپه شوه، د مسلمانانو لښکر د مکې مکرمې په څو کیلومترۍ کې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې هر سرتیری دې ډیوه بله کړي. په زرهاوو ډیوې بلې شوې او ټول وطن د اور په لمبو او رڼاګانو روښانه شو. د شپې په تیاره کې دغې هیبتي رڼاګانو د مکې خلکو له سترګو خوب وتښتاوه او په زړونو کې یې نا اشنا رعب خپور شو.

د ابوسفیان بن حرب د مسلمانېدو کیسه:

دا هغه ابوسفیان دی چې د بدر په فتح کې یې یادونه تېره شوې او له شام څخه د قریشو د راتلونکي سوداګریز کاروان مشري یې کوله، په تاریخ کې یو بل «ابوسفیان بن الحارث» هم شته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی وه. د تصادف له مخې دواړو ابوسفیان نامو د مکې فتحې په ورځ اسلام قبول کړی. دلته له ابوسفیان څخه لومړنی «ابوسفیان بن حرب» مقصد دی.

عباس رضي الله عنه وايي چې زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپین کچر سپور شوم، غوښتل مې د مکې په ډاګونو کې یو څوک پیدا کړم چې قریشو ته د رسول الله صلی الله علیه د راتګ خبر ورکړي او ورته ووايي چې که خدای مه کړه اسلامي لښکر یوناڅاپه په مکې درننوزي، جرړې به مو وباسي، غوره به دا وي چې مخکې له مخکې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پناه غوښتنه وکړئ.

د شپې په تیاره کې عباس په همدې لټه کې ګرځېد، د لس زرو عسکرو بلو ډیوو د مکې اسمان رڼا کړی وه. په دې وخت کې ابوسفیان خپل ملګري (بدیل بن ورقاء) سره د اور، رڼا او لښکر د لویوالي په اړه خبرې کوي. عباس یې غږ وپیژاند او اواز یې پرې وکړ چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پوځ دی، د ځان غمه خورئ، که ګوتو ته ورشئ بې مرګه مو نه پریږدي. ابوسفیان ورته وویل: نو څه وکړم لار راښیه! عباس له ځان سره په کچر سپور کړ ترڅو یې رسول الله صلی الله علیه ته ورولي او پناه ورته واخلي.

عباس د اورونو او رڼاګانو له مینځه په داسې حال کې تیرواوه چې ابو سفیان مخ پټ کړی وه، هر چا به په دې ګومان پریښود چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کچر ده او تره یې پرې سپور دی، خو کله چې عمر بن الخطاب ته ورسېد، ویې پیژاند او ویې ویل چې د الله شکر دی چې په داسې حال کې يې ژوندی په لاس راکړې چې نه مو ترمینځ عهد شته، نه تړون، او نه اوربند.، خو عباس بیړه وکړه او ځان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورساوه ویې ویل: ابوسفیان ته مې پناه ورکړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې اوس یې له ځان سره بوځه، سبا یې راوله.

ابو سفیان د عباس په کېږدۍ کې شپه وکړه سبا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راووست، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هلاک شې، ایا ته نه پوهیدې چې له الله پرته بل خدای نه شته؟ ابوسفیان ځواب ورکړ: قسم دی که له الله پرته بل خدای وای نو ګټه به یې راته کړې وه، او بیا یې د توحید کلمه وویله او ایمان یې راووړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهید چې ابوسفیان تازه اسلام راوړی او زړه یې په اسلام بشپړ مطمئن نه دی، نو عباس ته یې امر وکړ چې ابوسفیان په داسې ځای کې کښینوه چې اسلامي لښکر یې تر سترګو لاندې وي او د مسلمانانو قوت پخپلو سترګو وګوري، ابوسفیان چې د اسلامي لښکر هیبت او دبدبه ولیده، په غیر شعوري ډول د مسلمانانو زور او طاقت ته مات شو، اسلام یې نور هم په زړه کې ټینګ ځای وموند.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د