د عربي نړۍ وتلی ژورنالېست احمد منصور

جرمني د الجزيرې نيول شوی ژورنالېست خوشې کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۴ل): وړمه ورځ الماني چارواکو د مصر کودتاچي رژيم په غوښتنه د الجزيرې شبکې وتلی ژورنالېست او د «بلاحدود» سياسي پروګرام چلوونکی احمد منصور ونيو او په لومړيو وختونو کې داسې ويل کېدل، چې کېدای شي احمد منصور مصري رژيم ته وسپارل شي.

د نيول کېدو په لومړي وخت کې احمد منصور په يو ويډيويي پيغام کې وويل، چې دی نړيوالو پوليسو «انټرپول» ته مطلوب نه دی او ده هېڅ داسې جرم نه دی کړی، چې الماني چارواکي دی بندي يا مصري حکومت ته وسپاري.
احمد منصور د عربي نړۍ يو له هغو اغېزمنو خبريالانو څخه دی، چې مصر کې يې د پوځ سر لښکر له لوري پر قانوني ولسمشر پر پوځي کودتا سختې نيوکې کولې او د ده څرګندونې د سيسي کودتاچي رژيم لپاره ستر سرخوږی و.

تېر کال د مصر کودتاچي محکمې احمد منصور په غياب کې په پنځلس کاله بند محکوم کړی و او له نړيوالو پوليسو يې غوښتي و، چې احمد منصور دوی ته وسپاري، مګر نوموړي د مصري رژيم تورونه پوچ بللي وه.

احمد منصور د المان برلين هوايي ډګر څخه قطر ته روان و، چې الماني پوليسو ونيو او ورته يې وويل، چې د مصر په غوښتنه نيول شوی او دی بايد لويې څارنوالۍ او قاضي ته پر ده د لګېدلو تورونو ځواب ووايي.

د احمد منصور له نيول کېدو وروسته مصري رسنيو خبر ورکړ، چې احمد منصور به ډېر ژر مصري چارواکو ته وسپارل شي، مګر المان کې او له المانه بهر په نړيواله کچه د احمد منصور نيول په سختو ټکو وغندل شول، چې بالاخره الماني چارواکي اړ شول احمد منصور له زندانه ازاد کړي.

الماني رسنۍ وايي، چې احمد منصور د لويې څارنوالۍ له څېړنو وروسته د لوی څارنوال په غوښتنه خوشې شوی، مګر احمد منصور له خوشې کېدو وروسته خبريالانو ته وويل، چې دی د سيمه ييزو او نړيوالو ازادي پلوو د فشار له امله خوشې شوی دی.

احمد منصور زياته کړه، چې ده لوی څارنوال سره نه دي ليدلي او دی د هغو فشارونو له مخې خوشې شوی، چې د المان حکومت د ده د نيولو له امله ورسره مخ و.

«د المان حکومت له سختو سياسي فشارونو سره مخ و، زه الماني حکومت خوشې کړی يم، نه لويې څارنوالي او د خپل بند په اړه به نور معلومات د خپل پروګرام «بلاحدود» په ترڅ کې راتلونکې چهارشنبه د رسنيو له لارې خلکو سره شريک کړم.»

احمد منصور له برلينه الجزيرې سره په خپلو خبرو کې د ټولو دوستانو او پلويانو مننه وکړه، چې د ده په بندي کېدو خواشيني وه او د راخلاصېدو لپاره يې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.

«زه د ټولو دوستانو او ازادي غوښتونکو مننه کوم په ځانګړې توګه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان، چې د المان حکومت ته يې ګواښ کړی و، چې ما بايد ژر تر ژره خوشې کړي او همدا رنګه د ترکيې لومړي وزير احمد داو اوغلو، چې زما له مدافع وکيلانو سره يې څو ځله اړيکه نيولې وه او هره ګړۍ يې زما د حال پوښتنه کوله.»

د احمد منصور له خوشې کېدو وروسته دالجزيرې شبکې مشر احمد سواق وويل، چې المان کې د احمد منصور بندي کول يوه اندېښمنه وونکې پېښه وه، مګر د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې دا پېښه په اسانه پای ته ورسېده او د دوی وتلی ژورنالېست خوشې شو.

احمد سواق مصري رژيم ته وويل، چې هر څوک بايد د خپل ځان په څېر ونه بولي، نوره نړۍ د بيان ازادۍ ته درناوی لري او دوی بايد له دې پېښې عبرت واخلي.

د الجزيرې مدير ياسر ابو هلالة وايي، چې د احمد منصور خوشې کېدل د مصري چارواکو پر مخ څپېړه او د رسنيو لپاره ستره بريا ده او د مصري چارواکو ټولې هڅې يې د شرم او خجالت وړ بللي، چې د احمد منصور د نيولو لپاره يې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د