
کراچۍ کې د تودوخې له امله د مړو شمېر ۴۵۰ ته ورسېده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۴ل): د پاکستان سند ايالت کې د تودوخې له امله په تېرو درې ورځو کې د مړو شمېر ۴۵۰ تنو ته ورسېد او د سلګونو نورو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د سند روغتيايي چارواکي وايي، چې د کراچۍ په درې لويو روغتونو کې لږ تر لږه درې سوه کسان مړه شوي او د نورو وړو روغتونونو په اړه معلومات نه لري.
د چارواکو په وينا ډېری مړي په کراچۍ کې شوي او په دغه ښار کې د تودوښې لوړه کچه تر ۴۷ درجو رسېدلې، چې په تېرو پنځه دېرش کالو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.
د کراچۍ ډاکټران وايي، چې په ګڼو روغتونو کې اوس هم سلګونو کسان د مرګ او ژوند تر منځ لاس و پښې وهي او په دغو کسانو کې ډېری د هغو عمر خوړلو دی، چې د ګرمۍ له امله يې د بدن اوبه کمې شوي او په روغتونونو کې بې هوشه پراته دي.
بل پلو د سند ايالتي اسامبلۍ وکيلانو پر حکومت نيوکه کړې، چې د برېښنا او نورو اړينو مرستو په رسولو کې پاتې راغلي، چې له امله يې د مړو شمېر مخ پر زياتېدو دی.