نظــر

د غربیانو سیاسي افکار او ایدیالوژۍ

بسم الله الرحمن الرحیم

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نن سبا په مسلمانانو باندی د غربیانوافکار، کلتوري ، سیاسي چارو او دنیاوي پرمختګ دومره اعیزه کړي چې په هر مجلس او هجری کې چې  ناست وي نو په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه  دغربیانو د کفري افکارو، سیاسي او ټولینز پرمختګ څخه دفاع کیږي او د بشریت لپاره د غربیانو شیطاني  سسټمونه غوره ګني او فکر کوي چې مسلمانان یوازې او یوازې له همدی فاسدو او مکرجنو فلسفو او ایدیالوژیو په عملي کولو سره د دنیا آسانتیاوئ لاسته راوړلۍ شي. خو زه دا خلک نه ملامته وم ولی چې ددوئ تربیه همداسی شوی او د  اسلامي تاریخ څخه لری پاتی دي او د اسلام تعلیمات او په اسماني عقائدو ولاړ  د الهي شریعت مطالعه یې نه ده کړي نو ځکه د شرق او غرب افکارو پری اغیزي کړي او د اسلام مبین دین ته د شک په نظر ګوري.

په دی کې شک نشته چې نن مسلمانان په یو ډیر بد حالت کې قرار لري او له سیاسي، اقتصادي او ټولینزو حقوقو بی برخی دي خو د مسلمانانو فقدان په سیاسي، اقتصادی او ټولینز پرمختګ کې د مسلمانانو د ایمان ضعف، بی دیانتي او د اخرت څخه د تکذیب په وجه ده. مسلمان خو هغه امت دی چې کله یې د اسلام او شریعت لمن ټینګه نیولی وه او انصاف یې غوره کړې وو نو په  دری براغظمو کې د ذکات اخیستلو څوک نه وو، یعنی مسلمانان د افتصادي لحاظه دومره شتمن وو چې یو داسی غریب یا ضرورت مند نه موندل کیدلو چې چا خپل ذکات ورکړې وی.

د غربیانو یو څو سیاسي ایدیالوژۍ په دی قسم دي:
(Democracy) ډیموکراسي  
ډیموکراسی یو یوناني نوم دی چې ډیمو (خلک) او کراسي ( حکومت) ته وايي یعنی د خلکو حکومت. غربیان دا سیاسی فلسفه څه  داسی تشریح کوي چې باید خلک په خپله د خپل چاپیریال  حاکمان وي. د ډیموکراسی غوښتنه  په اول  ځل  د میلاد نه مخکی په ۵۰۰- لسیزه کې د یونان په اثینا ښار کې په داسی حال کې وشوه چې یوازی نارینه کولئ شوه  د ټول ټاکنو له لاری خپل ولسمشر وټاکي او ښځې له دی حقوقو څخه بی برخه پاتی وی. له همدی کبله اثینا ښار ته د ډیموکراسی زانږو هم ویلی کیږي. البته په اروپا کې هغه وخت ډیموکراسی نه وه پلي شوی خو د ۱۶۰۰- لسیزی په شروع کې وروسته له هغه ډیموکراسی په اروپا کې پلی شوه کله چې د برتانیا د پاچا څخه قضائي واک واخیستل شو او د هغی وخت پارلمان ته وسپارل شو په داسی کولو سره ټول واک د پارلمان په اختیار کې ورکړل شو او په اخر کې  برتانیا یو شاهي او ډیموکرتیک حکومت  رامنځته کړو.
 (Conservatism) ځانساتئي
د کانزروټیزم کلیمه د لاطینی لفظ کانزرویره څخه اخیستلی شوی چې مطلب ژغورل دي، مطلب دا چې باید ټولنه کې ټول  دیني ارزښتونه وژغورل شي یعنی د عسویت تعلیمات باید وژغورل شي، د مثال په توګه د عسویت شاهي نظام، د ټولنی جګپوړي او ټیټه طبقه، کورنئ او کلتوری دودونه. کانزروټیزم په ټولنه کې د چټکو بدلونونو مخالفت کوي یعنی لکه د انقلاب، مطلب دا چې په ټولنه کې بدلونونه باید داسی حال کې راشی چې د ټولنی ثابته خراب نه کړي. کانزرویټزم  ایدیالوژي په دی خبره تاکید کوي چې انسانان په ټولنه کې باید مختلف رول ولوبوي او هر سړي د خپل استعداد مطابق کار وکړي او د خپل کار سره کار ولري. ددی ایدیالوژۍ لرونکی فکر کوي چې انسانان یو شان نه دي او انسان ناقص ده. د کانزرویټزم پلویان په اوله کې د ډیموکراسي مخالفت کولو خو اوس دوئ وايي چې نه دیموکراسی خلکو ته د تعلق احساس ورکوي.
(Liberalism) لیبرالیزم
لیبرالیزم کلیمه اول ځل د آدم سمیت لخوا وویل شوه چې په شروع کې دی ایدیالوژي د انسایت لپاره ډیر مثبت فکر درلود، لیبرالیزم د انسانانو د ذاتي عمل  د ازادئ غوښتنه کوي . د لیبرالیزم کلیمه  د لاطینی لفظ یعنی لیبر څخه اخیستلی شوی چې مطلب یې آزادي ده. د لیبزالیزم بنیادي مقصد دا دی چې هر انسان حق لري د خپل ژوند اختیار په لاس کې واخلی او هغه څه وکړي چې زړه یې غواړي. دوئ وايي چې باید انسانانو ته دا حق ورکړې شي چې په ټولنه کې د خپلی خوښې قوانین او حدود وټاکي. ددی ایدیالوژې پلویان وايي چې دوئ د آزادی حق لري او هر هغه عمل کولو ته اړ دي چې ددوئ په فکر د هر انسان شخصي زړه غواړي. دوئ وايي چې انسانان باید خپل نظر او فکر ظاهره کړي. لیبرالیزم په ځانګړوالی آزادي زور ورکوي او وايي چې  دولت باید د زور زیاتئ څخه کار وانه خلی. لیبرلیزم د مذهب په ازادی، د ښځو او سړیو د ماشونو په یو والی، د املاکو د پلورلو او خرڅولو اختیار او د خپلی خوښې د قیمتونو  ټاکلو غوښتونکی دي.
د لیبرلیزم اساسی غوښتنه دا ده چې د دولت چوکاټ او تشکیلات باید ډیر لګ وي، او دولت باید د ځانګري کس په ژوند باندی کوم اثر ونه لري. لیبرلیزم د سیاسی ازادی غوښتنه کوي او وايي چې خلکو ته باید ددی حق ورکړل شي چې سیاسی ګوندونه جوړ کړي. لیبزلیزم د آزاد مارکټ غوښتونکي ده او وایي چې دولت باید په اقتصاد، تجارت او صنعت باندی اثر او کنټرول ونه لري ترسو د غټو شرکتونو ملکان شتمن شي ترسو د ځوانان او د استعداد لرونکی  له ښه ماشونو څخه برخه من شي. دوئ فکر کوي چې په هیواد کې ازاده سیالۍ سعادت رامنځ ته کوي.
(Nazism) نازیزم
د نازیزم کلیمه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د المان ادولف هټلر  په احساستي خبرو، غښتلی مشرتابه،نسل پرسته افکارو خلک دیته راوپرول چې د خپل قوم د حقوق دفاع وکړي چې په نتجیه کې یې یوه عالمګیره  بربادی رامنځ ته شوه.
نازیزم یوه تاوتریخ لرونکی ایدیالوژۍ ده، د ډیموکراسی مخالفت کوي او د لیبرالیزم ایدیالوژۍ سره په ټکر کې ده.
 
 (Socialism) سوشلزم
د سوشلزم کلیمه د لاطینی لفظ سوسیوس څخه اخیستل شوی چې د ملګري یا دوست معنه ورکوي. د سوشلزم ایدیالوژي د کارل مرکس د نظریاتو په نتیجه کې منځ ته راغله. د سوشلزم اساسی غوښتنه دا ده چې د انسانانو حقوق مساوي دي او باید د مالک او کارکونکی په منځ کې باید کوم فرق نه وي، ولی چې دا فرق په ټولنه کې یو طبقاتي  ټولنه رامنځ ته کوي. ددی ایدیالوژي پلویان وايي چې انسانان په خپلو کې ملګري دي نو باید یوځائ کار وکړي چې دا د ټولو لپاره غوره ده.
د سوشلزم یوه بنیادي غوښتنه دا هم دا چې دولت باید د هر شي مالک او حقدار وي او هر چا ته بایدد خپل ضرورت مطابق ورسیږي. سوشلزم افکار لرونکی وايي چې خوصوصی سازی یو خراب عمل دی. سوشلزم د ټولو مذهبونو مخالفت کوي. سوشلزم د سرمایه داري نظام سخت مخالفت کوي او فکر کوي چې دا په ټولنه کې  توپیر ته لمن وهي.
(Feminism)فمینیزم   
فمینیزم یو ټولینز پاڅون دی کوم چې د ښځو او سړیو په منځ کې برابري او مساوات غواړي. ددی ایدیالوژي پلویان غواړي چې د ښځو د حقوق لپاره مبازه وکړي اوفکر کوي چې د ښځه سره باید هغومره واک وي لکه څومره چې د یو سړي سره وي. دوئ فکر کوي چې ټولنه باید د مرد سالاري څخه خلاصه شي او د میرمن سالاري طرف  ته زور کوي او وایي چې باید ښځې سره ټول واک وي. دوئ وایي چې باید د ښځې او سړي ترمنځ هیڅ فرق نه وي.
دوئ واي چې باید ښځه هم د سړي په شان له کوره  ووځي او کار وکړي، پېسې وګټي  او د کور ښځه پاتي نشي. دوئ فکر کوي چې ښځه د سړي په شان هر کار کولئ شي نو باید د کارونو په تقسیم کې دیته ونه کتل شي چې دا ښځه ده او که سړي. دوئ وايي چې باید ښځې ته د سړي ومره معاش ورکړل شي.

(Fascism) فاشیزم
د فاشیزم کلیمه په اول ځل وروسته له هغه رامنځ ته شوه کله چې اېټالیا کې په کال ۱۹۲۲بینیتو موسولینی د اېټالیا ولسمشر شو، دئ یو قوم پرسته  وو نو ځکه خلک فاشیزم ددی پیدایښ بولي. فاشیزم  هغه ایدلوژي ده چې خلک ددی پلویان په تاوتریخوالی تورنه وي، دوئ د ډیموکراسی مخالفت کونکي ګڼي او فاشیزم ته د یو قوم پرسته ایدیالوژي په سترګه ګوري.
محترمو ورورڼو داسی نوری ایدیالوژیانۍ هم شته چې په ټولنه کې د بدلون کوښښ کوي لکه ایکولیزم او انارکیزم. هیله لرم چې تاسو به له دی مطلب څخه ګټه پورته کړي وي. الله جل جلاله د اسلام مبین دین د انسانانو د فلاح او سوکالۍ لپاره رالیږلی خو موږ بیا دانسانسی افکارو په عملي کولو سره غواړو ثبات، امنیت او پرمختګ راولو چې همدا سبب زموږ د بربادئ سبب ګرځي. الله دی په ټوله اسلامي نړې کې د خلافت نظام رامنځ ته کړي چې د اسلامي شریعت لاندی خپل ژوند تیر کړو. آمین

وسلام
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x