fbpx

روژه- د تربيې او اصلاح ځانګړی چاپېريال

ليکوال: علامه ابو الاعلی مودودي

ژباړن: احمدالله احمدزی

له سهاره تر ماښامه خوراک، څښاک او کوروالي نه کولو ته روژه ويل کيږي. د لمونځ په څېر دا عبادت هم د ګردو پېغمبرانو په شريعتونو کې فرض و، څومره پخواني امتونه چې تېر شوي، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د امت په څېر روژې يې نيولې، خو د روژو تعداد او وختونو کې يې توپير و.

نن سبا هم ګورو د دنيا ډېری مذهبونو پيروان روژې نيسي، که څه هم ځينو په کې له ځانه خبرې ځای کړي دي، چې د روژې خپل اصلي صورت پکې له منځه تللی.

الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. ژباړه: ای ايمان والو! پر تاسې روژه داسې فرض شوې، لکه څرنګه چې له تاسې مخکنيو امتونوباندې فرض شوې وه. له دې ايته معلومېږي، چې د الله تعالی له خوا څومره شريعتونه راغلي، يو هم د روژې له عبادته خالي نه و. روژه ولې فرض شوې؟ راځئ فکر وکړو، چې روژه کې کوم ځانګړی حکمت دی چې په هره زمانه کې پر خلکو فرض شوې.
د ژوند مقصد دالله تعالی بندګي ده:

د اسلام يوازينۍ موخه دانسان ټول ژوند دالله عبادت کول دي. انسان عبد يعنې بنده دی او بنده ګي يې اصل فطرت دی. د همدې لپاره انسان بايد په خپل خيال و عمل کې د يو ساعت لپاره ازاد او سر کش نه وي. ټول ژوند يې بايد په دې فکر کې وي، چې الله تعالی پر کوم شي رضا او پر کوم شي نارضا کيږي. همدا راز انسان بايد هغه کارونه وکړي ، چې الله تعالی پرې رضا کېږي او له هغو کارونو ځان وژغوري، چې الله تعالی پر خپه کېږي. انسان چې هر وخت دغه خبرې پر ځان عملي کړي، نو دالله تعالی د بنده ګۍ حق يې ادا کړ او دالله تعالی ددغې وينا “وما خلقت الجن و الانس إلا ليعبدون” مصداق شو.

عبادت د ژوند روزنه ده

د لمونځ،روژې، حج او زکات په نوم چې کوم عبادتونه پر موږ فرض شوي، مقصد يې د همدې ستر عبادت لپاره زموږ تياری دی، ددې عباداتو د فرض کېدو موخه دا نه ده، چې که موږ د ورځې پنځه وخته رکوع و سجده وکړه او په روژه کې مو دېرش ورځې له سهاره تر ماښامه لوږه تنده وزغمله، د مال دارۍ په صورت کې مو زکات ورکړاو په ټول عمر کې مو يو ځل حج وکړ، نو موږ د الله تعالی حق ادا کړ او له بنده ګۍ خلاص شو؛ بلکې د دې عبادتونو د فرض کېدو حکمت دادی، چې په واسطه يې د الله تعالی د بنده ګانو روزنه وشي او ټول ژوند په همدې طريقه دالله تعالی په عبادت کې تېر کړي؛ همدغه مقصد ته په کتلو راځئ وګورو چې روژه انسان څرنګه دې ستر عبادت لپاره تياروي.

روژه يو پټ عبادت دی

له روژې پرته چې څومره عبادتونه دي، له يوې لارې خامخا ښکاره کېږي، د بېلګې په توګه: لمونځ کې سړی کښته، پورته کيږي، رکوع او سجده کوي هرڅوک يې ويني؛ حج کې له لکونو انسانانو سره يو ځای يو لوی سفر کوي، زکات هم لږ تر لږه يو څوک ورکوي، بل يې اخلي. دغه ټول عبادات که کوو يا نه، حال يې نورو انسانانو ته معلومېږي.ددې پر خلاف روژه يو داسې عبادت دی، چې يوازې د الله تعالی او بنده تر منځ ځانګړی راز وي،که يوانسان دخلکومخکې پېشلمی وکړي او تر روژه ماتي په ظاهره هېڅ ونه خوري، ولې له خلکو پټ اوبه يا څه وخوري؛ له الله تعالی پرته هېڅوک نه پرې خبرېږي، ټول خلک به دا ګومان کوي چې دی روژه دی، مګر په حقيقت کې به يې روژه نه وي.

روژه د قوي ايمان نښه ده

راځئ دروژې پر دې حيثيت فکر وکړو، چې يو انسان رښتيا روژه نيسي او په پټه څه خوراک وڅښاک پکې نه کوي، په سخته ګرمۍ کې هم وږی، تږی ګرځي او په هېڅ حال خوراک او څښاک ته زړه نه ښه کوي؛ نو ددغه انسان پر دې څومره قوي ايمان دی، چې الله تعالی عالم الغيب دی، څومره قوي ايمان يې دی، چې که هېڅوک مې ونه ويني، مګر له الله تعالی هېڅکله هم نه شم پټېدای. په زړه کې يې دالله تعالی څومره ډار دی، چېهر رنګه سخت تکليف ګالي، خو دالله تعالی له وېرې هېڅ داسې کار نه کوي چې روژه پرې ماتيږي، داخرت په جزا و سزا يې څومره قوي يقين دی، چې ټوله مياشت نژدې څلور نيم سوه ساعته روژه نيسي او په دغه وخت کې د اخرت په اړه يې په زړه کې يوه زره شک هم نه پيدا کېږي. که روژه دار دا فکر وکړي، چې اخرت به وي کنه او ثواب و عذاب پکې وي کنه؛ نو هېڅکله به هم دی خپله روژه پوره نه کړي.

يوه مياشت پرله پسې تمرين

الله تعالی هر کال يوه مياشت پر له پسې د مسلمان ايمان ازمويي او چې له دې ازميښته څومره هسکه غاړه راوځي،هغومره يې ايمان مضبوط وي. لکه دا چې د ده امتحان وي. موږ او تاسې چې کله يو چا سره څه امانت ږدو نو اول يې دايماندارۍ جاج اخلو؛ که په دغه امتحان کې بريالی شو، نو موږ او تاسې ورسره خپل امانت ږودو او د ډېرو امانتونو جوګه يې بولو.همدارنګه الله تعالی ټوله مياشت هره ورځ له څوارلس تر شپاړسو ساعتونو پورې له موږ امتحان اخلي، چې څوک پکې کامياب شي، نوره وړتيا پکې هم پيدا کېږي، چې له الله تعالی ووېرېږه او نور ګناهونه هم پرېږده او الله تعالی په حقه عالم الغيب وګڼه او په پټه او ښکاره د الله تعالی قانون مه ماتوه، تل د قيامت هغه ستره او خطرناکه ورځ په ياد لره چې هر څه به را ښکاره شي او الله تعالی به د هرې نېکۍ بدله پر نېکۍ ورکوي او د بدۍ بدله پر بدۍ. ددې ايت مطلب همدغه دی چې الله تعالی فرمايي : ای ايمان والو! پر تاسې روژه داسې فرض شوې لکه څرنګه چې له تاسې پر مخکنيو امتونوفرض شوې وه.

دالله تعالی د بنده ګۍ اوږد تمرين

دروژې يوه ځانګړنه دا هم ده چې تر ډېره وخته د شريعت د احکامو پرله پسې پيروي پکې ده، د لمونځ وخت له څوشېبوډېر نه وي، دزکات داداکولو وخت هم ټول کال کې يو وار راځي، حج کې که څه هم وخت ډېر تېرېږي، ولې په ټول عمر کې يو ځل راځي او هغه هم د ټولو لپاره نه. ددې ټولو پر خلاف، روژه هر کال پوره يوه مياشت د اسلامي شريعت د اتباع تمرين درباندې کوي، سهار پېشلمي ته جګ شه په پلاني وخت خوراک، څښاک بند کړه د ورځې پلانی کار کوه، پلانی مه کوه، ماښام په ځانګړي وخت روژه ماته کړه، بيا ډوډۍ وخوره، ورپسې تراويح وکړه. دغسې هر کال ټوله مياشت له سهاره تر ماښامه او له ماښامه تر سهاره دپوځيانو په څېر اوږد تمرين کوياو بيا يې يوولس مياشت پرېږدي، چې دغه يوه مياشت کې يې څومره تربيه حاصله کړي وي، اغېزې يې پرې را ښکاره شي او چې څه کمی پاتې وي، دبل کال په تمرين کې يې پوره کړي.

د روزنې لپاره ځانګړی ټولنيز چاپېريال

د دغسې تربيې لپاره يو يو نفر جلا جلا تيارول مناسب کار نه دی، موږ او تاسې پوځ کې وينو چې هر کس ته جلا جلا زده کړه نه ورکوي،بلکې ټول پوځ يو ځای د خپل قومندان امرونه پر ځای کوي، چې يو ښه ټولی ترې جوړ شي او له دې سره سره دوی د يو بل تربيه کې همکاري وکړي، يعنې چې ديو نفر په تربيه کې څه ستونزه پاتې وي دويم يې ور پوره کړي او…. همداراز په اسلام کې هم د رمضان مياشت دروژې د عبادت لپاره ځانګړې شوې ده او مسلمانانو ته امر شوی، چې ټول دې په يو وخت روژه ونيسي. دغه حکم له انفرادي عبادته اجتماعي عبادت جوړ کړی لکه څنګه چې د يو عدد ته په لکونو کې ضرب ورکړو، نو د لکونو عدد ترې جوړېږي، همدارنګه د يو انسان د روژې ډېرې اخلاقي او روحاني ګټې وي د لکونو ملياردونو انسانانو روژې چې سره يو ځای شي څو، مليارده ترې جوړيږي. رمضان د روژې ټوله مياشت د نېکيو او پرهېزګارۍ پر روح بدلوي، ټول ولس کې د تقوا ماحول وي هر روژه دار نه يوازې خپل ځان له بدو کارونو ژغوري، بلکې نور مسلمانان وروڼه هم د نېکۍ کارونو ته را بلي، هر سړی د روژې نيولو سربېره په ګناه کولو شرمېږي د هر چا په زړه کې پخپله د نېکۍ خواهشات او غوښتنې زياتيږي،چې راځه د ثواب يو کار وکړه، يو غريب ته ډوډۍ ورکړه يو چاته جامې ورکړه او که چېرته ښکاره د بدۍ کارونه کېږي، منعه يې کړه د تقوا او نېکي يو چاپېريال جوړ وي،لکه څرنګه چې د هرې مېوې خپل موسم وي، همدارانګه روژه هم د نېکو کارونو دکولو او خپرولو موسم دی، پر همدې اساس نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د انسان هر عمل له لسو تراووسوو درجو زياتېږي،مګر الله تعالی فرمايي چې روژه ترې مستثنا ده، ځکه چې روژه خاص زما لپاره ده او زه چې څومره وغواړم بدله يې ورکوم.

له دې حديث شريف څخه معلومېږي، چې د نېکي کوونکي تر نيت او د نېکي د نتيجې له امله ټول اعمال زياتېږي او د زياتوالي لپاره يې يو حد وي، خو د روژې د ثواب او اجر د زياتوالي هېڅ حد نه شته . رمضان چې د خير و صلاح مياشت ده او په دغه موسم کې يو نه، بلکې په لکونو،مليونو انسانان د نېکۍ دغه باغ خړوبوي،له همدې امله يې ثواب بې اندازې دی، دې مياشت کې چې څومره په ښه نيت عمل وکړای شي، ثواب يې هغومره زيات دی، څومره چې د روژې له برکتونو ګټه ترلاسه کړئ هغومره ګټه به مو نورو وروڼو ته هم رسي او بيا چې څومره يې اغېز تر نورو يوولسو مياشتو پاتې کېږي همدومره به د نېکۍ کارونه خپرېږي او که موږ او تاسې پخپله دا ستر عمل محدودوو، دا زموږ خپله ګناه ده.

د عباداتو نتيجې ولې نه ښکاري؟

دروژې د اغېزو په لوستلو به تاسې فکر کوئ، چې دا اثرات خو موږ نه وينو، موږ لمونځونه هم کوو،روژې هم نيسو، خو نتيجې يې نه ښکاري. ځواب يې دادی چې موږ او تاسې اسلام ټوټې-ټوټې کړی او له ځانه مو پکې ډېر شيان زيات کړي، نو په داسې حال کې موږ د ښو نتيجو هيله نه شو لرلای، بل لامل يې دادی چې موږ او تاسې د عباداتو په اړه غلط فکر کوو، موږ داسې فکر کوو، چې له سهاره تر ماښامه دخوراک او څښاک نه کولو ته روژه ويل کېږي. همدارانګه د نورو عباداتو په اړه، موږ يوازې ظاهري شکل ته عبادت وايو او دعبادت اصلي روح، چې بايد زموږ په هر عمل کې وي، زموږ ۹۹٪ مسلمانان ترې غافل دي. له همدې امله زموږ عبادات خپلې اغېزې نه ښيي، ځکه اسلام پر نيت، پوهه او عمل منحصر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د