افغانستان

حکومت د چهاردرې ولسوالۍ د نيولو ادعا وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۴ل): د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې دوی چهاردرې ولسوالۍ له طالبانو ونيوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ادعا وکړه، چې دولتي عسکرو چهاردرې ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيوله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې د دولتي چارواکو ادعا بې بنسټه او «درواغ» وبلله او زياته يې کړه، چې چهاردره او دشت ارچي ولسوالۍ اوس هم د دوی په لاس کې دي.

ذبيح الله مجاهد زياتوي، چې امنيتي ځواکونو غوښتل، چې د چهاردرې ولسوالۍ پل سيمې له لوري پر طالبانو بريد وکړي، مګر دوی يې بريد په شاتمبولی.

طالب وياند د دولت له لوري د ولسوالۍ نيول يوازې تبليغاتي هڅه وبلله او ټينګار کوي، چې ولسوالۍ دوی نيولې او تر پايه به يې دفاع کوي.

د ديادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې کندز کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوي، چې له امله يې وړمه ورځ طالبانو چهاردرې ولسوالۍ او تېره ورځ دشت ارچي ولسوالۍ ونيوله.

د کندز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وايي، چې طالبان د ښار مرکز ته رارسېدلي او مرکزي دولت تر اوسه هېڅ نظامي مرسته نه ده کړې او که حالات همداسې دوام وکړي، نو طالبان به ډېر ژر د کندز مرکز ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا خو د حکومت د پاره ډیره اسانه خبره ده ، د هغه ولسوالی اوسنی صورت حال دی په ویدیو یا خپلو تلویزونونو کی وښییی مګر نه دا چه د مخکی وخت کومه ویدیو یی وښیوی هغه هم خلک پیژنی ، لکه طالبان چه کومه ولسوالی ونیسی څه وخت وروسته یی ویدیو ګانی خپروی او عملی بڼه کی خپلی میړانی تمثیلوی ، تاسی ولی د اکار نه کوی که رښتینی یاست . دا نیول او رانیول به چنګ کی عادی خبری دی کیدی شی اشغلګر درسره په هوایی او زمینی بمبارد کی مرسته وکړی ، مګر مهمه دا ده چه… نور لوستل »

ف-ا

یاره استاده وایم راشه تا ریس جمهور کړو. خبری خو ډیری د خوند کوی. زانته پخپله هم حاجی وایی هم استاد نو ختما به د تهجد لمونځونه هم کوی. روژی نیولو کی خو د شک نشته. خو استاد محترم. یو لژ موضوع ته تو جه غواړم هغه دا چی دا جنګ د مسلمانی او کفر ندی. دا د افغان کور د تحزیی جنګ دی چه ټیکه یی پنجاب آخستی او په مفت یی زموژ خپل خلک د اسلام تر نامه لاندی ورته پلی کوی. او ځینی هوښیار استادانه ورته تبلیغی جنګ وی. افسوس که هغه احساستی ځوان د خپل ملک… نور لوستل »

Noor

ف صاحب: بیانزی صاحب ته الله جل جلا له پدي کي رزق لیکلي دي په پردی رزق کي لغتي مه وهه څوک لیاقت نلری پوهه نلری هغه حتمآ د يو چا لپاره په خپل اولس زړه یخوي ځکه بادار خو يي په غیر ددی پیسی نه ورکوی څوک د افغانانو څخه د امریکایانو انتقام اخلي، څوک به اردو او پولیس او طالب په نوم ځوانان وژنی او به تبلیغات کوي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x