نظــر

د ولس د ځورولو او كړلو سيالي

د ادى د روان لمريز كال يوه تعليمي مياشت تېره شوه خو لا هم زما د عروس
البلاد ټاټوبې په ځينو سيمو كې د معارف پر وړاندې ستر خنډونه پراته دي،
دا خو پرېږده چې زموږ معصومې وړې خويندې له وخته وخته له زدكړې محرومې
دي، بلكې اوس زموږ  له ناينه ماشومانو څخه هم د زده كړې حق اخيستل شوى

دى.
په ځينو بريښنايي رسينيو كې مې ولوستل چې د غزني په څو ولسواليو كې وسله
والو طالبانو د مكتبونو دروازې له دې امله د زده كوونكو پر مخ تړلې دي چې
حكومت ولې پر موټرسايكلونو بنديز لګولى دى،  كه له يوې خوا حكومت په عامه
كچه د خلكو په ستونزو ډېرولو كې برخه اخيستې، له بله پلوه طالبان هم ترې
وروسته نه دې پاتې شوي بلكې تر حكومت لا يو ګام مخكې شوي هم دي، زموږ
معصوم ماشومان له الهي نعمت څخه محروم كړي دي.
زموږ يو خپلوان چې په دې نزدې ورځو كې له غزني څخه كوټې ته راغلى و، ويل
يې د كال په پيل كې طالبانو د غزني په څو ولسواليو كې د مكتبونو مديرانو
ته ويلي و، چې مكتبونه به له حكومت سره يوځاى نه پيلوى، د حمل مياشتې تر
۱۰ مې نېټې پورې ټول مكتبونه له همدې امله بند ول خو بيا هم شاګردان خوښ
ول چې خير دې دا لس ورځې به تېرې شي، د لسو ورځو له تېريدو وروسته ټول
زده كوونكي په ډېره خوښۍ مكتبونو ته ولاړل، د نويو ټولګيو كتابونه لا نه
ورته توزيع شوي، چې د طالبانو له خوا د مكتبونو مديران او معلمان را ټول
كړى شول او ورته وويل شول چې تر څو چې حكومت د موټر سايكلو پر سر لګول
شوى بنديز پورته نه كړي، مكتبونه به بند وي.
حكومت د موټر سايكلونو په ګرځولو له دې امله بنديز لګولى چې ګوندې طالبان
ورباندې تګ راتګ كوي، په داسې حال كې چې طالبان د پخوا په څېر اوس هم په
سيمه كې په ازادانه ډول په موټر سايكلونو تګ راتګ كوي، ځكه په هغې سيمو
كې چې دوى ګرځي حكومتي ځواكونه هغو سيمو ته نشي ورتلاى، د حكومتي پوستو
او ښار خواته دوى نه ورځي.
د حكومت د دغه اقدام زيان هم يواځې عامو خلكو ته متوجه دى، ځكه عام خلك
چې د خپل كار وبار لپاره به يې بازارونو او يا هم نورو ځايونو ته په موټر
سايكلو تګ راتګ كاوه او خپلې كورنۍ ته به يې يوه ګوله ډوډۍ پيدا كوله،
اوس مهال خو يا بيخې هغه ټول كارونه ورنه پاتې دي، يا كه يې تر سره كوي
هم په ډېر مشكل سره د خپل كار ځايونو ته ځان رسوي. د حكومت دغه كار يواځې
د عامو خلكو پر كار وبار باندې ضربه وارده كړې ده، د طالبانو لپاره هيڅ
كومه ستونزه نشته هغوى اوس هم تر خپل واك لاندې سيمو كې په پوره ډاډ په
موټر سايكلو تګ راتګ كوي.
كه له يوې خوا د سيمه ييزو حكومتي مقاماتو دغه نا سنجول شوي اقدام خلك له
مادي فقر سره مخ كړي دي، خو طالبان بيا تر دې هم مخكې شوي دي،  په دې
بهانه چې ولې حكومت په سيمه كې پر موټر سايكلو بنديز لګولى، د ماشومانو
پر وړاندې يې د مكتبونو دروازې تړلې دي او غواړي خلك له معنوي فقر سره مخ
كړي. په دې معنى چې په ياده سيمه كې حكومتي ادرو او وسله والو طالبانو د
عامو خلكو د ځورولو سيالي پيل كړې ده.
دا چې په بېلابېلو پلمو د عامو خلكو د ځورولو لپاره ولې دا ډول سيالي تر
سره كېږي، ولې مو د خلكو د كار پر وړاندې خنډونه جوړېږي، ولې موماشومانو
له تعليم څخه محرومول كېږي، ولې حكومت او وسله وال طالبان زموږ د ځوريدلو
او كړيدلو هېوادوالو پر وړاندې داسې له انصاف نه لري چلند كوي، بايد
حكومتي مقامات او د طالبانو مسوولين ورته ځواب ووايي. ځكه حكومت ادعا كوي
چې دوى غواړې زموږ هيوادوالو ته د كار اسانتيا وې را منځ ته كړي او
طالبان بيا هر وخت له رسنيو سره په خبرو كې وايي چې دوى هيڅكله خلك له
تعليم نه نه منع كوي، خو اوس يې دا دى ټول د سر په سترګو ګورو چې د دواړو
لوريو له خوا په سيمه كې څه روان دي! كه په موټر سايكل سپور سړى په سيمه
كې د حكومتي كسان له لوې وليدل شول، وهل ډبول خو څه كوې آن د وژلو امر يې
شوى دى، همدارنګه د طالبانو لورې  له يوې مياشتې را هيسې د غزنې په څو
ولسواليو كې يواځې په همدې بهانه د مكتبونو دروازې زموږ د معصومو
ماشومانو پر مخ تړلې دي.
نو ايا په كوم قاموس او قانون كې داسې لاره شته چې يوه ټولنه دې په لوى
لاس د جهالت كندې ته ورټيلوهل شي؟ ايا دا به زموږ له ماشومانو سره جفا نه
وي؟ الله ج چې له هغې نجلۍ څخه چې ژوندې تر خاورو لاندې شوې ده د (باى
ذنب قتلت) پوښتنه كوي، زموږ له ماشومانو به په ورځ د قيامت دا پوښتنه ونه
كړي چې تاسې چا د جهالت كندې ته وغوځولئ؟ ايا د قيامت په ورځ به زموږ د
ماشومانو لاس ستاسې ګريوان ته در ونه رسېږي؟ الله ج د هيچا حق نه ضايع
كوي، بلكې خامخا به هر څوك د خپل عمل سزا وويني.
ښكلا پښتنه  – كوټه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x