د سمارټ فون په مرسته خپل کمپیوټر کنټرول کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۴ل): د کمپیوټر چېپ جوړوونکی مشهوره کمپنۍ اینټل (Intel) د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره داسې اپلیکیشن جوړ کړی چې په مرسته يي له لرې فاصلې خپل کمپیوټر کنټرولولی شئ.

اینټل (Intel) کمپنۍ اعلان وکړ چې دغې کمپنۍ د انډرایډ اپریټنګ سیسټم کاروونکو لپاره داسې اپلیکیشن جوړ کړی چې له لرې څخه هم کاروونکي کولی شي خپل کمپیوټر کنټرول کړي.

د دغې کمپنۍ په وینا کاروونکي د دغې اپلیکیشن په مرسته یوازې هغه کمپیوټر کنټرولولی شي چې د ویڼډوز ۷ (Windows 7) یا وینډوز ۸ (Windows 8) اپریټنګ سیسټم په کې ښکته شوی وي.

د سمارټ فون په مرسته خپل کمپیوټر کنټرولولو لپاره باید خپل سمارټ فون او کمپیوټر دواړو کې ویڼدوز ښکته او له یو وای فای (WiFi) سره وصل شي ځکه چې په دې طریقې سره دواړه سمارټ فون او کمپیوټر یو بل سره وصل کیږي.

د دغې اپلیکیشن په سکرین ټول هغه اپشنونه کاروونکو ته ښکاري چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي خپل کمپیوټر کنټرول او خپل د خوښې کار عملي کړي.

په سکرین له یوې ګوتې ټچ کولو سره چپ کلیک او په سکرین د دوه ګوتو ټچ کولو سره ښي کلیک او په سکرین لاس ګرځولو سره د پاڼه ښکته او پورته کیږي.

له دې وړاندې ځینې نورو کمپنیو هم له سمارټ فون څخه د کمپیوټر کنټرولولو اپلیکیشنونه کاروونکو ته وړاندې کړي وو خو د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د اینټل لخوا جوړ شوی دغه اپلیکیشن له ټولو څخه اسانه ده.