fbpx
quran kareem1

سلف او روژه (30/6)

لیکوال: حامد افغان

سلف او قران

له قرانکریم سره د صحابه کرامو او سلفو د میني، زیاتو اړیکو او په لنډ وخت کې د ختمولو په اړه کله سړي ته اندیښنه پیدا شي چې ایا دومره زیات تلاوت به شونی او ممکن وي؟! ایا ممکنه ده چې د قرانکریم تلاوت ته دومره زیات وخت ورکول شي، سړی فکر کوي له قرانکریم سره د دوی د میني او زیات تړاو کیسې به خیالي روایات وي او دا به د ځیني راويانو مبالغه او زیادت وي.

که موږ د هغوی د ژوند حالات او د هغوی تمايلات په دقیقه توګه له غور لاندي ونیسو پوه به شو چې زموږ اندیښنې بیځایه دي او له قران سره د هغوی د میني په اړه روایات کره او پاخه دي، ځکه هغوی دنیا طلاقه کړې وه او د قران مینه یې په رګونو کې اغږل شوې وه، د هغوی راحت او ارام په قران او د الله په خبرو کې وو، له دنیا او د دنیا له برق او زرق سره یې اړیکي شلولې وې، زموږ ذهنونه خو دنیا او د دنیا ارام او خوندونو ترلاسه کولو ایل او مسخر ګرځولي دي او له دنیا سره د دومره زیاتو اړیکو او میني سره د قران مینه کمزورې او په نشت شمار ده، نو ځکه مو له قران سره د هغوی د میني خبري زړونو ته ښې نه ښکته کیږي.

په دې اړه د المغرب الاقصی تیونس د مشهور مجاهد عالم الإمام أبو الحسن علي النوري الصفاقسي (1053هـ1117هـ) رحمه الله له کتاب: (غيث النفع في القراءات السبع) نه دا لاندي خبري را اخلم.هغه لیکي: هغو نېکو انسانانو به شپه ورځ، په سفر او حضر کې او په صحت او ناروغي د قرانکریم تلاوت نه پرېښوده، د قرانکریم د ختمولو په اړه د هغوی مختلف عادات وو، ځینو به دوو میاشتو کې قرانکریم ختماوه او ځینو یوه میاشت کې، او اکثرو به په لسو شپو کې اتو شپو کې او اوو شپو کې ختماوه، داراز ځینو به شپږو، پنځو، څلورو، دریو، دوو او آن یوه شپه کې هم ختماوه. کومو خلکو چې په دومره کم وخت کې قرانکریم ختماوه هغوی لکه: عثمان بن عفان اوتميم الداري – رضي الله عنهما- او سعيد بن جبير، مجاهد بن جبر المکي او امام الشافعي رحمهم الله.

او داسي کسان هم وو چې په شپه او ورځ کې به یې دوه ځله قرانکریم ختماوه، لکه امام البخاري رحمه الله، ده به په روژه کې په شپه او ورځ کې دوه ځله قرانکریم ختماوه، خپلو ملګرو او شاګردانو ته به یې ماخستن په لمانځه کې قران پیل کړ او ختم به یې کړ، سهار به یې بیا پیل کړ او ترماښامه به یې ختم کړ.

مالك بن دينار او أبو يحيى البصري رحمهما الله تعالی د قران تکړه حافظان وو، دواړو به هره ورځ قرانکریم ختماوه، کله به چې په کوم لفظ کې غلط شول وبه یې ویل: دا زما د ګناه لامله غلط شوم، او الله پخپلو بندګانو ظلم نه کوي.

حسن بن صالح الکوفي رحمه الله د عراق د کوفي مشهور امام و، ده یوه مور لرله او یو یې د ” علي ” په نوم ورور و، دوی به په دریوواړو سره په شپه کې قران ختماوه، لس سیپارې به ده تلاوت کاوه، لس یې مور او لس یې ورور، کله یې چې مور مړه شوه دواړو وروڼو به په شپه کې ختماوه، او چې ورور یې مړ شو بیا به حسن رحمه الله یواځي ختماوه.

او امام أبو حنيفة رحمه الله تعالی به هره شپه سپیده دم مهال قرانکریم ختماوه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لبيب
میلمه
لبيب

حامد صیب الله مو راته ژوندی لره یوه ارزو م درلوده چی غواڑم چی اسلامی لیکنی وکڑم لیکن ستا غوندی یو مصحح ته
اڑتیا لرم چی نظر ثانی ورباندی کوئ .
او خاصة د پختو د گرامر سره برابر شی .
تاسی ته زه خپل ایمیل ادرس پریدم چی ما ته یو میسج وکڑئ بيا به د هغي لاري نه رابطه ساتو.
اجركم علي الله
اخوكم
لبيب
[email protected]