افغانستان

باميان: ورث ولسوالي کې د ښوونځي زده کوونکې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د باميان ولایت په ورث ولسوالي کې د یو ښوونځې ګڼې زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د باميان ولایت د پوهنې رییس محمد رضا وايي چې د نامعلومو کسانو له لوري د یو ښوونځې پنځه دېرش زده کوونکې مسمومې شوې دي.

هغه وايي چې د مسموم شویو زده کوونکو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

تر دې وړاندې هم د بامیانو په پنجاب ولسوالي کې تر دېرشو ډېرې زده کوونکې مسمومې شوې وې چې نه يې عاملین موندل شوي دي او نه يې هم د بيا پښېدو د مخنیوي لپاره څه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د جوزا په ۲۳مه په هرات کې هم د یو ښوونځي ګڼې زده کوونکې مسمومې شوې وې.

دغه پېښه د هرات په مرکز کې بادغ دشت سیمې ته څېرمه په استقلال لېسه کې رامنځته شوې وه.

یاده دې د مسمو کېدلو ډېرې پېښې د ښځينه زده کوونکو په ښوونځیو کې رامنځته شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x