نظــر

د افغانانو پت كه د يونيسيف اندېښنه

لارښود شاعر علامه اقبال لاهوري  د افغانانو لرغونى، سمسور او گلورين هېواد د آسيا زړه بللى؛ نو، ځكه څومره ، چې زړه خوشاله او بېغمه وي هومره به  عقل، دماغ او تفكر په ځاى وي. د آسيا دغه زړه تل خوشاله او سمسور و.

د ملگرو ملتونو ملاتړ ادارې يونيسيف په دې وروستيو كې د افغان ماشومانو په اړه خپله يوه اندېښنه په ډاگه كړې، چې: په افغانستان كې د جگړې په تېزيدو ممكن ډېرې كورنۍ اړ شي، چې خپل كوچنيان اروپايي هېوادونو ته د غيرقانوني كارونو لپاره واستوي. د جنوبي آسيا لپاره  د يونيسيف د ادارې سيمه ييز مشر دانيل تول په كابل كې خبريالانو ته وويل:  موږ له دې كبله اندېښنه لرو، چې ممكن په راتلونكي كې له دې هېواده  بهرته د ډېرو كوچنيانو د تلو شاهدان واوسو. ښاغلي تول ټينگار كړى، چې دا اداره اروپايي هېوادونو ته د يو زيات شمېرماشومانو د ورتگ شاهده ده؛ خو نوموړي په دې اړه دقيق شمېر ور نه كړ.

دا، چې دانيل تول ويلي: ډېرې كورنۍ خپل ماشومان د دې لپاره اروپايي هېوادونو ته نه ليږي، چې زده كړه وكړي، بلكې د دې لپاره يې ليږي، چې كه په برتانيا، فرانسې يا ناروې كې كار وكړي؛ د دوى اقتصاد هم ور سره ښه كيږي.

ښايي د يونيسف دا مشر په كوم يو هغه هېواد پورې اړه ولري، چې پوځيان يې له امريكا سره د مرستې لپاره په افغانستان كې جنگيږي. ده به پخپله دا د سر په سترگو ليدلې وي، چې نه يوازې د افغانانو مقدساتو ته هر اړخيز سپكاوى كيږي، بلكې هېوادوال پوځيان يې د شپې له خوا د خلكو د كورونو دروازې ماتوي، په زوره ورننوزي نقد و جنس يې  په ډېره بې رحمۍ راټولوي. حتا د ښځو غوږ والۍ او چارگل  په دومره شدت راباسي، چې پوزو او غوږونو ته يې تاوان رسيږي. دوى سپين سرې ښځې،  سپين ږيري معزرين او ماشومان وژني او ځوانان يې له ځان سره خپلو ځانگړيو زندانونو ته ليږدوي، چې نه د افغانستان حكومت او نه د دوى غاصبو كوماندانانو ته معلوم دي او بيا يې هلته تر راز راز تعذيب لاندې نيسي؛ نوكان ترې باسي او تر بيهوشۍ يې رسوي.

د رسنيو د چلوونكيو دې كور ودان وي، چې پر لس كلن وحشت سربېره يې د كندهارپه پنجوايي كې د روان ۱۳۹۰ ل كال د كب په ۲۱ شپه  د امريكايي وحشت له وروستۍ ډله ييزې وژنې او بد اخلاقۍ پرده پورته كړه؛ نړۍ او هېوادوال يې پرې خبر كړل. حتا ما اوريدلي، چې د پنجوايي په ټولوژنه كې مړي  سوځول شوي، ژوندي  او ټپيان د سپيو پر گلو داړل شوي او د جنسي تېريو هڅې شوې دي.

ښاغلى دانيل تول! تاسې پخپله فكر و كړئ، چې پر لرغوني او تاريخي افغانستان امريكا او په ناټو كې شامل د ۴۴ هېوادونو ملگرو نيواكي او اشغالي بريد كړى او كه  د افغانستان خلكو؟

كله هم تاسې د ملگرو ملگرو ملتونو د موسسې د يو مشر په توگه بانكي مون پوښتلى، چې پريو كوچني او غريب افغانستان د څه نا څه ۴۴ هېوادونو، چې ټول د اسلام، اسلاميت او مسلمانانو دښمنان دي؛ د اشغال بريد كول د دغې موسسې له كومو نورمونو او مناشرو سره سمون خوري؟

كله، چې پر يوه كوچني افغانستان دومره تالانگر او له وحشت ډك هېوادونه اشغالي بريد وكړي؛ اوسيدونكيو ته به يې غوره نه وي، چې د ژوندي پاتې كيدو لپاره خپل كوچني ماشومان بهرنيو هېوادونو ته د قاچاقبرانو په واسطه د پيسو په مقابل كې، چې هغه به هم په سود او گټه اخلي، واستوي؟

تاسې كه د افغانانو د بچيانو دومره غمخوار ياست د ملگرو ملتونو سر منشي بانكي مون ته وواياست، چې د اشغالگرو هېوادونو لاسونه ونيسي او بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وباسي. پريږدي، چې افغانان پر يوه ټغر كښېني او خپله ملي او ځانگړې ستونزه پخپله حل كړي؛ ځكه، چې افغانان په خپلو كې گډه ژبه لري او خپلې شخړې د مركو، جرگه گيو او جرگو له لارې حل كوي.

په دې زړه مه دردمنوئ، چې د افغانستان نازولي بچيان بهرنيو هېوادونو ته د كار او مزدورۍ لپاره ځي! په دې زړه ودردوئ، چې هره ورځ ستاسې د وطندارانو- اشغالگرو ځواكونو له لاسه په سلگونه پښتانه وژل كيږي، ښځې كونډې كيږي او ماشومان يتيم پاتې كيږي.

په دې هېواد كې ستاسې د هېوادوالو پوځيانو او كوماندانانو له لاسه ډول ډول ناورينونه زيږي. دا له تاسې سره د متحدې جبهې گډه كورنۍ او بهرنۍ هيله وه او ده، چې په افغانستان كې فدرالي حكومتونه جوړ؛ واحد افغانستان ووېشل شي او د هرې برخې پښتانه د ځان، مال او نواميسو له خطر سره مخ شي.

دا ستاسې د هېوادونو د شاهانو او ولسمشرانو سپارښت دى، چې په افغانستان كې دې واليان او ولسوالان انتخابي شي، چې په آسانه خلك ووژنئ. دا پرېكړه پرافغان دولت هم تپل شوې، چې ووايي: افغان دولت پرېكړه كړې، چې له دې وروسته به واليان او ولسوالان انتخابي وي.

  افغان كارپوهانو په دې اړه نيوكه كړې، چې چارواكي به خپل كسان دروي او كاميابوي؛ خو دولتي چارواكي وايي، چې دا به د چارواكو تر منځ د غوره كاركردگۍ يوه زړه راكښونكې سيالي وي. څوك، چې ښه وړتيا او د خلكواعتماد ولري؛ نو واك كې به راځي! سياسي څارونكي دا يوه ناكامه تجربه بولي.

د سياسي كارپوهانو نظريه په ځاى ده. هر څوك به خپل ټوپكسالار او كوماندانسالار وړاندې كوي او مقرريږي به. همدا اوس، چې كوم ولسوال له يوه ځاى څخه بل ته تبديليږي خپل اساميان او باډي گاردان تر چپړاسي پورې له ځان سره بيايي او، چې كله واك دوى ته وركړ شي؛ نو بيا راځي.

د واك و ځواك په دې ژرنده كې تل افغانانو د پت او خپلواكۍ غوښتنې هڅه كړې او بريالي شوي هم دي. اوس دې سر پې خلاص شو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x