نظــر

عیسی خان څوک چپه کړي دي؟

همایون تږی

تېره ورځ د ولسي جرګې تالار په داسې حال کې د څو تنو سرتېرو بریدګرو تر برید لاندې راغی چې د ولسمشر دوهم مرستیال او د دفاع نوماند وزیر د پارلمان تالار ته د ننوتلو په حال کې وو.

د برید په اړه د دروغو لړۍ له هغه وخت پیل شوه چې د ولسي جرګې رییس وویل: شارټي برق است! دا لړۍ پسې وغځېده او د عیسی خان په نامه یو لغماني اعلان وکړ چې شپږ بریدګر یې په پنځو دقیقو کې وژلي. اوس تازه راپورونه وايي چې دوه نورو عسکرو دعوه کړې چې یوازې عیسی خان بریدګر نه دی وژلي بلکې دوی هم چپه کړي.

دا چې عیسی خان له اول څخه همدا پلان درلود چې خلکو ته په دومره لوړه سویه فریب ورکړي او که تصادف او خپلو باټو په داسې جال کې راګیر کړ چې اوس ترې نه ځان خلاصولای شي او نه ثبوت وړاندې کولای شي، د نوموړي د فزیکي او رواني وضعیت تر مطالعې وروسته دوهم احتمال حقیقت ته ډیر نږدې ښکاري.

عیسی خان په پیل کې د یو خبریال د غولونې لپاره لافې وویشتې چې شپږ کسان یې په پنځو دقیقو کې وژلي، هغه فکر نه کاؤو چې دده لافې به دومره ژر رسنیزې شي اوخلک به یې ومني. ما چې له پیښې څو ساعته وروسته نوموړی د طلوع تلویزون په سټوډیو کې ولید په څېره کې یې اوچته محسوسیده چې له دغسې یو غیر مترقبه حالت سره مخامخ دی او ډارېږي که ژورې پوښتنې ترې وشي په خپلو دروغو کې به بند راشي.

ما د یک تلویزون هغه ویډیو ولیدله چې عیسی خان په کې څو تنو وژلو شوو کسانو سر ته ناست دی چې ساده جامې یې په تن او څپلکې يې په پښو دي او دعوه کوي چې ده پخپل لاس وژلي دي. ما ته پوښتنه پیدا شوه، غوښتل مې دا پوښتنه د فیسبوک له احساساتي ځوانانو وکړم، خو چون په فیسبوک کې داسې رواج دی چې کله څوک په خبره کې رابند او بې ځوابه کړې بیا پنجاب او آی ایس آی ته کنځل کوي او په دې ډول ځان خلاص کړي.

پوښتنه دا ده چې تر اوسه کوم ډله ییز سرتیري بریدونه شوي، کله هم داسې نه دي پیښ شوي چې سرتیرو په عادي جامو کې په داسې حساسو سیمو بریدونه تر سره کړي وي، بلکې د چارواکو په خپل اعتراف سره بریدګرو د افغان ځواکونو یونیفوروم په تن کړي وي او له همدغه یونیفوروم څخه په استفادې له امنیتي کمربندونو تیر شوي وي.

ما چې د عیسی خان مخې ته پراته مړي ولیدل سوال راته پیدا شو چې دا وژل شوي کسان څوک دي؟ ایا داسې خو به نه وي عیسی خان هغه ملکي وګړي چپه کړي وي چې امنیتي مسئولینو یې په پروني برید کې د وژل کیدا خبر ورکړ؟

د برید پر مهال به خبریالانو د چاودنو حساب نېوه او رسنیو به راپور ورکاؤ چې لسمه چاودنه وشوه، یوولسمه چاودنه وشوه، دولسمه…که شپږ واړه بریدګر لغماني عیسی خان چپه کړي وي نو دا چاودنې چا کولې؟

عیسی خان ادعا کوي چې په پنځو دقیقو کې يې برید ته د پای نقطه کېښوده، ایا له دې څخه نه معلومیږي چې پاتې ۵۵ دقیقې ډزې په عامو خلکو کېدلې او ملکي وګړي د حکومت په ډزو وژل شوي او د عیسی خان په اصطلاح چپه شوي دي؟

امنیتي چارواکي خو وايي چې بریدګر د پارلمان ترڅنګ یوې نیمه ابادې ودانۍ ته ننوتلي وو، که داسې وي نو عیسی خان په کوم وخت کې چپه کړل؟ ایا له ودانۍ بیرته راکوز شول تر څو پرې عیسی خان ټق وکړي او که ودانۍ ته له ختلو مخکې عیسی خان چپه کړل او بیا ودانۍ ته وختل؟

دا هغه پوښتنې دي چې پنجاب او آی ایس ای ته په کنځلو کې نه ځوابیږي، بلکې تر لږ سوچ او فکر وروسته سړی دې نتیجي ته رسېږي چې عیسی خان ته د چرسو په نشه کې هر انسان فدايي بریدګر برېښېد او د بې ګناه ولسي وګړو کورنۍ یې د ویر په ټغر کښینولي دي.

په هر حال، د فدایانو هیله او ارزو خو همدا وه او شهادت یې ارمان ؤ، څه مخکې شهیدان شوي او څه وروسته، خو ارمان مې د نیلوفر ابراهیمي هغه تنخوا ده چې اعلان یې کړی چې راتلونکې میاشت به یې عیسی خان ته ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظریفی

دپارلمان پر اعضاوو ویره دومره خپره شوې وه چي ددرغو او روښتیاوو پلټنه یې نشو کولای اعصاب یې له لاسه ورکړي وو دا وخت چي هر چاورته ویلي وای چي ما ستاسو قاتلان ووژل نو دوی به ورته څه نه څه انعام منلی وای

عمر مختار

یاره نو ! که روژه نه وه نو اوس به مې له خپل هلک طبعیت څخه د نیلوفر ابراهیمی په اړه ضرور یو څه درته وېلی وو او پاتې د ټق چپه کو خبره ! د هغه نورې په افغانستان کې شپې په شمار دي ځکه له افغانستان څخه د وتلو لنډ فورمول ( په اسلام ملندې ووهه ، مولا او عالم ته سپک ووایه ، قران کریم وسوځه ، د الله د دین د سپکاوي حمایت وکړه او د فردي ازادۍ نوم ورکړه) نو په څو ورځو کې به په اروپايي او غربي هېوادونو کې درته کېس جوړ شي… نور لوستل »

شاهین اتل

مننه! تږی صاحب په قلم او فکر دې برکت شه! الله ج دې نور همت هم درکړي

ابوعبدالله کندهاری

همایون صیب له تاسونه مننه ډیره ښه لیکنه موکړیده

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x