افغانستان

ولسي جرګه: ولسمشر باید د پروني بريد ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن پخپله فوق العاده غونډه کې د پروني بريد په اړه خبرې وکړي چې پکې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د دې پېښې د ځواب مسوول وګاڼه.

تېره ورځ دولتي چارواکو د اتو تنو سرتيرو بريدګرو له لوري پر ملي شورا د بريد خبر ورکړ، چې تر دوو ساعتونو يې ډېر دوام وکړ.

سره له دې چې ګډ حکومت له پاکستان سره نوې غښتلي او باوري اړیکي پیل کړې دي، خو ولسي جرګې پرونی بريد هم د پاکستان له لوري یوه «شومه دسیسه» وبلله.

دوی له پاکستاني استخباراتو سره د ملي امنیت لاسلیک شوی تړون وغانده له حکومته يې د پاکستان په اړه د پالیسۍ د روښانتیا غوښتنه وکړه.

له آی ایس آی سره د ملي امنيت د ریاست د تړون په اړه د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ دغه ويلي چې دغه تړون د «۷۰» میلیونو ډالرو په بدل کې شوی دی او په خبره يې ټول هېواد د څو تنو له لوري په پاکستاني استخباراتو «خرڅ» شوی دی.

په پرونۍ څه باندې دوه ساعته جګړه کې چې مسوولیت يې طالبانو پر غاړه اخیستی، د ولسي جرګې هغه ناسته تر بريد لاندې راغله چې ټاکل شوې وه د دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی پکې ور معرفي شي.

ياده دې وي د ولسي جرګې پر ودانۍ دغه بريد د امریکا سفارت، ارګ او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري غندل شوی دی او د دولتي سرچینو له قوله يې له ۳۱ تنه ټپيانو سره خپله خواخوږي ښوودلې ده.

ولسي جرګه په داسې حال کې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د ملي امنيت د ریاست تړون یو ځل بيا غندي چې دم ګړۍ هم د ملي امنيت ریاست د انټرنیټ ټول څار، سمون او استعمال د پاکستانيانو په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x