افغانستان

د ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد اروايي ناروغي زياته شوې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت پخوانی رییس له دریو کلونو ځورېدنې راهیسې پر اروايي ناروغي اخته شوی دی او په دې وروستیو کې يې د ناروغي اندازه ډېره شوې ده.

اسدالله خالد چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د لېندۍ په ۱۶مه د طالبانو په یوه بريد کې ټپی او امریکا کې له درملنې وروسته بېرته هېواد ته را وګرځېد.

نوموړي ته نږدې سرچينې نن ټکی اسیا ته ويلي چې په امریکاکې له درملنې سره – سره اسدالله خالد د خپل جنسي ځواک پر بیا موندنې نه دی بریالی شوی، چې دې ستونزې يې عصاب ور خراب او پر اروايي ناروغي اخته کړ.

امريکا- ۲۱۰۲؛ د ملي امنيت پخوانی رییس د روغتون په بستر کې،نوموړي ته په امريکا کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د پوښتنې لپاره ورغی او هغه ته يې د روغتيا او مرستې ډاډ ورکړ.
امريکا- ۲۱۰۲؛ د ملي امنيت پخوانی رییس اسدلله خالد د روغتون په بستر کې، نوموړي ته په امريکا کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د پوښتنې لپاره ورغی او هغه ته يې د روغتيا او مرستې ډاډ ورکړ.

د سرچينې په قول د ملي امنیت دغه پخوانی رییس چې پر ګڼو بشرضد کړنو او جنسي ځورونو تورن دی، دم ګړۍ په پلازمېنه کابل کې پخپل کور کې اوسېږي.

اسدالله خالد ته د پوښتنې په پلمه هر ورغلي کس دا منلې ده، چې نوموړي ورته ژړلي او د خپلې جنسي کمزورۍ وېر يې ورته کړی دی.

نوموړي ته د ګډ حکومت له اجرايوي ریاسته ورغلی یو تن د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې هغه پخپل ورتګ پښېمانه دی، د ده په خبره حاجي اسد له تېرو دریو کلونو راهیسې له خپلې کمزورۍ ځورېږي چې په دې وروستیو کې دې اندېښنو پر عصبي ناروغۍ اخته کړی او بې علته په چيغو چيغو ژاړي.

اسدالله خالد په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د طالبانو په یوه بريد کې تر ټپي کېدو وروسته د درملنې په موخه امریکا ته ولېږدول شو.

نوموړي ته په امريکا کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د پوښتنې لپاره ورغی او هغه ته يې د روغتيا او مرستې ډاډ ورکړ.

امریکا؛ په روغتون کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د اسدالله خالد د پوښتنې پر مهال
امریکا؛ په روغتون کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د اسدالله خالد د پوښتنې پر مهال

د وخت جمهور رییس حامد کرزي پر اسدالله خالد بريد له هېواده د باندې پلان شوی وګاڼه او په کلکلو ټکو يې وغانده.

د ملي امنیت د دې پخواني رییس په اړه ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې ويلي و، چې نوموړی په جنسي ځورونو، شخصي زندانونو او ګڼو نورو بشر ضد کړنو تورن دی.

د دې ورځپاڼې په قول « ۲۰۰۷ ز کال کې د کاناډا حکومت په خپل پټ راپور کې ويلي و، چې اسدالله خالد هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو بشري جرمونو اخته دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلاغ

هغه بد اخلاقی چې کول او ظلم چې کاوه اوس به خود ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی ……..
سیصلی نارا سعیرا

بلاغ

هغه بد اخلاقی چې کول او ظلم چې کاوه اوس به خود ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی ودی ژاړی
سیصلی نارا سعیرا

حق جو

اسدالله خالد چې په غزني کې والي و نو ټوله ورځ به د جان ملکې په نوم دنجونو په لیسه کې راګرځیده، او هلته یې له ډیرو نجونو سره وایي د یارانې تار درلود، نوموړي چې د سي آی اې ډیرې زیاتې پیسې یي په لاس کې وې په غزني او کابل کې یي د غزني ولایت ځینو پی مخو هلکانو ته ځانګړي ځایونه کرایه کړي وي او د ادبي ټولنو په نوم یي غوښتل دغه ځوانان د خپلې ځانګړې شبکې په حیث وروزي،د غزني ولایت یو شمیر زلمیان لکه مجید قرار، همیم جلالزی، ډاکټر ظهیر او د زابل د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مونږ لا دمخه زړه کی تیریدله چه اسدالله او ورته کسان هم په دی ژوند کی به یوه ورځ خامخا د خپلو اعمالو سزا څو څلی زیاته ګوری د اخرت سزا او جهنم خو به یی خامخا په برخه وی انشالله . اسدالله خالد ته د هغه د حال مناسبه سزا ( چه په جنسی تجاوز تورن وو ) ورسیدله ، لکه داکتر نجیب چه د داود او د هغه د ټولی کورنی غوښی په ونو کی بندی کړی وی چه د مرغانو خوراک شوی هماغسی د داکتر نجیب ( ګاو ) کلمی په ونو کی ځوړندی او د مرغانو… نور لوستل »

khalid

ګرانو دا ما پخپلو غوږو د کابل د یوه امنیتی د خولی خبری اوریدلی دی چی کله دی د ملی امنیت ریس و نو له دی خبیث نه یی شکایت کاوه او ویلی یی چی ده دملی امنیت د ټولو کارکونکو اخلاق خراب کړی دی ده مکرویانو داسی فاحشه او رنډی نده پاتی چی ده دی یو واری حیا دی وی خپل بلاګی په لاس کی نه وی ورکړی کوکاری یی وهلی چی دخدای پار ده دا څنګه حکومت ده چی داسی یو کس یی دملی امنیت ریس ټاکلی او دا ملک به پدی ډول څنګه جوړ شی قسم یی… نور لوستل »

ګوربت

هاهاها خالدصیب داستا دبلاګی کلمې ته مي ډیره خندا راغله…مننه

شیرعلی صافی

الله ج عادل ذات دی هماغه پرزه یی ورڅخه واخیسته چی نوموړی شخص بی ځایه او په ناروا توګه استعمالوله ترڅو نور و خبیثانو ته پند وګرځی

احمد

زما په اند دا ډیر ښه کار وشو چې دا خبیث مړ نشو، او که سناریو به ختمه وه. تر دې چې دا خبیث مړ شي، همداسې ښه دی چې په ذلیل ژوند باندې ژوندی وي.

غوره تکتیک، د لږو انفجاري موادو دقیقه کارونه!!!!

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x