نظــر

د عیسی خان په بی خیرۍ کی خیر

عبدالوکیل صداقت

د عیسی خان ډيوه اوس په اوبو کې بله شوہ د ډالرو او افغانیو باران پرې اوري د پارلمان وکیلان دومره ډار شوي، چی اوس دعیسی خان په شکرانې نه پوهیږي، چې څنگه يې ادا کړي.

څوک خپله تنخوا وربښی او څوک نور انعامونه دوی فکر کوي، چی که عیسی خان ټق چپه کو نه وای کړي، نو اوس به فدایانو دوی ټق چپه کړي وای او دا لاسته راوړي ډالر او د دوبۍ مزې به ترې پاتې وې.

عیسی خان که له یوې خوا د شپانه ډوډۍ وخوړه او په لوی لاس یی پردی بار په خپلو اوږو بار کړاو د طالب د کسات توره یی په سر را وځړوله خو، له بلې خوا به یو څو ورځې په ډالرو مزې وکړي.

د رسنیو پردې به رنګینې کړي

د بېلابېلو تلویزوني چینلونو ريټ به لوړ کړي او د یوہ کاغذي اتل تمثیل به وکړي دا زموږ پخوانۍ بدبختي دہ، چی اتلان مو ډېری وخت کاغذي وي.

تل زموږ اصلي اتل لکه لال په ایرو کی پټ ساتل شوی او دوراغجنو او چالاکو ځان اتل معرفی کړی دی.

د تېر جهاد پر مهال هم همدا لوبه روانه وه

هغوی چی له خارجی استخباراتو سره یی تار غزولی و، نو د هغوی پرمټ په دنیا کی څوک د پنجشیر زمریان شول څوک د هرات پیلان څوک د پغمان بزرگان او ځینی بیا داسې شیخان معرفی شول، چی گواکې په لمن یې لمونځ خدای نخواسته تر کعبی زیات ثواب لري.

خو هغه مجاهدین چی له نوم نه یی د روسي پوځ زړونه چاودېدل همداسی گمنام پاته شول، نه یی چا قدر وکړ او نه په وطن کې عادي ژوند ته پرېښودل شول.

د نن عیسی خان او ریزه گله همداسې درواخله

هغوی چی په دومره امنیتی تدابیرو کی د زرگونو خارجي او داخلي امنیتي او استخباراتي مسوولینو له منځه او په داسې مهمه ورځ چې د حکومت دفاع وزیر پارلمان ته معرفی کوي خپل ځان تر هدفه رسوي، دوہ ساعته جگړه کوي او د طاغوت پارلمان ځپونکي همدا اتلان دي.

په ديموکراتيک نظام کې پارلمان د قانون جوړونې اعلی مرجع دہ او همدې ته طاغوت ویل کیږي. د اللہ تعالی له قانون پرته په بل قانون فیصلې ته طاغوت ویلای شي، چی د قران کریم پہ ښکارہ نص يې مخالفت فرض ده.پرونیو ۶ اتلانو د مروجه کفري دیموکراسۍ بنسټونه ولړزول.

ابراهیمی درواغ ندي ویلي په رشتیا هم (شارتی برق) و. داسې شارتي، چې د پارلمان وکیلان به خامخا د خپلو عملونو په اړه لږ فکر وکړي. د برق شارتی هم د انسان وینه زبیښی او بې هوشه کوي يې نو ځکه خو له برید وروسته د وکیلانو مخونه خړپړ وو. دا د ایمان شارتي وہ، چې د اتلانو په رگونو کې د تودو وینو او گرمو احساساتو له امله يې شارټ وکړ او تاریخ ته يې هر څه پرېښودل اتل دې ته نه وايي، چې په خپله چرسي لهجه ددوه ساعته جگړې نه په انکار فقط په ۵ دقیقو ( ټق چپه کو –ټق چپه کو )دا جگړه تعبیر کړي.

بیا رسنۍ ولې دومره سپین سترگي کوي، چې د لمر په شان ښکاره حقیقت پټوي او د ټق چپه کو خبرې ته دومره هوا ورکوي. خو دا باید ومنو چی دا ټول په یوه تار پېرودل شوي پردي غلامان دي، چې حق پټوي.

هغوی چی له دې حالته ځوريږي او د رسنیو منافقت فکر کې اچولي، باید ووایم چې «ومکروا ومکرالله والله خيرالماكرين» الله تعالی به په خپل قدرت سره ددې شیطانانو دا مکر به خامخا لرې کوي او حق به راښکاره کوي. اوس په دې پروپاگند دوی خلک نه شي غولولای او نه د رښتینو اتلانو مخ نیولی شي او دا کاروان به ضرور منزل ته رسي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر مختار

الله دې په قلم برکت کړه ! رښتیا هم دوي غرر په پرر پټوي او تر منځ یې توپیر دادی چې عیسی خان د جنګ په میدان کې غروول وکړل او رسنیزو ملګرو یې د رسنیو په ډګر کې پیکا ورته بنده کړه ! الله به دوي ضرور شرموي . انشا‌ءالله

yousuf

ان شاءالله! چې وبه رسیږي.
اللهم انصر الاسلام والمسلمین والمجاهدین فی کل افغانستان و فی کل الارض.
تقبل الله منا و منکم!
د حق طرفداران د حق مننونکي د حق خپرونکي د حق ویونکي او لیکوني دی الله متعال له ټول شر په امن کې وساتي.

ساپي

ساپی 2015/06/23 په 9:07 مساءً په کال ۱۹۸۶ع د المان په مونشن ښارکي دفلسطین دغورزنګ لخوایوتصویرانځورشوی ول چي په هغی کی یوافغان چی شلیدلی چپلکی.زاړه کالی اولنګوتی یی په تن ول اویوزوړتوپك یی په لاس ورکړی وه نوپوښتنه یی ترکړی وه چی څومره روسان دی وژلی هغی داسی ورغبرګه کړه. ۲۰۰روسان می وژلی ۴جنګی الوتکی می راغورزولی دی ۴۸ټانکونه می له منځه وړی ددولتی کارکوونکوحساب راڅخه غلط شوی دی. نوفلسطینی ورته وایی چی دفلسطین دازادی لپاره فقط ستاپه شان اتو(۸)تنوته اړتياده چی دری میلیونه اسرایل په دمنځه یوسواوفلسطین په خپلواک کړو. اوس راځم (ټق چپه) نودافغانستان سولیدلی دولت ته اته(۸)… نور لوستل »

اونخیوال وردګ

ان شا الله
په قلم د برکت شه صداقت صاحب

احمد

یو لنډ پښتو متل دی چې وايي: که شپه تیاره ده نو مڼې په شمار دي.

او که لږ مودرینایزه ډول باندې یې ووایو نو: درواغجن دې دروغ وایي او عاقل دې قیاس کوي.

مننه

شاهین اتل

صداقت صاحب! د دې ليکنې او حق څرګندونې په بدل درته په دې روژه مبارکه کې له الله ج څخه اجر عظيم غواړو او اوږد عمر ؛ چې همدا ډول د دين او هېواد خدمت ترسره کړې؛ درته غواړو!

محب الله صافی

ټق چپه که عيسی خانه خير خو دی نشته ځکه طالب پارلمان ولړ زا وه او ته خو يو عسکر يي
او صداقت صاحب په قلم دی برکت شه

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x