افغانستان

تخار: طالبانو پنځلس پوستې او يو پوځي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې ويلي چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې يې ستر پوځي مرکز او د هغه اړوند پنځلس پوستې نیولې دي.

طالبانو د کندوز د دشت ارچې ولسوالي نیولو وروسته پر همدې لار خواجه غار ولسوالي کې پوځي پنډغالی تر بريد لاندې راوست او دولتي ځواکونه يې پر شا وتمبول.

د تخار د خواجه غار ولسوالي ولسوال تېره ورځ د کندوز د دشت ارچې له نیولو وروسته وېره ښکاره کړه او پر مرکزي اداره يې غږ وکړ چې که يې مرسته ونه کړي دوی به له ولسوالي پښې سپکې کړي.

تېره ورځ طالبانو د دشت ارچې او خواجه غار تر منځ په پل مؤمن سیمه کې جګړه پیل کړه او نن يې د پنځلسو امنیتي پوستو او ستر پوځي مرکز د نیولو خبر ورکړ.

طالبانو وړاندې ويلي چې ۱۸ کلي يې هم د دولتي امینتي ځواکونو له واکه تر ګوتو کړي دي.

بل اړخ ته دولت د کندوز د بلې له واکه وتې ولسوالي چهار درې د بېرته نیولو خبر ورکوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې لا هم طالبان په دې ولسوالي کې واکمن دي او طالبانو دې ولسوالي ته ور روان پوځي کاروان د ماینونو په وسیله په شا تمبولی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «دښمن» د کندز ښار او دیرکنک له خوا پر چهار درې ولسوالي بريدونه پیل کړل چې له کلک مقاومت سره مخ شول.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يې د څلورو ټانګونو پر سوځېدو او دریو نورو ټانګونو پر نیولو سره ۱۶ عسکر وژلي او ۲۳ نور ټپیان کړي دي.

نوموړي د دولتي سرچينو له لوري په چهاردره کې د اتیا طالبانو وژل «پروپاګند» بللي او د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو يې منلي دي.
دولتي مطبوعاتي سرچينو په دې جګړه کې د طالبانو د والي د مرستیال د وژل کېدو خبر هم ور کړی دی، چې ذبیح الله مجاهد کلک رد کړی دی او ويلي يې دي چې د کندوز د والي مرستیال مولوي محمد صاحب د جګړې له لومړۍ کرښې له دوی سره خبرې کړې او د ژوند ډاډ او د طالبانو د لوړې روحيې خبر يې ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x