افغانستان

ننګرهار: احسان او ژوند خیریه ټولنو له ۷۴ بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): ننګرهار کې د جمعيت اصلاح افغانستان د ټولنیزو خدماتو څانګې احسان او د « ژوند » په نوم يوې بلې خيريه ټولنې له ۷۴ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي او ځينو ضروري توکو مرسته کړې ده.

په ختیځه سیمه کې د جمعيت اصلاح مرستیال عبدالرحیم صراف نن د مرستو د وېش پر مهال وویل چې دوی د دې ولایت له شتمنو نه را ټولې کړې مرستې د دې ولایت پر ۴۴ اړمنو کورنیو ووېشلې، چې پکې خوراکي توکي شامل و.

چمعيت اصلاح افغانستان، احسان څانګه؛ د مرستو د وېش په مهال
چمعيت اصلاح افغانستان، احسان څانګه؛ د مرستو د وېش په مهال

په ورته توګه د ژوند په نوم بلې خیريه ټولنې په جلال اباد ښار کې د روژې د مبارکې میاشت په مناسبت له دېرشو بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه.

د دې ټولنې په فیسبوکپاڼه لیکل شوي چې نننۍ مرسته يې د ۱۹۶۷۲۰ افغانیو پر لګښت برابره کړې ده، چې پکې «يوه بورۍ اوړه، يوه توړه اوله سېله وريجې، يوه بوشکه ۱۶ ليټره غوړي، دوه منه بوره، يو من لوبیا، يو من چڼه دال ،دوه کيلو شين چای ، څلور پاکټه خورما، دوه بوتله روح افزا شربت، پنځه پاکټه مالګه، دوه پاکټه خمیرمايه، يو غټ کارتن د کالو مينځلو صابون،د ځان منځلو شامپو، صابون…» شامل دي.

ټولنه وايي چې دوی له اتو تنو هېوادوالو نه په تېره موده کې ټولې ۲۰۲۳۲۳ (دوه سوه او دوه زره ، درې سوه درویشت ) افغانۍ را ټولې کړي دي چې یوازې ۱۹۶۷۲۰ افغانۍ يې ترې مصرف کړي دي.

دوی پر هېوادوالو غږ کړی چې له بېوزلو سره د مرستې لپاره دې د دوی مرسته وکړي تر څو پاتې پیسې له نورو مرستو سره یو ځای پر بېوزلو کسانو ولګوي.

پر جمعيت اصلاح او ژوند سربېره په افغانستان کې د روژې په مبارکه میاشت کې بشردوست خیریه بنسټ او بیات بنسټ هم په اړو کسانو د خلکو را ټولې شوې او خپلې مرستې وېشي، چې تر اوسه پورې احسان او ژوند خپلې مرستې په ختیځه سیمه کې وېشلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x