نظــر

د سولې په لار کې شاتګ وشو

سوله د افغانستان د خلکو هيله ده خو د سولى شورى بيا د حامد کرزي لپاره د سياست ګوډاګى، د صبغة الله مجددي لپاره د عزت مقام، د امريکايانو لپاره د افغانانو او نړيوالو د غولولو وسيله او د طالبانو لپاره د چل او فريب امريکايي پروسه.

طالبانو ويلي چې د سولى شورى او پروسه ورته هيڅ اهميت نه لري او نه پرې حساب کوي، نه ورسره خبرو ته چمتو دي او نه يې پريکړو ، وړانديزونو ، غوښتنو او بلنو ته ځواب وايي ګوندى (په خوله يې پياز هم نه خوري).

امريکا بيا ورته خوشبينه ده ځکه چې لګښتونه ورکوي ، تمويلوي يې ، د مشر په ټاکلو يې نيکې هيلې وړاندې کوي ، په هر کنفرانس کې نعرى وهي چې د سولى پروسه بايد د افغانانو په لاس کې وي خو دا هر څه يواځې او يواځې د ژبې او کاغذ په سر او د افغانانو او نړيوالو د تير ايستلو لپاره ځکه چې تر اوسه پورې يې د سولې د شورى هيڅ پريکړې ته ښه راغلاست ندې ويلې چې ښه مثال يې د قطر د مذاکراتو په اړه د سولى د شورى ټنډارې نه اوريدل دي.
صبغة الله مجددي د سولى د شورى د مشرتابه چوکۍ ته د عزت د مقام په سترګه ګوري ځکه خو يې څو ورځې وړاندې لدې کبله د ټولو دندو څخه استعفاء ورکړه چې هغه ته د دې چوکۍ نه سپارل د هغه توهين او سپکاوى دى، خو بيا څرګنده نه شوه چې ولې غلى شو او بيرته يې په خپلو دندو پيل وکړ.
کله مې چې د دې پخواني سپين ږيري جمهور رئيس د دغه استعفاء خبر واوريد داسې راته وبريښيده لکه نوموړى چې د کور نازولى کوچنى وي ځکه يوه پلا وړاندې هم په کوم مجلس کې خفه شوې او له غونډې وتلى ؤ چې بيا يې په زاريو را پخلا کړ، کيدلاى  شي هغه داسې فکر کوي چې اوس هم جمهور رئيس دى ځکه چې حامد کرزى پخوا د جبهه نجات ملي غړى ؤ.
د جمهور رئيس حامد کرزي لپاره بيا د سولى شورى د سياست يو ښه ګوډاګى دى، هغه لدې لارې خلک غلي کوي ، خلک ملګري کوي ، خلک سره په خپلو کې ويشي او ووټونه تر لاسه کوي.
د سولى د عالي شورى د رئيس په توګه د استاد برهان الدين رباني ټاکل هم سياست ؤ، کله چې نوموړى وټاکل شو نو پوهانو او د نظر خاوندانو همداسې ويل چې دغه پروسه د هغه په مشرۍ کې نه بريالۍ کيږي ځکه چې هغه په افغانستان کې د طالبانو تر ټولو سر سخته دښمن دى او اوسمهال طالبان يواځينې طرف دى چې په افغانستان کې مقاومت کوي.
رباني په هغوى د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کړې وه اوس به په کومه خوله د هغوى څخه د سولې ميز ته د کيناستلو غوښتنه کوي خو څرګنده نه شوه چې هغه خداى بښلې سپين سترګى ؤ، پيسې خوږې وې، مشري مزده داره وه، بايد يوه مطرح سړى پاتې شوى واى او که نه بله دنده يې نه وه نو بايد يوه دنده يې پيدا کړى واى چې هغه د سولى د عالي شورى د مشرۍ په شکل کې وه.
نه يواځې دا چې هغه په خپله د سولې په لار کې د هلو ځلو څخه دريغ نه کاوه بلکه ميرمنې يې هم يو ځل ويلي وه چې د سولې لپاره به د طالبانو د کورونو دروازې وروډبوي خو د ميړه يې پوره شوې وه او هغه هم د پردې تر شا ولاړه.
بل پلو که د ګلبدين حکمتيار حزب اسلامي هم د قضيې د يو طرف په توګه فرض کړو نو رباني او جمعيت اسلامي د ګلبدين او حزب اسلامي سره هم کومه ښه اړيکه نه لري، د کابل په ګريوان اوس هم د دواړو د دښمنيو نښې شته ، اوس هم ريښې ريښې پروت دى او اوس هم کابليان د حزب-جمعيت د جګړو خاطرې لري ، په نورو ولايتونو کې هم همداسې در واخله نو ناشونې ده چې دواړه خواوې دې کومې موافقې ته ورسږي ، معنى سولى ته.
خو حامد کرزي بيا هم نوموړى د همدې شورى رئيس کړ او د جمعيت اسلامي د ګوند په ګډون يې د ډير شمال رايې تر لاسه کړې.
د رباني تر وژل کيدو وروسته يو ځل بيا حالات داسې شول چې حامد کرزى په شمال کې يواځې پاتې شو، د بلخ خپلواک او ټولواک والي له خبرو داسې بريښيده چې په کرزي به کودتا وکړي خو کرزي لکه د مداري په توګه يو ځل بيا ټول په ځان راټول کړل، پدې توګه چې د سولى په شورى يې سياست وکړ ، د رباني ځوى يې د خپل پلار پر ځاى وټاکلو او په همدې غونډه کې د خليلي ، فهيم ، سياف تر څنګ عطاء محمد نور هم ناست ؤ او نه يواځې دا چې ګډون يې کړى ؤ بلکه په خپلو خبرو کې يې کرزي ته د ملاتړ او هڅو ډاډ هم ورکړ.
که خبره د سياست وي نو کرزى په ريښتيا سره هم د سولى د عالي شورى په لړ کې بريالى سياست پلى کړى دى، هغه په خپل سمت کې خورا ښه او سرلوړى روان دى خو که خبره د سولى وي نو بيا برياليتوب نه بلکه ناکامي تر سترګو کيږي او د صلاح الدين رباني په ټاکل کيدو سره د سولى په برخه کې په شا تګ وشو.
د سولي د عالي شورى په غړيو کې د هرې ژبې ، هر قوم، هر سمت، هر ډګر او هر لورې خلک موجود دي، د سولې په شورى کې ږيرور ږيرور جهادي قوماندانان شته او داسې خلک هم ناست دي چې د سپين ږيرو او په خپلو سيمو کې د جرګه مارو حيثيت لري، اوس چې صلاح الدين رباني د دې شورى مشر ټاکل کيږي يو ستر سياسي  (حماقت) دى.
کيدلاى شواى چې د دى شورى د مشر په توګه يو بې طرفه سپين ږيرى ټاکل شوى واى چې نه خو طالبانو د هغه د وژلو لپاره کوم دليل درلودلاى او نه د هغه سترګى د سولى د شورى د مشر لپاره په ټاکل شوي معاش او امتيازاتو واى.
هغه مخالفين، چې د صلاح الدين د پلار سره چې لږ تر لږه يو سپين ږيرې ؤ ، جهادي سابقه يې درلودله، زور يې درلود ، معتقدين يې درلودل، په خلکو کې يې يو څه نفوذ او عزت درلود، خبرو ته چمتو نه وه نو د هغه ځوى سره به چې د دې يوې خوبۍ څخه هم برخه من ندې څه ډول خبرې وکړي او څه به دغه ځوان او له خپل هيواده ليرې پاتې شوې “رباني” وتوانيږي مخالفين سولې ته چمتو کړي.
ځوى رباني د دې هيواد د لوړ ژورو څخه ناخبره دى، هغه د يو داسې چا سره د سولې د جرګه مار په توګه ګمارل کيږي چې هغوى د هيواد په کګليچونو کې را ستر شوي دي ، صلاح الدين ته د هغه مخالف د رضا کولو دنده سپارل شوى چې په غرونو رغونو کې شپې ورځې تيروي او مزلې کوي دغه د پستو پالنګونو خوبوړى بې ږيرې او د نيکټايي څښتن به د هغوى په ژبه چيرته پوه شي!
نه يواځې طالبان بلکه هغه د حزب اسلامي سره هم د خبرو وړ ندى، اوس خو د حکمتيار لپاره ننګ دى چې د پلار سره يې خبرې نه کولې يا لږ تر لږه ورسره جنګيدلى ؤ، هغه يو لورى او ده بل لورى نيولى ؤ د ځوى سره به يې څنګه خبرې وکړي او د هغه جرګه ماري به ومني.
هغه حکمتيار چې وايي د حزب اسلامي په موجوديت کې د طالبانو د اسلامي امارت تحريک ته هم اړتيا نه ليدل کيده بايد د حزب اسلامي د سنګر څخه يې مبارزه پيل کړى واى او اوس هم بايد دغه ډله په حزب اسلامي کې مدغمه شي نده څرګنده چې د صلاح الدين په وړاندې به يې غبرګون څه وړ وي.
دا منلى خبره ده چې د سولى د عالي شورى د مشر په لړ کې دغه پريکړه د سولې په برخه کې شاتګ دى، دى او بيا هم دى …………
د افغانستان خلک هم پوهيږي او هغه چې نه پوهيږي هم بايد پوه شي چې د سولى عالي شورى د سياست لپاره رامنځته شوې داسې چوکۍ دي چې اوس کرزى کار ځينې اخلي خو که د جمهوري رياست تر ټاکنو وروسته ډاکټر عبد الله يا فوزيه کوفي ولسمشره شي نو بيا به يې هغه د خپل سياست په لار کې د يوې حربې په توګه کاروي.
پاى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x