
دا جګړه
قاري سعيد
دا جګړه یوازې د نن، پرون او سبا نه ده بلکې دا پر بشر د الهي سترې ابتلاء همځولې ده چې د زمانې متعارف شاخصونه یې عمر نه شي ټاکلی.
دا جګړه له هغې ورځې راپیل شوې چې کله د انسان د خلقت په تعقیب د رحمان تعالی او شیطان تر منځ لاندې خبرې تبادله شوې.
الله تعالی : نو تاسو ټول هغه (ادم) ته په سجده پریوځئ!
بیا ګردو ملائکو سجده وکړه، ټولو، خو پرته له ابلیسه هغه لویي وکړه او له کافرانو څخه و.
الله تعالی: اې ابلیسه څه شي هغه څه ته له سجدې منع کړې چې ما په خپل لاس پیدا کړی؟کبر دې وکړ که ته همداسې له لویانو څخه یې !
شیطان : زه خو ترې ښه یم ، زه دې له اوره پیدا کړی یم هغه دې له خټې پیدا کړ.
الله تعالی: نو ترې وځه ته یقینا رټل شوی یې او د قیامت تر ورځې به پر تا زما لعنت وي.
شیطان : زما ربه نو دوی چې راپاڅیږي تر هغه وخته خو مهلت راکړه !
الله تعالی: بس ته به له ځنډیدلیو څخه یې د ټاکلي وخت تر ورځې.
شیطان : نو ستا په عزت مې قسم چې حتما به دوی ټول بې لارې کړم ، پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوی نه را چاڼ شوي دي.
الله تعالی: نو همدا حق ده او زه حق وایم چې خامخا به جهنم له تا او ددوی له ټولو هغو کسانو ډکوم چې ستا متابعت یي کړی دی .سورة ص له ۷۲ څخه تر ۸۵ آیت پورې .
له هماغې شیبې د حق او باطل یا د رحمان تعالی او شیطان د پیروانوترمنځ جګړه پیل شوه،په دې جګړه کې انسان یوازې مجري دی،دا جګړه په انسان د الهي ابتلاء همځولې ده،چې همیشه په یوه نه یوه ډول جریان لري،چې عملا له حضرت ادم او شیطان یا هابیل او قابیل څخه راپیل شوي او درسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مطابق به تر قیامت پورې جریان لري دا نزاع کله د فزیکي تقابل په شکل ، کله د فکري ، فلسفي یا علمي تقابل په شکل او چیرته هم د سیاسي،اقتصادي، تبلیغاتي یا کلتوري نزاع په شکل جریان لري.
د دې نزاع مجري انسان دی خو ډګرونه یي خورا ډیر دي، دا جګړه کله د انسان په زړه او ضمیر کې روانه وي،کله د بدر او احد په میدانونو، کله د بت خانې او مسجد ترمنځ وي او کله یي هم د فیسبوک په میدان ډګر تود وي.
د دې نزاع په نورو رازونو او رمزونو به الله تعالی علم لري خو یو حقیقت روښانه دی هغه داچې ددې نزاع غوڅیدل یوازې په هغه صورت کې امکان لري چې یو لوری پر بل بشپړ غالب شي،دا جګړه په اوربند او تفاهم نه حل کیږي،ځکه چې د حق او باطل انطباق د جفت او طاق د انطباق غوندې هم عقلا او هم شرعا محال دي .