fbpx
fazal hadi muslimyar

مشرانو جرګه: د کندوز والي «جاسوس او اوباش» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت کندوز کې د دوو مهمو ستراتيژیکو ولسوالیو تر سقوط وروسته د مشرانو جرګې ددغه ولایت والي پر ضد توندې څرګندونې کړي دي.

تېره ورځ د کندوز والي محمد عمر صافي د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق تر هغه وروسته چې د دشت ارچي د ولسوالۍ د سقوط وړاندېېنه یې وکړه، نوموړی د طالبانو حنجره وبلله او په وینا يې قرلق د طالبانو څرګندونې کوي.

د مشرانو جرګې یو غړي فیصل سمیع په نننۍ ناسته کې د کندوز د والي دغه څرګندونو پر ضد سخت غبرګون وښود او له  جرګې یې وغوښتل چې په اړه یې بې تفاوته پاتې نشي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې د ولس استازو د کندوز موضوع درک کړې، حکومت ته یې وړاندیزونه کړې خو حکومت دغې ستونزې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې حتا د جرګې توهین يې کړی.

نوموړي د کندوز د عبدالله قرلق په اړه د کندوز د والي څرګندونې د مشرانو جرګې توهین وګڼلې او ویلي یې دي چې: «لومړی خو زه د کندوز والي د والي په صفت نه پېژنم، بلکې د یو اوباش او جاسوس انسان په توګه يې پېژنم، کومې څرګندونې چې هغه د مشرانو جرګې په اړه کړي، ددې پر ځای چې خپله کمزوري ومني، له سناتورانو مننه وکړي چې له دوی سره مرسته کوي، په مقابل کې یې عکس العمل ښيي چې متأسفانه هماغه څه پېښ شول چې دوی یې په اړه تشویش درلودلو».

هغه زیاته کړه چې که د «کندوز والي په ريښتیا نر وي باید استعفا ورکړي، له دغه پوسته دې ګوښه شي، که په سړیتوب نه پوهېږي زما غوښتنه له جرګې او کمیسیون څخه داده چې همدا نن ورځ مسوده جوړه کړي، سیمه‌ییز ارګانونو ته يې ولېږي، والي له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي».

د مسلمیار دغه څرګندونې د مشرانو جرګې اکثریت تایید کړې.

د مشرانو جرګې رییس دغه توندې څرګندونې په په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د تخارد خلکو استازی قدرت الله ذکي ویلي وو، د کندزد دوو ولسوالیو له سقوط وروسته د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ او د دې ولایت ځینې سیمې هم له سقوط سره مخ دي.

خواجه غار ولسوالۍ د کندزو د دشت ارچي ولسوالۍ سره پوله لري.

کندوز د شمال دروازه او له مهمو ستراتيژيکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي. چهاردره ولسوالۍ ددغه ولایت د مرکز سره په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پرته ده او دشت ارچي د تاجکستان سره ګډه پوله لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

لومړی: په زغرده وایم چې د کندز والي نه پیژنم خو زړه مې دې چرګې ته ډک دی.
دوهم: باید دغه هادی-فضل خپل تخلص په کافریار باندې بدل کړي.
دریم: داچې کله دی او وروریې د انتحاریانو په ساتنه او پالنه تورن شول، ولې یې توندي یخ ویستلې وه.
څلورم: داچې په نني حکومت کې د نرانو څرک نه لګي، که د نارینتوب خبره وي نو دی پخپله هم نر نه دی چې په دې ګډشوي سلاد کې لګیا دی!!!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پاکستان کی یوه ډرامه وه ، یو ټوقی پکی د یو بل کس په اړه خبره کوله ( قیصه یی اوږده ده ) ویل ای خدایه دی ته به دی کم عقل ته هم رزق ورکوی ؟ یغتی ستا رحم که نه وی ده ته خو د رزق ورکول په کار نه وو . زه هماغه خبره د دی غلامی او فاسدی اداری په سیاسی پوهه ، اخلاقو او وحشی کړنو کوم دوی حتی د یو چپلاسی د دندی د ترسره کولو وړتیا نه لری دوی ته بیا څرنګه د جمهوری ریاست ، د شوراګانو وکیلان ، وزیران جنرالان او… نور لوستل »