کندز کې امریکايي الوتکو مسجد بمبار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو مسجد برید کړی او ۸ ماشومانو ته یې په داسې حال کې مرګ ژوبله اړولې چې د قرآن کریم په زده کړې بوخت وو.

دا پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د سرک بالا سیمې په خان رسول کلي کې رامینځ ته شوې. چهاردره هغه ولسوالۍ ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې له افغان ځواکونو څخه په بشپړه توګه ونیوله.

که څه هم امریکایانو د ۲۰۱۵ کال په شروع کېدو سره د «نظامي ماموریت» د پای ته رسولو اعلان وکړ، خو لا هم امریکايي ځواکونه وخت په وخت ولسي اهداف په نښه کوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته پر ولسي وګړو د بمبار تر ټولو وروستۍ پیښه د روانې میلادي میاشت په پیل کې د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې رامینځ ته شوه، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د جمعې تر لمانځه وړاندې د جنازې مراسم په نښه کړل او د ځايي خلکو په وینا یې ۳۴ ولسي کسان په شهادت ورسول.

په کندز کې دغه پېښه په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې ګډحکومت د خوست د پیښې په اړه لا هم غبرګون نه دی ښودلی. په امنیتي تړون کې د امریکايي عسکرو د قضايي مصونیت پراساس د ګډحکومت مشر له امریکا څخه د ولسي وژنو د سپیناوي غوښتلو قانوني حق نه لري.

د هغې سرشمیرنې له مخې چې د امریکايي واټسن موسسې لخوا ترسره شوې، د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره ملکي افغانان وژل شوي، چې امریکا او افغان حکومت په خپل وخت کې هر برید په مخالفینو بللي او په کې وژل شوي کسان یې طالبان ګڼلي دي.