نظــر

سرلوڅ او طالبان

له ډېر وخت راهيسي دسرلوڅ مرادزي په نامه کوم کس په طالبانو پسې یو رنګه غرضي، مرضي، افغان دښمنه او دین دښمنه لیکنې کوي، نوموړی دا لیکنې له ډېر وخت راهیسي کوي، ما ګومان کولو چې دده لیکنې دناپوهۍ، یا دحقایقو دسم درک دفقر پر اساس ولاړې دي، مګر چا راته وویل چې دغه ښاغلی دلنین پر آخور را لوی شوی پای لوڅ دی، نو ومې وغوښتل چې دخپل اسلامي او افغاني مسولیت پر اساس درنو پر دین مینو مسلمانو افغانانو ته دنوموړي دځینو اوتو بوتو په هکله یو څو کرښې تورې کړم.

    لومړی ټکی دا چې  سرلوڅ یو کمونیست او دسره شوروي  یو نمک حلال او ريښتینی بړیڅی دی، دنوموړي اوتې بوتې ددوی له هغه اصلي بدبویه دین دښمنه او افغان دښمنه چینې نه سر چينه نیسي، کومه چې اصلا پر غیبیاتو ایمان او باور نه لري، او ددې مدعا لپاره دنوموړي په دغه ورستنۍ لیکنه کې کره لاسوند دده څرګندونې دي، نوموړی دخپلې یوې لیکنې چې سرلیک یې دی (  د غزني پېښې او د طالبي ډنډورچیانو تازه رسوايي ! ) او په ټول افغان ویب پاڼه کې د روانې میاشتې په ۲۴ تاریخ خپره شوې ده، دحورو او جنت په اړه په استهزا آمیزه لهجه داسې وايي: ( پښتنو ته د حورو، غلمانو او جنتونو بازار له دوو لسیزو راهیسې، ښه تود او په زوږ ساتل کیږي. ساده زړې پښتانه ، له افغانستان او سیمې سربېره اوس په اروپا او امریکا کې يي هم د طالبانو او د دوی د خواخوږو په تبلیغ چې د اوښانو پشان له خولې ځګونه غورځوي، په حورو او غلمانو پسې ځنځیرونه شکوي !   )

 دده په کمونیستي فکر حورې، غلمان او جنتونه هسې دپښتنو لپاره یوه دسیسه ده، او بل دا چې حورې او غلمان او  مسلمانان یې له ځناورو سره تشبیه کړي،  حال دا چې جنت، حورې، غلمان او  دجنت نور نعمتونه دقرآن کریم په ګڼو آیتونو او درسول الله صلی علیه وسلم په ګڼو احادیثو سره ثابت دي.

     په اوه ویشتمه پاره دالرحمن سورت په اویایم، یو اویایم او دوه اویایم آیت کې داسې راځي: ( فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ (70) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (71) حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ  ( ۷۲) )  یعني په دغه جنتونو کې نیک اخلاقه او ښکلې حورې دي، نو تاسو ( انس او جن ) دخپل پالونکي کوم کوم نعمتونه او لورینې درواغ ګڼۍ؟ په خیمو کې داسې حورې دي چې بل چا نه دي لیدلې، بهر ته نه راوزي، یوازې خپل خاوندان یې لیدلی شي او بس.

 پاتې دې نه وي چې دجنت خیمې ددنیا دخیمو په څېر نه دي، بلکې دجنت هېڅ یو نعمت ددنیا دنعمتو په څېر نه دی، دجنت دخیمو په هکله په یو حدیث شریف کې راځي چې هغه به دملغلرو خیمې وي، او حورې په عربي ژبه کې دحوراء جمع ده، حوراء دغټو سترګو خاوندې ته، چې دسترګو تور یې تک تور، او سپین یې تک سپین وي ویل کېږي.

  همدار نګه په نوموړې پاره دالطور سورت په څلورویشتم آیت کې دجنتیانو په هکله الله جل جلاله داسې مهرباني کوي: ( وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ ) او پر دغه جنتیانو باندې به داسې تنکي ځوانان لکه پټې ملغلرې ددوی دخدمت لپاره ګرځي را ګرځي، ځینې مفسرین کرام فرمایي چې دغه خدمتګاران به په حقیقت کې ښځې وي، خو شکلونه به يې دتنکیو ځوانانو و.

  او په دریمه پاره دآل عمران په پنځلسم آیت کې الله پاک دمتقیانو او پرهېزګارانو دمکافاتو په هکله وایي: ( قُلْ أَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرٍ مِنْ ذَلِكُمْ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ) دلته الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم ته فرمايي چې: ووایه هغو خلکو ته چې ددنیا له ښځو، مال او وسایلو سره یې ډېره مینه ده آیا تاسو خبر نه کړم له هغه څه نه چې ددنیا له نعمتونو نه ډېر ښه دي؟ هغه کسان چې له خپل پالونکي نه یرېږي دهغوی لپاره داسې باغونه دي چې ویالې به پکې روانې وي، او دوی به همیش پکې وي، پاکې او ستره ښځې به پکې وي، دالله جل جلاله رضا او خوښې به پکې وي، او الله جل جلاله  دهغه څه چې بنده ګان یې کوي، ډېر ښه لیدونکی او پرې پوهېدونکی دی، تفسیر طبري.

   دا ما هسې يوه یوه نمونه راواخیسته، که نه په قرآن کریم او درسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې دې ته ورته ګڼ نصوص شته، کوم چې هر مسلمان ایمان پرې لري، او که څوک شک پکې وکوي، یا ملنډې پرې ووهي، نو ښکاره خبره ده چې هغه بیا څوک کېدای شي؟ مسلمان په هېڅ صورت دا رنګه کار نه کوي.

   او کوم چې سرلو څ کړي دا یې په حقیقت کې له خپلې هغې اصلي څېرې نه پرده پورته کړې، چې تر ډېره پورې یې پته ساتلې وه.

   زه دا نه وایم چې په طالبانو کې هېڅ خو نشته، بلکې هر څوک حق لري په بل باندې نیوکه وکوي، یا یې کمیانې او تېروتنې دسمو اوکلکو شواهد پر اساس وښيي، خو خبره دلته ده چې په مقدساتو باندې ملنډې وهل، دقرآن په آیتونو باندې ملنډې وهل څه مانا؟ او زه دټول افغان درنې ویب پاڼې کارکوونکو ته حیران یم چې هغوی څه رنګه داسې له دین، قرآن او اسلام سره په صریح ټکر کې لیکنې خپروي؟ سره له دې چې دا دنوموړې ادارې له تګلارې سره سر نه خوري، ځکه دوی په خپله تګلاره کې لیکلي چې داسې لیکنې نه خپروي چې په هغه کې اسلام ته په بده کتل شوي وي، مګر دا دي اوس یې دلنین پر آخور درا لوی شوي سرلوڅ اوتې بوتې خپرې کړې دي؟

     دوهم ټکی دا چې که هر څوک یو څه ولیکي، یا پر چا نیوکه وکوي، یا دیو چا تېروتنې ته ګوته ونیسي نو یوه لار، مګر کمونیستان څه رنګه دا جرآت کولای شي،او په کومو سترګو؟ او بیا هغه هم په درواغو! کمونیستان خو هغه خلک دي چې ګران هېواد او پر دین مین مسلمان ولس یې په سرو اورونو کې واچولو، په حقیقت کې دغه دیرش کاله چې زمونږ ګران ولس دوینو په سرو سیلابونو کې لامبې، او په سرو سکروټو کې وریتېږي، دا دکمونیستانو له لاسه! دا ددوی د اووم غوايي دسره بد شامته انقلاب ناولی برکت دی چې تر ننه پورې یې پور افغان ولس دسرو وینو په بیه ادا کوي!

     بې غیرته کمونیستانو ګلان وکرل نور یې له وطن نه پښې سپکې کړي، له همدې معلومېږي چې دوی دوطن بچیان نه بلکې داتحاد جماهیر شوروي اصیل بچیان وو، که دوی په رښتیا دافغان ولس بچیان وای نو همدلته به پاتې شوي وو، دوی لومړی افغان ولس له خپل هېواد نه دخپلو سرو بادارانو دټانک او طیارې په زور وشړلو او بیا وروسته یې خپله هم پښې پسې سپکې کړې.

    ددې خبرې یو واضح دلیل دا دی چې همدا اوس سرلوڅ له هېواد نه بهر داروپایانو په غېږ کې مزې چړچې کوي، خو ډېره دافسوس خبره دا ده چې دی اوس دافغان ولس خصوصا دپښتو او پښتنو دحقوقو خبرې کوي!

   زه وایم په کومو سترګو، او په کومه خوله دپښتو او پښتنو ټکی یادوې؟ پښتانه خو تاسو دلنین او ګروباچوف له غوړبیجنو او کرغېړنو افکارو نه قربان کړل! کورونه مو یې دسرو روسانو په بمونو او ټانکونو ور وران کړل! په سلهاوو زره مو په زندانونو کې تر تېغ تېر کړل! په لسهاوو زره مو ژوندي تر خاورو لاندې کړل! له کورنو او کلیو نه مو وشړل! یو نیم ملیون مو شهیدان کړل! په ملیونهاوو مو یتیمان کړل! په لکهاوو پاک زړې او پاک لمنې پښتنې مو کونډې کړې، بورې مو کړې، ورارې مو کړې، بلکې شهېدانې مو کړې! دا لا څه چې دډېرو عفتونه، پړوني او لمنې مو دسره لنین سرو بچیانو ته ډالۍ کړلې!!! اوس بیا راځې دپښتو او پښتنو خبرې کوۍ؟

    او اوس بیا د۱۲ کلن کندهاري اختر، او ۱۲ پکتیاوالې دتعلیم غم درسره پیدا شو؟ په لکهاوو کندهاریان، هلمندیان، زابلیان، هراتیان، غزنيوال، پکتیاوال، وردګ، خوستوال، ننګرهاریان، لوګریان او… پښتانه مو تر خاورو لاندې نه کړل؟ دا لوی جنایت و، او که ستا په ژبه، ستا په ګومان او ستا دخبر پر اساس چې ۱۲ کلن اختر او ۱۲ پکتیاواله له تعلیم نه بې برخې شول؟

    سرلوڅ خان عجیب قضاوت کوي! دطالبانو دویاند څرګندونې ده ته دمنلو نه دي، خو بیا دنورو ویب پاڼو خبرونه ورته دسره لنین دکاڼي کرښې دي! سره له دې چې دی دمستې اروپا په نرمه او ګرمه غېږ کې پروت دی، مګر سترګې یې دومره تېزې، او ژور لید کوي چې دلته دغزني، کندهار او پکتیا ولسوالۍ او ښوونځي ویني! او په دې پوهېږي چې دا رښتیا او دا درواغ وايي!

   شرمېدلي، ټيټ سترګي او خړ مخي کمونیستان تر پرونه پورې دلنین ډول ته ګېډل، اونن دا دي دبوش او اوباما سورڼي ته پیکې غورځوي!  پروني سر سخت دښمنان یې نن نېږدې دوستان شول! دا چې ولې او په کوم اساس؟ کېدای شي له دوی سره یې ځوا ب وي! خو فکر نه کوم.

   خبره ښکاره ده، دوی پرته له غلامۍ ژوند نه شي کولی، پرون پاخه سره روسان! او نن خام سره امریکایان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x