
کابل په روژه کې ـ پوډري
دادمحمد ناوک
پرون چېرته مېلمه وم، تلویزون کې مې د سیتا قاسمي هغه خپرونه وليده، چې پر بې وسو کورنیو روژه ماتي وشي، په دې خپرونه کې يې د یوه پوډري کورته روژه ماتی ور وړی و، پخپله پوډري په کور نه و، مېرمنې يې او پنځو ـ شپږو ماشومانو يې ډېرې نادرې وويلې، د سړي زړه ورته ټوک ـ ټوک شي. د کوربه تر خوا مې لاسونه لپه کړل او اشرف غني او عبدالله ته مې ژوره ښېرا وکړه.
کوربه وخندل وايي پر دوی يې د اشرف غني او عبدالله څه؟ هغوی خو نه دي ورته ويلي چې پوډريان دې شي! ښکاره خبره ده چې د کوربه تبصره ډېره سرسري وه، ماول نور يې نه درسره څېړم خو کاش دغه دولت صرف هغه د پُل سخته د سلګونو پوډريانو پوښتنه وکړي چې دا ولې نه تداوي کېږي او دا پوډر له کومه، څوک ورته رارسوي؟ په ضمن کې مې د کوربه د بېرته خوشالولو لپاره د سیتا قاسمي په اړه ورته وویل، وايي چا یو پسه غلا کړی و، بیا يې خیرات کړی و، نو بل تن ترې پوښتنه کړې وه چې دا اوس څنګه شو؟ ثواب عذاب؟ وايي ده ورته ویل چې غلا او خیرات سره برابر شو او وازدي په ګټه کې راته پاتې شول، ما ویل ممکن د سیتا قاسمي سندرې او دا خیراتونه سره برابر شي او چکرې ورته په ګټه کې پاتې شي.
په روژه کې له دغې طبقې سره لا هم په بې پامۍ چلند کېږي، نن ماښام په میرویس میدان کې یو سپين ږيري پوډري ته ودرېدم، ده د څملستا لپاره ځانته ځای برابروه، زه چورت ورته یووړم، چې را پام يې شول پخپل لکړه يې غوټه کړه راباندې نارې يې کړې: برو ازی جا، چه میکنی؟….
پرلپسې ډنګېده وايي پرون هم چا کالي رانه یووړل، خو زه نېغ ورته ولاړ وم، په سوچ کې ورته تللی وم، اخر يې پولیس ته لویه ناره وکړه، زه ترې را روان شوم، د دې سپین ږېري پوډري لیدلو دا کرښې را باندې ولیکلي. په روژه کې عموماً مسلمان له بل مسلمان نه د نېکۍ تمه لري، خیراتونه صدقې ډېر وي، پر یو بل د رحم او زړه سوي میاشت بلل کېږي، خو دغه طبقه له خپل مظلومیت سره سره لا هم د کرکې وړ بلل کېږي، د پوډريانو کورنۍ د ژوندو مړو نمونې لري، ماشومان يې په کم عمر یا سخت کارونه کوي یا سوال کوي یا هم د ښار په لوګیو کې اوبه خرڅوي…
دولت خو په لوی لاس د بل په ځپلو کې خپل دوام ویني، ملت ځپي ځان پرې ساتي، د پوډرو د تولید، وېش او پلور په ټولو برخو کې بې له مبالغې چې دولتي چارواکي ښکېل دي، دا ډول لوی جنایتونو له لویو ملاتړو پرته نه ترسره کېږي، په ټيټه سطحه خو په نظامي برخه کې نشه یوه اړتیا ګڼل کېږي، خو راځئ د مسلمانانو په توګه د روژې په دې مبارکه میاشت کې پر دې مظلومه او د ترحم وړ طبقې رحم وکړو، که يې د چا درملنه له وسه کېږي، نه دې يې سپموي او که يې څوک له کورنیو او ماشومانو سره مادي یا معنوي مرسته کولی شي لاس دې ور وغځوي.
په کابل کې ځينې د انسان پر وړاندې بې خاره بې تفاوتي د ښاريتوب یو اصل ګڼي، دلته سوالګر ته، نشه يي ته، مظلوم او هر مجبور ته د کوم فریبکار په سترګه کتل کېږي، دلته له اړو سره مرسته ځينې ساده ګي بولي او داسې انګېري چې مرسته کوونکی د کوم فریبکار په دام کې نښتی، د کابل سیند ډېرې برخې د پوډریانو د خیرنو جسدونو د ارام تکیې دي، نه يې دولت ويني او نه هم ملت د کوم ژوندي موجود پر ارزښت ورته قایل دی
الله جل جلاله دي اجر درکړي چې دداسې بې وزله طبقې په اړه دي خپل ایماني مسئولیت ادا کړی دی.