fbpx

سلف او روژه (30/7)

حامد افغان

سلف او د شپې عبادت

د شپې د عبادت په اړه یو څه تفصيلات ضروري بولم، ځکه په قران او حدیثو کې د دې عبادت اهمیت او ګټي بیخي زیاتي بیان شوې دي او نن سبا په دې عبادت کې غفلت او سستي هم زیاته شوې ده، نو دلته د قرانکریم او حدیثو په رڼا کې د شپې په عبادت تفصيلي معلومات رااخلم. الله دي موږ او ټولو مسلمانانو ته د شپې د مخلصانه عبادت توفیق رانصیب کړي.

د نفلو مشروعيت د الله له لوري په مومنانو باندي لوی رحم او ستره مهرباني ده، په نفلي عبادت سره دوه لویي ګټي ترلاسه کولی شو، یوه دا چې په نفلي عبادت سره د فرضي عبادت نقصان جبيره کیږي او بل په نفلي عبادت سره د نېکیو تله درنیږي، باید روښانه کړو چې د هر فرضي عبادت له جنسه نفلي هغه شته، لکه د فرض لمانځه له جنسه نفلي لمنځونه، د زکات له جنسه خیراتونه، د فرض روژې له جنسه نفلي هغه. دا دعوه څوک نه شي کولی چې فرایض یې په کره توګه ادا کړي دي، له کمزوري انسان نه په هغو کې نقصان رامنځته کیږي او نوافل هغه جبيره کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د قیامت په ورځ به له بنده نه د هغه د لمانځه پوښتنه کیږي، که یې لمونځ سم وخوت نو کامیاب او بریالی به شي، او که سم ونه خوت نو ناکام او تاواني شو، که یې په غرضونو کې نقصان و الله عز وجل به ووایي: وګورئ زما د بنده نفلونه شته، نو په هغو به د فرضو نقصان پوره کړل شي، بیا به یې ټول عمل په دې طریقه وي. عن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال : سمعتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول : «إنَّ أولَ ما يُحاسب به العبدُ يوم القيامة من عمله صلاتُه؛ فإنْ صلحت فقد أفلحَ وأنجحَ، وإن فسدت فقد خاب وخسر؛ فإن انتقص من فريضته شيءٌ قال الرَّبُّ – عزَّ وجلَّ: انظروا هل لعبدي من تَطَوُّع فيكمل بها ما انتقص من الفريضة ثمَّ يكونُ سائر عمله على ذلك» ( رواه التِّرمذيُّ وأبو داود وابن ماجه).

دا راز د نفلو په اړه د بخاري په یوه روایت کې راغلي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وایي: الله عز وجل فرمایي: زما په بنده چې ما کوم عبادت فرض کړی دی په هغه سره یې ما ته رانږدې کیدل ماته ډېر خوند راکوي، او هر څومره چې په نوافلو سره ماته رانږدې کیږي زه مینه ورسره کوم، نو کله چې زه له هغه سره مینه ولرم زه د هغه د اوریدا ځواک شم … «وما تَقَرَّبَ إليَّ عبدي بشيء أحبّ إليَّ مما افترضتُ عليه، وما يزال عبدي يتقرَّبُ إليَّ بالنَّوافل حتى أحبَّه، فإذا أحببتُه كنتُ سمعَه الذي يسمع به …» ( رواه البخاري ) .

قرانکریم او د شپې عبادت

په پیل کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د شپې عبادت فرض کړل شوی و، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو څه موده د شپې عبادت کاوه، لکه قرانکریم وایي: يٰٓأَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ الَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا نِّصْفَهُۥٓ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا.[سُوۡرَةُ المُزمّل : 123]. اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه!شپه په لمانځه کښي په ولاړي تېره کړه خو كمه، يا نمايي شپه، یا له هغې څخه يو څه كمه کړه.

لکه عائشه رضي الله عنها وایي د دې سورة په پیل کې الله د شپې عبادت فرض کړ، رسول الله او ملګرو یې یو کال دا عبادت کاوه، د سورة پای الله دولس میاشتي نیولی و او بیا د دې سورة په اخیر کې اسانتیا نازله شوه نو د شپې عبادت له فرضو وروسته نفل وګرځیده. عن قالت عائشةُ – رضي اللهُ عنها قالت: “فإنَّ اللهَ افترض قيامَ اللَّيل في أَوَّل هذه السورة فقام نبيُّ الله صلى الله عليه وسلم وأصحابه حولاً، وأمسك اللهُ خاتمتَها اثني عشر شهرًا حتى أنزل اللهُ في آخر هذه السُّورة التَّخْفيفَ، فصار قيامُ اللَّيْل تَطَوُّعًا بعدَ فريضة ( رواه مسلم ) .

کله چې پنځه لمنځونه فرض شول له هغه وروسته د شپې عبادت نقل شو، لکه قرانکریم وایي: وَمِنَ الَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِۦ نَافِلَةً لَّكَ عَسٰىٓ أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا.[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 79]. او د شپي تهجُد وکړه، دا ستا لپاره نفل دي. لیري نه ده چي ستا رب تا د ستايني د وړ مقام خاوند کړي.او په دې اړه نور ایتونه هم راغلي دي.

د تهجدو او شپې د عبادت د فضیلت او د هغو د غوره بدلې له پاره قرانکریم وایي: تَتَجَافٰى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ يُنفِقُونَ.فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.[سُوۡرَةُ السَّجدَة : 17 /16] (د تهجد لپاره) د بسترو څخه پاڅیږي، خپل رب ته له ويري اوهيلي سره خپله غوښتنه وړاندي كوي. او څه روزي چي موږ ورکړې ده، له هغې څخه لګښت كوي. نو د سترګو يخېدو كوم وسائل چي د هغو د عملونو په مكافات کښي د هغو لپاره پټ کړای شوي دي، هيڅ ساکښ پرې خبر نه دى.او په دې اړه نور ایتونه هم راغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د