fbpx

د روژې فتوحات (د مکې فتح) ۳/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز

اسلامي لښکر مکې ته ننووت:

د روژې مبارکې میاشت ۲۰ ورځ وه، څو شېبې پاتې وې چې اسلامي لښکر د مکې په دروازو ورننوزي. خلک ویریدل چې که رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته راننوزي په قتل عام به لاس پوري کړي، نه به ښځې پریږدي او نه ماشومان، او په مکه کې به د وینو سیلابونه وبهوي.

همیشه د مجاهدینو په اړه د دښمن د ناسمو معلوماتو له امله یوشمیر خلک داسې فکر کوي چې که مجاهدین پرې حاکم شي ژوندي به یې پرینږدي، کورونه به یې وران کړي او په ظلم او وحشت به لاس پورې کړي. خو حقیقت داسې نه وي، کله چې وخت راشي بیا دغه اټکلونه برعکس ثابت شي، هغه څوک چې خپل سرونه د دې لپاره قربانوي چې خلک په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي، کله هم د بې ګناه خلکو د وژلو او کورونو د نړولو اقدام نه کوي.

د ابوسفیان کور د امن کور شو:

ابو سفیان فطرتا دا خوښوله چې د خلکو په مینځ کې امتیاز ولري. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو ځانګړی فرمان له مخې اعلان وکړ: هر څوک چې حرم شریف ته ننوځي هغه په امن کې دی، هر څوک خپل کور ته ننوځي هغه په امن کې دی، او هر څوک چې د ابوسفیان په کور کې پنا واخلي هغه په امن کې دی. خلک تیت او پرک شول، څوک په خپل کور ننوتل او چا د ابوسفیان په کور کې او چا په حرم شریف کې پنا واخیسته.

ابو سفیان د قریشو یو قومي مشر وه، تازه مسلمان شوی وه او ښايي د مکې مشرکینو به پټ پیغور هم ورکاوه چې تا اسلام قبول کړ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ ارزښت درنکړ. رسول الله صلی الله علیه د دغه امتیازي فرمان پر اساس د ابوسفیان له زړه څخه نفسي شکستګي وایسته او په کلي ولس یې د نوموړي غاړه هسکه کړه. دغه کار مسلمانانو ته هیڅ تاوان ونه کړ خو د نوموړي زړه یې وګاټه.

مکه بې له مقاومته فتح شوه:

له نن څخه ۸ کاله وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابو بکر الصدیق له مکې څخه دوه په دوه وتلي وه، په لار کې يې د ثور په غار کې درې شپې له کفارو څخه پنا اخیستې وه، خو نن له لس زره وسلوال پوځ سره مکې ته ننووت.

د قریشو مورال او نظامي ځواک دومره کمزوری شوی وه چې د مکې په ټول ښار کې چا له مسلمانانو سره د مقابلې جرئت ونه کړ. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سترګې په لومړي ځل په کعبې شریفې ولګیدې له ډیرې تواضع څخه یې سر دومره ټیټ کړ چې مبارکه ږیره یې د اوښ په زین ولګېده، او له سترګو یې اوښکې روانې وې.

بوتان مات شوه:

د حرم شریف په ساحه او د کعبې په داخل کې ګڼ بوتان ولاړ وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ایت په بدرګه ماتول چې «جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا». په ځینو روایاتو کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر بوت ته په لاس اشاره وکړه او بوت به سمدستي پر ځمکه رانسکور شو.

عمومي عفوه اعلان شوه:

د مکې فتح د مسلمانانو لپاره د الله جل جلاله نصرت او پیرزوینه وه، دغې فتحې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پخوانۍ سختي او تکالیف ورپه زړه کړه، له همدې ښاره د مظلومیت په حال کې شړل شوی وه، خو نن الله جل جلاله فتح او نصرت ورکړ، ځکه یې د خشوع انتهاء نه لیدل کیده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغې الهي پیرزوینې د شکر لپاره د خلکو پرمخ د عمومي عفوې دروزاې خلاصې کړې. خو د ګوتو په شمیر جنګسالارانو او جنګي مجرمینو د وژنې امر یې وکړ او ویې ویل: که د کعبې په پوښ کې هم درڅخه پټ شي ويې وژنئ.

تاریخ څیړونکي وايي: له دغه ډاروونکي امر څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه دا وه چې نوموړي جنګي مجرمین د آینده لپاره په ویره او ډار کې وساتل شي، تر څو دا موقع ونه مومي چې د مسلمانانو پر ضد په ډاډه زړه سر راپورته کړي بلکې یوازې د ځان په غم کې پاتې شي.

د دغه امر له برکته د هماغو مرګ ته مطلوبو کسانو له ډلې څخه ځینې ووژل شول، خو د عکرمه بن ابي جهل او عبدالله بن ابي السرح په ګډون ډیرو له کفر او سرکشۍ څخه لاس واخیست او د اسلام مبارک دین یې قبول کړ.

بلال اذان وکړ:

د کعبې ګرچاپیره او په داخل کې ایښي بوتان مات شوه، له څو کسانو پرته د مکې خلکو ته عمومي عفوه اعلان شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم لا هم په حرم شریف کې ناست وه، د ماسپښین د لمانځه وخت نږدې شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم بلال (رضي الله عنه) ته امر وکړ چې اذان وکړي. بلال د کعبې سر ته وخوت او څو شېبې وروسته د مکې په فضا کې د توحید ملکوتي غږونو انګازې جوړې کړې، هغه مکه چې یو وخت د کفر، شرک او ظلم مرکز وه، او هغه بلال چې یو وخت به یې د توحید په ګناه په همدې مکه کې غوښې په سرو شګو سوزول کېدې.

ډلې ډلې خلک په اسلام کې داخلېدل:

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې ۱۹ ورځې پاتې شو او بیا بیرته مدینې منورې ته لاړ، په دې موده کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډلې ډلې خلک راتلل، له کفر او شرک څخه به یې بیزاري اعلانوله او په اسلام سره به یې بیعت کاوه. په دې توګه د مسلمانانو د دوه لسیزو هغه ارمان پوره شو، چې په مکه مکرمه کې د توحید وړانګې خپرې او د اسلام بیرغونه رپاند وویني.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د