افغانستان

دوستم: له طالبانو د امریکایانو بدل اخلم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): پخوانی جنګسالار او د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې له طالبانو د امریکایانو بدل اخلي.

عبدالرشید دوستم چې د لسګونو زره کسانو پر وژنه، زرګونو کسانو پر لوټونه او د زرګونو جریبه ځمکو پر غصب تورن دی طالبان بې رحمه او انسان وژونکي بولي.

جنرال دوستم وايي چې په شمال کې د طالبانو له منځه وړلو لپاره د ولسمشر هدایتو ته منتظر دی. تېره ورځ دغه ټوپکسالار د شمال ټولواک او جنګسالار جنرال عطامحمد نور سره د طالبانو ضد ملیشې بیا جوړې کړې.

هغه له طالبانو د امریکایانو د غچ اخېستلو په اړه وايي چې دی هم سرسخته دښمنان لري او هومره سرسخته دوستان او « د امریکایانو انتقام له دوی [طالبانو] اخلم». نوموړی چې د امریکايي یرغل پر مهال د طالبانو د حکومت په پرځولو او زرګونو کسانو په وژلو کې يې پراخه لاس درلود، خبریالانو ته ویلي چې دیارلس کاله پخوا وخت رایاد کړي.

د یادونې وړ ده چې جنرال دوستم د امریکا او ناټو د ځواکونو کلک خواخوږی ګڼل کیږي، نوموړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مړي «شهیدان» بولي.

دوستم په ۲۰۱۲ کال په خپلې یوې تاریخي وینا کې د امریکا په ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ چې له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو دې له سره غور وکړي، او په وینا یې ځکه چې امریکایانو په دې هیواد کې «شهیدان» ورکړي او درانه لګښتونه یې کړي.

تېر کال د نومبر په میاشت کې دوستم د برتانیې سفارت په موټر باندې چاودنه وغندله او په کابل کې يې د برتانیې سفیر ته په استولي پیغام کې څرګنده کړې چې د پیښې د «شهیدانو» په غم کې ورسره ځان شریک بولي.

دوستم په پخواني شمالي اتحاد کې یوه وتلې څیره وه، او له امریکایانو سره یې د طالبانو د حکومت په راپرځولو کې بې ساري مرستې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ده ، ته بی سواده او اوباش خو د طالبانو له لاسه څو څلی ازبکستان او ترکیی ته خپلو پښو خلاص کړی ، دا منو چه د پاکستان او امریکا په مرسته او پلان دی د لیلی په دشت کی ډیر طالبان په شهادت ورسول . مګر کله چه ستا ټاټوبی هم در څخه طالبانو خپل کړو او ته دوستم ترکیی ته وتښتیدی ، کله چه امریکایان راغلل ته یی هم له کومی سوړی راوویستلی او تسلیم شوی طالبان یی درته وسپارل امریکایانو هماغه کار چه دوی باید کړی وی په تا ظالم یی ترسره کړه چه نزدی شل… نور لوستل »

kadir mohmand

جوانان تحصیلکرده افغان جالا چرا بی غیرت شده اند و از دوستم غلام بچه مرتد می ترسند حالا خواهران مسلمان ما باید مانند عمه محمد (ص) صفیه که در جنگ احد که جوانان از میدان جنگ می گریختن صفیه در روز احد با جمعي از زنان مسلمان براي جهاد في سبيل الله، با سربازان اسلام بيرون آمد. آب مي بردوتشنه لبان راسيراب مي كرد؛ تيرها را تيز وآ ماده مي كرد وكمانها را اصلاح و مرتب مي كرد و باتمام احساس وحواس،جريان نبرد را زيرنظر داشت. ناگاه صفيه ديد جزتعدادي قليل،بقيه مسلمين از کنار پيامبر دور ميشوند و مي گريزند…….… نور لوستل »

حامد احمدی

دوستم ته وایه ټرررررررت- راودانګه

قاري سعيدخوستى

د متعال خداي په نصرت به معلومه شي چي برى دچا دى
زه خو وايم چي نور الله تعالى ددي وحشيانو سخه هم ددشت ليلى دانتقام فيصله كڑي ده او انتقام به هم دطالبانو په لاس وي

khalid

زه وایم طالبان باید ددی بی ناموسه نور په هر رقم چی کیږی غمه وخوری دا نور په صریح نصوصو په وار وار مرتد شوی نور مباح الدم ده او له دی اپلاتو نه یی باید خوله وربنده کړی اوف را به نشی لاس ته نو چی کسات او بدله وروښیم چی څنګه اخیستل کیږی دا که دومره ځانته مردانه وایی نو دا دی خپل د ښځی میړونه دی وباسی او کومه اسلحه چی طالبان لری په همغه اسلحه دی دی هم رامخته شی چی نر او ښځه معلوم شی که یی یوه ورځ هم په کابل کی سومبی ټینګه… نور لوستل »

امین داعی

الله ج دی د اخرت په ورځ دوستم د اوباما په ډله کی راپورته کړی تر څویی ارمان ښه پوره سی

شاهین اتل

د چا چې څوک څومره بچ ايسي د هغه مرګ به د هماغه چا له لاسه وي چې د ده بچ ايسي
انشا‌ء الله چې د دوستم مرګ به د طلباء کرامو له لاسه وي لکه څنګه چې يې د ده نور وروڼه جنرال داود داود، اخمد شاه مسعود او نور مردار کړل دی به د طالبانو له لاسه مردارېږي
دوستم، سياف، کريم خلیلی، اشرف غنی او د ګوډاګۍ ادارې ټول سر لاري دې خبر وي چې مرګ به يې د طالبانو له لاسه وي که مري او که چوي

بلاغ

ستاسو د بادارانو لا ټرهار دی ته به څه وکړی ### بی ننګه

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x