انګلینډ د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ یوازینۍ شل اوریزه سیالۍ د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. انګلینډ ټاکل شوي شلو اورونو کې اووه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې روټ غوره توپ وهنه وکړه. روټ په ۴۶ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۸ منډې جوړې کړې.

سټوکس هم دغې لوبې کې ښه وځلید. سټوکس یوازې په دیارلسو توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شوه.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچوونې په برخه کې سانټنر او میککلینګن دوه دوه ویکټو اخیستلو سره غوره توپ اچوونکي ثابت شول. دغې لوبې کې سانټنر تر ټولو توپ اچوونکو لږې منډې ورکړې.

نیوزیلینډ په ځوابي توپ وهنه کې د میککلم او ویلیمسن غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۶.۲ اوروه لوبه وکړه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډي توپ وهوونکو ډیره خرابه توپ وهنه وکړه او درې لوبغاړي يي له کومې منډې جوړولو پرته وسوځیدل او پنځه نورو لوبغاړو له لس او پنځو لږې منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې ویلیمسن په ۳۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۷ او میککلم په یوازې ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. دغې لوبې کې د انګلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې ویلي درې، ووډ درې، سټوکس دوه او راشد یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د