
افغانستان
بدخشان: د کشم ولسوال ووژل شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت کشم ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار مصدق په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وايي، چې د کشم ولسوال په يو سرتيري بريد کې وژل شوی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د کشم ولسوال عبدالجبار مصدق د يوې تکتيکي چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.
يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې عبدالجبار مصدق نن سهار په يوه تکتيکي چاودنه کې له پنځو نورو کسانو سره ووژل شو.
د نورو وژل شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
دوستم يو په دوه پشو روان بي عقل حيوان دي په دي هم نه پوهيژي چي کافر د شهادت مرګ نه لري .