نظــر

د ثور ۷ او ۸ كه دواړه؟

په افغانستان كې د پښتون خوزښت هوتكي روح له افغان ځان احمد شاه بابا وروسته په شاه زمان كې څرگند شو. شاه زمان د خپل پلارتيمورشاه دراني لښكري، وټه ييزو، ټولنيزو او فرهنگي نيمگړتياوو ته په پاملرنه د ولس په ملاتړ د ډاډمنو گامونو پورته كولو ته د هوډ څرگندونه پيل كړه؛ خو د روس او انگليس د پټ سوداگريز جوړجاري لومړۍ هڅې د سترگو له نور بې برخې كړ او بيا يې پرملاتړو لومړى شاه محمود او بيا شاه شجاع واكمنۍ او ځواكمنۍ ته ودرول؛ خو لدې پرلپسې همكاريو يې په زړه پورې   پايله تر لاسه نه كړه. روس او انگليس اړ شو، چې دوه مخيزې سياسي او پوځي؛ خو موازي هڅې گړندۍ كړي.

د هېواد په شمال او جنوب كې پرمعلوم الحاله افرادو بېلابېل پټې او ښكاره پېرزوينې پيل شوې، چې د ولس د پت پالنې، دين غوښتنې او خپلواكۍ ساتنې هڅې يې خنډ شوې.
انگريزانو د روسانو په همكارۍ خپل پوځي ځواك جنوبي پولو ته راورساوه او د وزير فتيح خان په كورنۍ كې د غبرگو واكمنيو پوځي لوبه يې ښكاره توده كړه.
د افغان- انگليس په دې لومړنۍ جگړه كې  د روسانو په سياسي هڅه دوست محمد خان له ولسي لښكرو تېښته وكړه؛ لښكري توره په لاس انگريزانو ته په گونډو شو او هغو د افغانستان اميركبير ونوماوه.
اميركبير د ولسي لښكرو څرگندې او هوډمنې څېرې د تاريخ پر دوه يم وزير له مخې ليرې كړې؛ خو د غبرگو واكمنيو په څه نا څه درې لسيزو اخ و ډب كې اميرشېرعلي خان د ولسي لښكرو غوښتنې او پوښتنې ومنلې او په هېواد كې يې هوتكي روحيه يو ځل بيا راوپاروله.
روسانو او انگريزانو غوږونه يو ځل بيا بوڅ كړل. انگريزانو له جنوبې ډډې او روسانو له شمالي اړخه سياسي او پوځي هڅې گړندۍ كړې.
پر افغانستان انگريزانو دوه يم يرغل پيل كړ او روسانو د امير شېرعلي خان ځاى ناستى عبدالرحمن خان وټپاوه. د ميوند پر فاتح سردار محمد ايوب خان د سياسي هڅو بنديز ولگيد او انگريزانو عبدالرحمن خان د اوسني افغانستان بنسټوال امير وگاڼه، زوى حبيب الله خان يې د ژباړن دنده تر سره كړه او د ولسي لښكرو مخكښان له ناخوالو سره مخ شول.
دغه مهال روسانو او انگريزانو د افغانانو په هېواد كې د سياسي او پوځي تشكيلاتو ترڅنگ مذهبي او ديني ارزښتونو ته  پاملرنه راوگرزوله؛ افغانستان ته راليږديدليو معلوم الحاله كورنيو او معلوم الحاله شخصيتونو له واك و ځواكه د ملاتړ څرگندونې پيل كړې، خو د ولسي لښكرو پاڅونونه پرې غلي نشول. دغو هڅو په درېيم ځل انگريزان پوځي يرغل ته اړكړل.
سردار نصرالله خان مات او امان الله خان غازي ونومول شو؛ په زيات شمېرولسي شخصيتونه ډډې ته وساتل شول؛ خو له پوځي او مذهبي  هڅيدليو هڅو يې بريالۍ تېښته وكړه.
په فرانسه كې د سلطان محمد طلايي ساتل شوې كورنۍ هېواد ته راوليږديده. له ولسي لښكر څخه دوه اړخيز پټ او ښكاره ملاتړ څرگند شو؛ خو دغه مهال د انگريزانو په مشرۍ د ځانگړيو يرغلونو نوې بڼه د روسانو په مشرۍ  پيل شوه. د يرغل دې بڼې ولسي ارزښتونو ته پاملرنه راواړوله، بېلابېلې ډلې وزېږېدې، چې ور سره سيمه ييزې هڅې تندې او ښكېلاكي هڅې گډې شوې.
روسانو د انگريزانو په همكارۍ پرافغانستان يرغل وكړ، چې په كې د افغانانو ملي پيدايښت زيانمن شو؛ خو ورك نشو.
ولسي لښكر روسان له پوځي او مذهبي ماتې سره مخ كړل او په هېواد كې درېيم هوتكي خوزښت د ملا محمد عمرپه مشرۍ پيل شو.
انگريزانو او روسانو له امريكايانو سره جوړجارى وكړ او پرافغانستان د ساتل شويو معلوم الحاله افرادو په ملاتړ گډ د ۴۸ دولتونو گډ يرغل پر ملي مقدساتو پيل شو او د واك و ځواك د خپلولو نوې واكمني وغوړيده؛ خو هوتكي خوزښت يې مخه ډپ كړې ده. په مننه

خ.آرمل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x