دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اوولسمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

د شهیدانو ډولونه:

لومړی: دحکم او نیت له مخې.

علمای کرامو د شهیدانو په اړه راغلیو نصوصو ته په کتو سره شهیدان د نیت له پلوه په درې برخو ویشلې:

۱ – ددنیا او آخرت دواړو شهید، دا هغه شهید دی چې په پاک نیت د الله جل جلاله په لاره کې یا په ظلم او ناروا وژل شوی وي، او یا له خپل ځان، مال، عزت او له مظلوم نه ددفاع په لاره کې وژل شوی وي.

دې شهید ته په آخرت کې د شهید درجې، کرامت او عزت ور کول کېږي، او په دنیا کې هم د شهید په ځانګړو فقهي احکامو نازول کېږي. چې تفصیل یې مخکې تېر شو.

۲ – د آخرت شهید، دا هغه شهید دی چې په دنیا کې د شهید احکام نه پرې پلې کېږي، غسل ور کول کېږي، او کفن ورته کېږي، خپلې جامې ترې ایستل کېږي. خو په آخرت کې د شهید درجې، کرامت او عزت ور کول کېږي، او دا لازمي نه ده چې دلومړني ډول شهیدانو په څېر اجر، ثواب، کرامت او عزت دې ور کړل شي، کېدای شي د هغوی په څېر وي، کېدای شي له هغوی نه لږ او کم وي، او دا هغه څو کسان دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې داسې یاد کړي دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا تَعُدُّونَ الشَّهِيدَ فِيكُمْ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ قَالَ « إِنَّ شُهَدَاءَ أُمَّتِى إِذًا لَقَلِيلٌ ». قَالُوا فَمَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ « مَنْ قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِى الطَّاعُونِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِى الْبَطْنِ فَهُوَ شَهِيدٌ »[1]

ژباړه له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تاسو کې شهید څوک ګڼئ؟ صحابه وو ویل یا رسول الله هغه څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، نو هغه شهید دی، ویل: په دې توګه خو نو زما د امت شهیدان لږ دي!

صحابه وو ویل: نو څوک شهیدان دي اې رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ ویل: ( څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي هغه شهید دی، او څوک چې دالله جل جلاله په لاره کې مړ شي هغه شهید دی، څوک چې د طاعون په ناروغۍ مړ شي هغه شهید دی، او څوک چې د ګېډې په ناروغۍ مړ شي هغه شهید دی، ابن مقسم ویل زه په دې حدیث کې ستا په پلار ګواهي وایم چې ویې ویل: په اوبو کې ډوب شهید دی ) ددې حدیث شریف روایت امام مسلم په خپل صحیح کې د شهیدانو په باب کې کړی.

په صحیح بخاري کې د یو حدیث شریف په یوه برخه کې په دې اړه داسې راځي: (الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ الْمَطْعُونُ ، وَالْمَبْطُونُ ، وَالْغَرِيقُ ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ ، وَالشَّهِيدُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ) [2]

ژباړه: شهیدان پنځه ډول خلک دي: هغه چې د طاعون په ناروغۍ مړ شي، او هغه چې دګېډې په ناروغۍ مړ شي، او هغه چې په اوبو کې ډوب شي، او هغه چې کوم ځای پرې راونړېږي، او د الله جل جلاله په لاره کې شهید.

او د سنن نسائي د یو روایت په یوه برخه کې په دې اړه داسې راغلي: (قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الشَّهَادَةُ سَبْعٌ سِوَى الْقَتْلِ فِى سَبِيلِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ الْمَطْعُونُ شَهِيدٌ وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ وَالْغَرِيقُ شَهِيدٌ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ شَهِيدٌ وَصَاحِبُ ذَاتِ الْجَنْبِ شَهِيدٌ وَصَاحِبُ الْحَرَقِ شَهِيدٌ وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدَةٌ )[3]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( د الله جل جلاله په لاره کې له وژل کېدو پرته شهادت اوه ډوله دی: هغه چې د طاعون په ناروغۍ چې مړ شي شهید دی، هغه چې د ګېډې په ناروغۍ مړ شي شهید دی، هغه چې په اوبو کې ډوب شي او مړ شي شهید دی، هغه چې کوم ځای پرې او نړېږي او مړ شي شهید دی، او هغه چې په ذات الجنب مړ شي شهید دی – ذات الجنب وايي یو ډول دانه ده چې د سړي په اړخ کې دننه را پیدا کېږي، او ډېره خطرناکه دانه ده – هغه چې په اور وسوځي او مړ شي شهید دی، ښځه چې په اولاد مړه شي شهیده ده. او د ( جُمْعٍ ) معنی داسې هم شوې چې پیغله مړه شي شهیده ده.

په ځینو نورو روایاتو کې راځي چې څوک چې مار یا لړم یا بله حشره وچیچي او مړ شي هغه شهید دی، او هغه چې داړه لرونکي ځناور یې مړ کړي هغه شهید دی.

امام عیني رحمه الله د بخاري شریف په شرحه عمدة القاري کې وايي چې دا ډول شهیدان نېږدې تر ۴۰ پورې رسي، او دا چې په ځینو احادیثو پنځه، او په ځینو کې اوه، په ځینو کې یو ډول او په ځينو کې بل ډول راغلي؛ دا د حال او سوال له مقتضی سره سم راغلي، نه دې امله چې په احادیثو کې ټکر دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حال او سوال له مقتضی سره سم بیان کړی، په یو ځای کې یې یو څو یاد کړي، په بل ځای کې یې یو څو نور یاد کړي، او په بل ځای کې یې بیا نور یاد کړي. یا یې د یو کس د پوښتنې په ځواب کې د هغه حال ته په کتو سره څو ډوله یاد کړي، د بل کس د پوښتنې په ځواب کې د هغه حال ته په کتو سره یې یو څو نور بیان کړي.

په دې کې دا حکمت هم کیدای شي چې که یې ټول په یو وار یاد کړي وای کېدای شوی د ټولو یادول به ګران تمامیدل، او دا یقیني ده چې په یو ځل دیو شي دیرش، څلويښت ډوله یادول ستونزمنه خبره ده. خو که په جلا جلا ډول او په جلا جلا وختونو کې څو څو یاد کړل شي، هم یې یادول آسانه وي او هم پرې پوهېدل. او درسول الله صلی الله علیه وسلم هڅه دا وه چې خپل اصحاب کرام په ښه او سمه توګه د اسلام په مبارکو احکامو پوه کړي.

م. محمد نعیم
_________________
[1] – رواه مسلم، باب بیان الشهداء.
[2] – صحیح البخاري، باب فضل التهجیر إلى الظهر.
[3] سنن النسائي, باب النهي عن البكاء على الميت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x