ايا غواړئ، چې رمضان کې دوه چنده روژې ونیسئ؟

احمدالله احمدزی

تاسې به هم ووايئ، چې يوه مياشت کې خو دېرش روژې وي، دا دوه چنده يې څه معنا؟

د دې خبرې ځواب ډېر اسانه دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «چا چې يو روژه دار ته روژه ماتی ورکړ، د هغه د روژې په اندازه ثواب يې کيږي او د اول روژه دار له اجره هېڅ هم نه کميږي.»

د ساري په توګه، په خپل ګاونډ، خپلوانو او نورو سيمو کې د يو روژه دار روژه ماتی سل روپۍ ايله وشي اوس که څوک غواړي، دوه ځله د روژې نيولو ثواب وګټي، نو يوې خيريه ټولنې يا کومې غريبې کورنۍ ته دې لږ تر لږه درې زره روپۍ ورکړي ستا به پرې د روژې اجر دوه چنده شي او د يو مسلمان روژه به پرې ښه تېره شي.

د خيريه ټولنو غړو، مساپرو، خپلوانو او کليوالو ته روژه ماتی ورکول ډېره اسانه خبره او اجرونه يې د روژې نيولو په اندازه دي.

روژه کې د ډېر خير ګټلو لپاره بايد د خپلو بې وزله دوستانو او خپلوانو تر څنګ هغو خيريه ټولنو سره مرستې وشي، چې د بې وزله خلکو لپاره خوراکي توکي د روژې تېرولو خواړه راټولوي.

اوس خو الحمدلله د هېواد په لر و بر کې خيريه ټولنې او د خير ځوانان دومره ډېر دي، چې خپل ژوند يې د خير کارونو ته وقف کړی وي او غواړي، چې خپل ژوند او روژه د خپلو خلکو په خدمت کې تېره کړي او موږ که نور څه نه شو کولای، نو دومره خو بايد وکړو، چې دغو خيريه ټولنو سره په رښتينې معنا د خپل وس په اندازه همکاري وکړو، نور خلک يې همکارۍ ته راوبولو او عملي ګامونه ورسره واخلو.

دې سره به مو يو طرف ته يو مسلمان ته خير ورسي، تر څنګ يې الله تعالی اجرونه هم راکړي او خپل فطرت کې به مو د خير او خيرخواهۍ عمل پوخ شي، ځان به راته د بشريت خواخوږی ښکاره شي، ټولنه به د يو سالم رقابت پر لور سوق شي او که په دغه فکر بيا مرګ هم راشي، نو ان شاءالله ايمان سره به وي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په تاسې کې بهتر هغه څوک دی، چې خلکو ته يې ډېر خير رسيږي.

خلک بايد په خپلو کورنو کې ماړه کړو

د عمر بن عبدالعزير رحمه الله په اړه ويل کيږي، چې نوموړي به هره روژه کې د هرې کورنۍ غړي ته يو درهم او ښځې او خاوند ته دوه دوه درهمه ورکول. يو چا ورته وويل، که دې خلکو ته خوراکي توکي ورکړې، نو ښه به وي. عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ورته وفرمايل: «خلک په خپلو کورونو کې ماړه کړئ»

نو زموږ هغه وروڼه او دوستان، الله تعالی وس او توان ورکړي وي، کولای شي، چې د الله له ماله، خپلو دوستانو، ګاونډيانو او خپلوانو سره د نغدو پيسو مرسته وکړي او د هغوی روژه پرې ښه تېره شي.

دا لازمي نه ده، چې موږ بايد يوازې د زکات پيسې خيراتونو کې ولګوو، بلکې موږ بايد له فرضي زکات پرته نفلي صدقې هم ورکړو. دې سره يو طرف ته الله تعالی زموږ په مالونو کې برکت اچوي او بل پلو په روژه کې د نفلو اجر الله تعالی د فرضو په اندازه ورکوي.

هغه مسلمانان وروڼه او خويندې، چې نفلي حجونو او عمرو ته ځي او ګاونډ کې يې وږي تږي وي، نو دوی بايد خپلې دغه پيسې دغو وږو تږو او اړو کسانو ته ورکړي الله تعالی به له عمرې او حج څخه زيات اجرونه ورکړي ان شاءالله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د