افغانستان

طالبان: د سیاسي دفتر له اجازې پرته، ټولې سیاسي اړيکي شخصي بڼه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د دوی د سیاسي دفتر له اجازې پرته له هر چا سره هر ډول سیاسي اړیکي شخصي بڼه لري.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې « د افغانستان اسلامي امارت » د خپلو چارو د پر مخ وړلو لپاره ځانګړي اداري تشکیلات لري او هره اداره پخپله برخه کې په کار بوخته ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د سیاسي چارو د پرمخ وړلو لپاره دوی سیاسي دفتر لري چې «تر اسلامي امارت پورې د اړونده ټولو داخلي او خارجي سیاسي چارو مسولیت ور سپارل شوی.»

طالبانو په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د « اسلامي امارت د مشر تابه» یا هم د قطر د سیاسي دفتر له اجازې پرته هیڅوک دا صلاحیت نه لري چې له چاسره د سیاسي چارو په اړه اړیکي ټینګې کړي.

طالبانو دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستاني صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز د چين د اورمچي ناسته هم د طالبانو ناسته بللې او هم يې ویلي چې په راتلونکې کې به د سولې لپاره ورته ناستې وشي.

طالبانو د چين په اورمچي کې هم له خپل اړخه ګډون رد کړی و او ويلي يې و چې د دوی سیاسي چارې د قطر له سیاسي دفتر نه پر مخ وړل کېږي او په اورمچي کې د دې دفتر پر استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.

طالبانو په نننۍ خبرپاڼه کې هم ویلي « داسلامي امارت دمشرتابه یاهم سیاسي دفتر له اجازي پرته د اسلامي امارت په استازیتوب له چا سره د سیاسي چارو په اړه لیده کاته وکړي، که داسې څه شوي وي او یا له دې وروسته کېږي، هغه یو شخصي تصرف دی، چې په هېڅ ډول د اسلامي امارت استازیتوب نشي کولی .»

د شنونکو په اند افغان حکومت که د سولې په پروسه کې ځان رښتوني ګڼي، نو ښه به دا وي چې د پاکستان له تکراري لوبې ځان وژغوري او د طالبانو له سیاسي دفتر سره مستقیماً اړیکي ټينګې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاهین اتل

د اسلامي امارت له محترمو او ښاغلو مشرانو څخه ډېره مننه کوو! چې پخپل هوډ کې د هيچا هوډ ته ځای نه ورکوي او هم په خپلواک ډول د ګران افغانستان نمايندګي کوي او له هيچا څخه په هيڅ ډول هم مرسته نه غواړي
د مرستو مراجع يې قرانکريم او نبوي ارشادات دي او له الله ج څخه ورته اجر عظيم، نور پرمختګ او اوږد عمر غواړو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x