ټکنالوژي

سامسنګ د ایفون په خلاف ګیلیکسي ایس ۷ وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې سامسنګ کمپنۍ غواړي د ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) سره رقابت لپاره خپل پیاوړی سمارټ فون ګیلیکسي نوټ ۵ (Galaxy Note 5) له ټاکل شوې نیټې مخکې نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي. خو اوس د سامسنګ کمپنۍ د ځینو راپورونو پر بنسټ غواړي خپل بل پیاوړی سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۷ (Galaxy S7) هم له ټاکل شوې نیټې مخکې وړاندې کړي.

له دې وړاندې د سامسنګ کمپنۍ اعلان کړی و چې د ګیلیکسي ایس (Galaxy s) لړۍ بل غښتلی او پیاوړی سمارټ فون به د ۲۰۱۶ز کال په لومړۍ نیمايي کې کاروونکو ته وړاندې کوي خو د ځینو تازه راپورونو پر بنسټ دغه کمپنۍ پریکړه کړې چې ګیلیکسي ایس ۷ (Galaxy S7) هم د ۲۰۱۵ز کال په دوهمه نیمايي کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

سامسنګ له وړاندې هم غوښتل چې د اپل کمپنۍ له ایفون سره د سمارټ فون په برخه کې رقابت وکړي چې د دغې کمپنۍ له وروستیو پریکړو داسې ښکاري چې دغه کمپنۍ غواړي له اپل کمپنۍ سره خپل رقابت تر بل هر وخت سخت کړي. د راپورونو پر بنسټ سامسنګ غواړي خپل ګیلیکسي ایس ۷ (Galaxy S7) د ایفون ۶ پلس (iPhone 6 Plus) سره د رقابت په موښه له ټاکل شوې نیټې مخکې وړاندې کړي.

کوریايي رسنیو په وینا هغوي دغه معلومات له خپله سامسنګ کپمنۍ څخه ترلاسه کړي. د لاسته راغلي معلوماتو پر بنسټ سامسنګ په ګیلیکسي ایس ۷ له ټاکل شوې نیټې څخه دوه یا درې میاشتې وړاندې کار پیل کړی و.

سربیره پر دې چې د ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ غواړي ګیلیکسي نوټ ۵ او ګیلیکسي ایس ۷ نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي ځینې داسې راپورونه هم شتون لري چې سامسنګ به د دغو سمارټ فونونو تر څنګ یو بل سمارټ فون چې اندازه به يي له نوټ ۵ او ایس ۷ څخه غټه وي د ګیلیکسي ایس ۷ ایج پلس (Galaxy S7 Edge Plus) په نامه هم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

که څه هم دغه پالیسي د کال په دوهمه نیمايي کې به د اپل کمپنۍ له خنډ سره مخ کړي خو د سامسنګ اوسني پیاوړي سمارټ فونونو خرڅلاو به هم زیانمن کړي. د راپورونو پر بنسټ د روان کال تر پای پورې به سامسنګ وتوانیږي ۴۵ میلیونه ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) خرڅ کړي کوم چې د سامسنګ نوې پالیسۍ له امله له خنډ سره مخ کیدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x