ټولنیزه برخه

دفکراوليد دزاويو توپير

يوسړي دخپل کوردخرڅولواراده وکړه، ځکه چې ده پکي ډېري خامياني موندلي وې.
دی خپل هغه ملګري ته ورغی چې ښه کاروباري سړی، دبازارپه اندازپوه اوبازارموندنه کي بې سياله وو، له ده نه يې دخپل کورپه خرڅولوکي دمرستي غوښتنه وکړه، نوموړي تجارچې دخپل ملګري له کوره ښه خبرو دخپل ملګري دکورپه هکله يې يواعلان وليکه چې پکې يې دکورموقعيت، دهغه براو اوږدوالی، دهغه ډيزاين، کوټې، په کورکي شته باغچې، په باغچه کي موجودتالاب (Swimming pool) دهري کوټي دبام په سرنوري ګرمې کوټې او………………په اړه معلومات ورکړل.
دکورڅېښتن چې کله اعلان واورېدحيران دريان شواوخپل ملګري ته يې وويل چې دا څنګه اعلان دی؟

يوځل يې بياولوله، ملګري يې دوهم ځل هم ولوست اوداځل يې دکوردڅيښتن حيرانتانورهم زياته کړه، بيايې ورته وويل چې ورته ويې لولي، ملګري يې درېيم ځل اعلان ولوست چې ده په غورسره واورېداوبيايې خپل ملګري ته وويل : ماترنن ورځي حس نه کړه چې الله جل جلاله داسي ښايسته کور راکړی اوزه له ټولوملګروښه کورلرم، بس پرېږده ياره زماکورمه خرڅوه.
ملګري يې ورته کړه چې موږټول دالله جل جلاله راکړل شويونعمتونوته نه ګوروبلکه دهغوشيانوپه اړه سوچ کووچې نه راته پيداکېږي اونعوذباالله دالله جل جلاله په کارونوکي منفي اړخ لټوو، وايوچې الله جل جلاله له ګلانولاندي ازغي راشنه کړي دي، دانه سوچووچې الله جل جلاله په ازغوبرسېره ګلان شنه کړي دي.
څه ښه يې ويلي دي، چې موږدالله جل جلاله راکړل شويونعمتونوته توجه نه کوو بلکه بل طرف ته ګورو، په داسي حال کي چې موږته داتعليم راکړل شوی چې موږپه خپل کمزوري حالت دافسوس په ځای، موږته په نه رسېدونکونعمتونوپسي دخفګان په ځای، نوروته ورپېښ مسکنت اوورپېښومشکلاتوته نظروکړو، ترڅودهغونعمتونواحساس راته وشي چې خپل رب تعالی راباندي لورولي دي اوترڅوچې دالله جل جلاله شکراداکړو.
موږته زمونږخوږنبي صلی الله عليه وسلم زمونږدنفسونودتسلي اواطمنان په خاطراوددې له پاره چې دالله جل جلاله شکراداکونکي واوسو، يوه په زړه پوري طريقه راښودلي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايی: – ( انْظُرُوا إِلَى مَنْ هُوَ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَلاَ تَنْظُرُوا إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَكُمْ فَإِنَّهُ أَجْدَرُ أَنْ لاَ تَزْدَرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ) هغه چاته وګورئ چې له تاسومال اودولت کم ولري اوهغه چاته مه ګورئ چې له تاسوپورته يعني مال اودولت زيات ولري. ( سنن الترمذی /حدیث 2703/کتاب صفة القیامة/باب58،سنن ابن ماجه/حدیث4281 /کتاب الزُهد/باب9، صحیح مُسلم /حدیث7619 /کتاب الزُهد والرقائق/ لومړی باب )
اياموږته درسول الله صلی الله عليه وسلم په لارښودنودعمل نه کولوپه صورت کي حقيقي ارامتياپه لاس راځي؟ نه هيڅکله نه، نوموږهغه لاري ولي نه خپلوو چې له عرش نه پورته زمونږيوازيني اولاشريک خالق اومالک راته مهياکړي دي.
موږولي له ګلانولاندي ازغوته په کتلوسره پريشانه کېږو او معاذالله، دالله جل جلاله په تخليق کي دکمي يانقص ياهم بې ترتيبي احساس راته پيداکېږي.
موږولي د ازغوپه سر ګلان نه وينواودالله جل جلاله دتخليق په عظمت، بهترين ترتيب اوپه اعلی بې عيب حکمت باندي حقيقتاً ايمان نه لرو.
اې لوستونکيه ! له ازغومخکي ګلان ووينه، که داسي وکړې نودګلانو، ازغواوټول مخلوق يوازينی اولاشريک خالق به له تاسره په شکرايستلوکي مرستندويه وي. ان شاالله.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ژباړه احمدګل ريان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x