افغانستان

چارواکي: کابل کې د تښتول شوې هالنډۍ مېرمن د موندلو هڅې کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د هغې هالنډۍ ښځې د بيا موندلو هڅې يې پيل کړي، چې وړمه ورځ کابل ښار کې د ناڅرګند وسله والو له لوري تښتول شوې ده.

د کابل پوليسو مشر عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته وويل، چې د دوی کشفي او استخباراتي ارګانونو د نوموړې تښتول شوې ښځې د موندلو هڅې پيل کړي دي.

د چارواکو په وينا تښتول شوې ښځه «انجاد بيري» نوموميږي او له تېرو ديارلسو کالو يې افغانستان لپاره د سويډن له « Helvetas » نومې يوې موسسې سره کار کاو، چې وړمه ورځ کابل ښار کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري وتښتول شوه، مګر افغان اسلامي اژانس د سويډن نوموړې موسسې د سرچينې له قوله ليکلي، چې د دوی هېڅ کارکوونکې نه ده تښتول شوې.

په عين حال کې هالنډي رسنيو هم منلې، چې افغانستان لپاره د سويس موسسې يوه کارکوونکې په کابل کې تښتول شوې ده.

تر اوسه هېڅ ډلې د تښتول شوې ښځې پړه نه ده منلې او نه چا په دې اړه خپلې غوښتنې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x