افغانستانملټي میډیا

طالبانو د چاردرې ولسوالۍ د نیولو ویډيو خپره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د نیولو فلم خپور کړ.

طالبانو د غبرګولي په ۳مه ماښام روژه ماتي مهال د څو ساعتونو پرلپسې جګړې وروسته چاردرې ولسوالۍ ونیوله. همدا راز پر سبا یې یوه بله ولسوالۍ دشت ارچي هم تر ولکې لاندې راوستله.

د دغو ولسوالیو د نیولو لپاره دولتي چارواکو عملیات پیل کړي خو لا تر دې دمه یې کوم د پاموړ پرمختګ نه دی کړی.

که څه هم د کندوز چارواکي د ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي خو ځايي خلک او طالبان د حکومت ادعا ردوي او په وینا یې جګړه لا هم د ولسوالۍ مرکز څخه لرې روانه ده او مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو په دغه ۲۸ دقېقې او ۵ ثانیو ویډيو کې هغه صحنې ښودل شوي دي چې طالبان ددغه ولایت امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ مرکز ته ننوځي.

همدا راز طالبانو ټولې هغه پوستې چې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو څخه یې نیولي هم په دغه فلم کې ښودل شوي دي.

د فلم په یوه برخه کې طالبانو د دولتي چارواکو هغه ادعاوې چې طالبانو هېڅ یو عسکر نه دی نیولی رد کړي او هغه ۲۵ عسکر او پولیس چې په جګړه کې دوی ته تسلیم شوي ښودلي دي.

طالبانو په دغه فلم کې هغه صحنې هم عکاسي کړي چې دوی ټانګونه، رینجرې او کرولا موټر نیولي، بیا همدغه موټر د دولتي عسکرو پر ضد جګړه کې استعمالوي.

دوی په فلم کې هغه موټر هم ښودلی چې له مهماتو ډک وي. طالبانو ویلي چې د امنیه قومندانۍ د نیولو سره یې ډير مهمات نیولي دي چې له منځه یې زیګویکې، دهشکې، هاوانونه او نور دي.

هغه ۲۵ عسکر او پولیس چې په جګړه کې دوی ته تسلیم شوي
هغه ۲۵ عسکر او پولیس چې په جګړه کې دوی ته تسلیم شوي

یو طالب سرتیری وايي چې دوی «څلور ټانګونه، پنځه رینجرې، غټ موټر له مهماتو بار، زیګویک، څلور هشتادو نیولي، پر دنیا د هیڅ شي خواري نشته».

دغه سرتیری زیاتوی چې د کندوز ښار ته دومره نېږدې شوي چې «د کلاشنکوف مرمۍ ور رسیږی».

یو بل طالب قومندان وايي چې دغه سیمه کې پخوا امریکایان اوسېدل او اوس په کې د دوی ملګري «نېشه نېشه ګرځي».

taliban kundoz
طالبانو په دغه فلم کې هغه صحنې هم عکاسي کړي چې دوی ټانګونه، رینجرې او کرولا موټر نیولي، بیا همدغه موټر د دولتي عسکرو پر ضد جګړه کې استعمالوي.

طالبانو په فلم باندې په خپله تبصره کې وايي چې د چاردرې ولسوالۍ تر نیولو وروسته دوی کولای شي چې د کندوز هوايي ډګر تر بشپړې څارنې لاندې ونیسي.

طالبانو منلې چې په دغه جګړه کې د دوی دوه ملګري وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دی.

په فلم کې ولسي وګړي لیدل کیږي چې د طالبانو سره د مهماتو په انتقال کې مرسته کوي.

د شننونکو په باور فلم كه څه هم په مسلکي ډول نه دی جوړ شوی، خو له رواني پلوه ډير اغیزمن ښکاري.

کندوز د شمال دروازه ګڼل کیږي. چاردره ولسوالۍ چې ددغه ولایت له مهمو ستراتيژيکو ولسوالیو څخه ګڼل کیږي د ولایت له مرکز سره په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پرته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x