دیني، سیرت او تاریخ

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۴)

دشرابودحرام کولوفلسفه:
ښکاره خبره ده چې وانسان ته دژوندژواک دلاسته راوړلو په دوران کی داولادوتربیت اودمدنی سیاست په ښه قائم ساتلوکی دعقل ولارښوونې ته ډېره اړتیاده، اوکه چیری یو سړی دشرابوعادی وي نوله ده څخه ددې کړونوتوقع ناشونې اوبې معنی ده، داځکه چې دنشې په حالت کی له ده څخه ډول ډول فسادونه اوجنګونه کیږي اوځینی خلک نفسي خواهشاتودومره لیونیان کړی وي چې ددې فسادونوهیڅ پروانلری اودشرابوڅخه علاوه په نورونشوهم روږوي ، چې له همدې کبله دده دژونددلوازماتوپه نظام کی ډېره خالیګاه وي.

دیوې ټولنې دافریضه ده چې هیڅوک پرې نږدی چې په داسی نشواخته شی، چې په شریعت کی ددې دحرمت اواصلیت دافلسفه ده.
حجة الله البالغه، ټوک ۱، مخ ۴۳۴
لیکوال: حضرت شاه ولی الله محدث دهلوي رحمة الله علیه
شراب ولی حرام دی؟
شراب دټولوپلیتو اوناوړوکړونوموراوریښه ده(اُمُّ الخبائث)، دټولوبدمرغیواونقصانونومورده، چې ضرراوتاوان ئې وروح اوبدن دواړوته رسیږي،دشرابوتراغیزولاندی مال  ، دولت اوشتمنې اواولاددواړه راځی، ښه اوبدئې تراغیزولاندی راځی؛ داځکه چې دشرابوپه څیښلوسره عقل دفکر، تدبیراوحکمت څخه خالی کیږي، چې په دغه خت کی عقل دپروړوارزښت نه لری ، برعکس عقل ولیونتوب، بغاوت اوبغض ولورته لمن وهی چې دادټولوبدبختیومورګرځی؛ کله داناورین ددوووروڼوترمنځ، کله دپلاراوځوی ترمنځ، کله ددوستانوترمنځ اوکله هم دخوږوملګروترمنځ صورت نیسی، چې دادرحمت پرځای یولعنت دی.
دادشرابوټولنیزاړخ دی، بل په دې شراب حرام دی چې شراب انسان دخدای دذکرڅخه ګوښه کوي اوغافله کوی ئې، دلمانځه څخه ئې لیری کوي، حال داچې لمونځ داسلام ستن هم ده، بل تاوان دشرابودادی چې زړه دالله دذکر، نوراوحکمت څخه خالی کوي داځکه چې شراب دشیطان یوعمل دی، چې دانسان شتمنې اوبدن ټوله فاسدوي اوشرابی دتل لپاره په دې هڅه کی وي چې څوک ووژنی، دچاشی غلاکی، زناوکړي اوداسی نور…
حکمة التشریع وفلسفه الجزء الاول  مخ، ۲۶۹
لیکوال: فضیلة الاستاذ الشیخ علی احمدالجرجاوی رئیس جامعة الازهرالعالمیه
داسلام دمبارک دین څخه مخکی په عربوکي شراب څیښل ډیرارزښت مندشی ؤ، په هرکورکی اوپه هرځای کی غریبو، مسکینانو، نرو، ښځو، سردارانواوغلامانوټولوڅښل تردې اندازې پوری چې کله به یوسړی مړکېدی نوواولادته به ئې داوصیت کوی چې هره ورځ زماپرقبرباندی یومنګی شراب تویوی؛ خوکله چې الله جل جلاله حرام کړل نوپه مکمل ډول سره دټولوورڅخه  داسی نفرت وشوچې بیائې هغه توی کړل، په قرآنکریم کی داشراب په درومرحلوکې بندکړل شول، په احادیثوکی هم ددې دحرمت زښته بیان شوی دی، دبېلګې په ډول سره:
وَلاَیَشربُ الخَمر حِینَ یَشربهَا وَهُوَمُؤمِنٌ (بخاری)
کله چې شراب خوره شراب څښئ نودی مومن نشی پاته کېدای.
یعنی په دې حدیث شریف کی داجوته شوه چې ایمان اوشراب نشی سره یوځای کیدای، که مومن ؤنوشراب نه څښئ اوکه ئې شراب څیښل نومومن نشی کېدلای، چې لب لباب ئې دادی چې شراب دایمان سرمایه له منځه وړی اوهغه ختموی اودایمان دښکلې ونې ریښې له منځه وړي.
وبل لورته دشرابولپاره سزاهم ټاکل شوې ده په حدیث شریف کی راځی:
اِذاشَربُواالخَمر فَاجلِدُواهُم ثُمّ شَربُوافَاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَربُوافاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَرِبُوافَاقتُلُواهُم. (ابودا‌ؤد)
که چیری خلک شراب څیښئ په دوروباندی ئې وواهی، که ئې بیا وڅیښل بیائې وواهی، که ئې بیا وڅیښل بیائې وواهی اوکه ئې بیاوڅیښل نووئې وژ نی.
دشرابودحرمت په لومړیووختوکی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ډېرټینګارکاوی، تردې چې که ئې شراب نه پرېښودل نه دهغه سزادقتل وه، چې وروسته بیادادشرابوسزا(قتل) منسوخه شوه اواوس ئې سزا(۸۰) دورې دې.
دشرابوڅخه ځکه نفرت په کاردی چې داتاوانونه پکښې نغښتی دی:
۱: کله چې یوانسان شراب وڅښئ نووروسته دنشې په حالت کی دی، چې په دغه وخت کی داانسان دحقائقوڅخه لیری وي اودهرڅه څخه په واټن کی شی، ودی نشیی انسان ته هرڅوک په صفرکی معلومیږی داځکه چې هرڅوک ورته هیڅ ښکاری له همدی کبله ودې نشیي ته خلک احمق وایی اوله ده څخه نفرت کوی؛ له همدې کبله دی ددښمنۍ اوبغض اصلی محوراوټکی ګرځی.
۲: لکه څرنګه چې الله جل جلاله وانسان ته ترټولونعمتونوغوره نعمت عقل ورکړیدی ، اوداعقل دی چې انسان ئې دلوړواخلاقوڅښتن ګرځولی دی اووبل لورته ئې عقل همداانسان دټولورذیلواخلاقوڅخه ئې پرڅنډه کړیدی اوحال داچې دنشې په حالت کی داښکلی نعمت (عقل) خپله جنازه پورته کوی اوانسان دعزت څخه وذلت ته ځئ اودجنت اوښوکړونوڅخه وناوړوافعالو اودجهنم وکندی ته ځان لاهوکوی؛ داځکه چې کله داشرابی عقل دلاسه ورکړی نودی ظلم کوی، ګناه کوی، تیری کوی، غلاکوی، زناکوی اوداسی نور…. نوهمداوجه وه چې دجاهلیت په دوره کې عقلمندوخلکوشراب نه څیښل لکه دعباس بن مرداس کیسه.
۳: وانسان ته دشرابوبل لوی نقصان اوزیان دادی چې شراب دانسان واخلاقو، عزت اووقارته زیان رسوی، پرعزت ئې تورداغ ایږدی، دانسان دشرافت کمیس ورڅیری کوی؛ داځکه چې موږشرابیان وینوچې په کوڅوکې لالهانده ګرځی اویاکوم چې معززه دی وهغوټولوته خلک دلاندوسپوپه سترګه هم نه ګورئ، له دوی څخه نفرت اوکرکه خپل طبعی عکس العمل بولی، اوبل لورته دوی داسی کارونه کوی چې هغه په ټولنه کې کرغیړن دی یووړوکې بېلګې ئې داده لکه خپل ځان ځړول اویاهم بل څوک وژل چې دانو(خسرالدنیاوالاخرة) یعنی دنیا اوآخرت ئې دواړه خراب شول.
۴:دطب له نګاه څخه دشرابوناروغیانې اوتکلیفونه له شماره وتلی دی لکه سرطان، اعصابی کړاوونه، بدهضمې، دمعدې التهاب، لېونتوب،فلج(ګوزڼ)، استرخاء، صرع، دحافظې کمزورې، دحافظې زوال، دسترګوددیدزوال، اوږدمهاله نزله، اوداسی نورې لاعلاجه ناروغیانې….  
ددې ټولوبدبختیوپه درلودلوسره الله جل جلاله شراب حرام کړل.
اسلامی حدوداوران کافلسفه
(شراب نوشی)
مرتب: سیدمحمدمتین هاشمی سابق ډایریکټردیال سنګهـ ټرسټ لائبریری لاهور   
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x