نړۍ

د فرانسوي چارواکو خبرو ثبتول د فرانسې او امریکا تر منځ اړیکې خړې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۴ل): وړمه ورځ ويکيليکس ويبپاڼې ليکلي و، چې امريکايي استخباراتو د فرانسوي پخواني ولسمشرانو ژاک شيراک، نيکولا سارکوزي او اوسني ولسمشر فرانسو هولانډ او نورو چارواکو خبرې ټايپ کړي، مګر سپينې ماڼۍ د ويکيليکس دغه راپور بې بنسټه وباله او زياته يې کړه، چې دوی هېڅکله د فرانسوي ولسمشر خبرې نه دي ټايپ کړي.

د امريکا ملي امنيت وياند نيډ پرايس وايي: «موږ هېڅکله د فرانسوي ولسمشر هولانډ خبرې نه دي ټايپ کړي» مګر دا يې هم ونه ويل، چې د پخوانيو ولسمشرانو خبرې يې ټايپ کړي او کنه.

د امريکا د ملي امنيت وياند وايي، چې دوی يوازې هغه مهال د نړيوالو مشرانو او عامو خلکو خبرې ټايپ کوي، چې د دوی د ملي ګټو اړتيا په کې وي.

د امريکايي چارواکو په وينا فرانسه د دوی تر ټولو باوري ايتلافي هېواد دی او په هره پرېکړه کې فرانسه دوی سره شريکه ده.

تېره ورځ فرانسوي رسنيو د ويکليکس له قوله داسې خبرونه خپاره کړي وو، چې امريکايي استخباراتو د فرانسې اوسني او دوو پخوانيو ولسمشرانو خبرې ټايپ کړي، مګر تېره ورځ امريکايي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه او نن يې يوازې دومره وويل، چې دوی د فرانسې د اوسني ولسمشر خبرې نه دي ټايپ کړي.

د فرانسې ولسمشر د امريکايي استخباراتو له لوري د فرانسوي ولسمشرانو خبرې ټايپ کول په سختو ټکو غندلي او وايي، چې د دوو ايتلافي دوستانو تر منځ جاسوسي د زغملو وړ نه ده او د فرانسې ملي امنيت ته يې امر کړی، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.

تېره ورځ فرانسوي رسنيو يو شمېر داسې خبرونه خپاره کړل، چې امريکايي استخباراتو ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ز کاله د درې فرانسوي ولسمشرانو خبرې ريکارډ کړي دي.

همدارنګه ويکليکس هم تېره ورځ يه خپلو تازه خپروونو کې ويلي، چې امریکايي استخباراتو د فرانسو هولانډ په ګډون د پخوانيو ولسمشرانو، اوسنيو وزيرانو، ولسمشرۍ ماڼۍ او واشنګټن کې د فرانسې سفير ټيليفوني او انټرنيټي اړيکي ثبت کړي دي.

د ويکيليکس په وينا د فرانسوي چارواکو د خبرو زياته برخه د نړيوالو مالي ستونزو، د يونان پورونو او المان سره د اړيکو په اړه دي.

د ۲۰۱۳ په اوړي کې د المان او واشنګټن تر منځ هم له دې امله ستونزه راپيدا شوې وه، چې د امريکايي استخباراتو پخواني مامور اډوارډ سنوډن ويلي و، چې امريکايي استخبارات د المان د چانسلرې انجيلا ميريکل په ګډون المانيانو تيليفوني او انټرنيټي اړيکې ثبت کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x