نړۍ

پاکستان: کراچۍ کې جل ۸۵۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان سند ایالت په کراچۍ ښار کې سختې ګرمۍ او د اوبو کمښت له کبله د وژل شوو کسانو شمېره ۸۳۰ ته لوړه شوه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې جناح ګریجویټ میډيکل سنټر کې ۲۹۵ کسان، عباس روغتون کې ۱۴۰، سول روغتون کې ۱۱۰، نیشنل روغتون کې ۵۸ کسان د جل وهلو له کبله وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د یکشنبې په ورځ د جل له کبله ۱۳۶ کسان ووژل شول او دوشنبې ته بیا دغه شمېره ۳۰۹ پورته شوه.

همدا راز د سه شنبې په ورځ ۳۱۱ کسان د سختې ګرمۍ له کبله ووژل شو.

د راپورونو له مخې تر دې دمه ۳۰۰۰ کسان جل وهلي او ددغو د ژوند ژغورلو لپاره په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اوسمهال د سلګونو کسانو ژوند له خطر سره مخ دی، ناروغان ساعت په ساعت زیاتیږي او په روغتونونو کې د ناروغانو ځای له کمبود سره مخ دی.

جل وهلي زیاتره سپین ږیري او عمر خوړلي کسان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الرشید

محترمو د پاڼی لیکونکو مهربانی وکړی د خبر ‍په لیکلو کی د (مړ ) شوی او (وژل ) شوی تر مینځ توپیر په پام کی وساتی ۰ که لا زیاتو معلوماتو ته اړتیا لری مهربانی وکړی او اړیکه ونیسۍ والسلام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx