ټولنیزه برخه

خوندوره کیسه

لیکوال: حامد افغان

مکسیکو ته یو سياح ولاړ هلته یې د ماهیانو له سیمیېزو ښکاریانو سره ولیدل، د هغوی د تازه او ښو ماهیانو ستاینه یې وکړه، او هغوی یې وپوښتل: د ماهیانو ښکار ته څومره وخت ورکوئ؟

هغوی وویل: کم وخت ورکوو،

هغه ورته وویل: ولې ډېر وخت نه ورکوئ څو ډېر ښکار وکړئ؟

ښکاریانو ورته وویل د کم وخت ښکار یې کافي ده او د دوی د ژوند اړتیاوي پوره کوي،

سياح: ښه نو په دومره فارغ وخت کې څه کوئ؟

ښکاریان: خوبونه پوره کوو، له خپلو ماشومانو او کورنیو سره وخت تیروو، مازدیګر مهال دوستانو او ملګرو سره وینو، لوبې کوو او..

سياح: ما د هارورډ له پوهنتونه د چارو په اداره کې ماجستیر اخیستی ده، زه غواړم ستاسو سره مرسته وکړم، تاسو باید هره ورځ ښکار ته زیات وخت ورکړئ، تاسو به زیاته ګټه وکړئ، د ښکار کشتۍ به واخلئ او کار به مو وده وکړي.

ښکاریان: له هغه وروسته به څه کوو؟

سياح: ستاسو کار چې پرمخ ولاړ شي نوري کشتۍ به واخلئ ښکار به مو زیات شي، بیا په وړو تاجرانو ماهیان مه خرڅوئ، مستقيماً له لویو کمپنیو سره تجارت پیل کړئ او دا هم کولی شئ چې خپله کمپنۍ جوړه کړئ او مارکیټ ته پخپله تیار مال ورسوئ.بیا تاسو له دې کلیو د مکسیکو پلازميني یا لاس انجلاس او نیویارک ته ولیږدئ، د سیمي په مارکیټ به ستاسو کنترول شي او نورو ښارونو ته به خپل کار اوږد کړئ.

ښکاریان: موږ به په څومره موده کې خپل کار دومره لوی او پراخه کړی شو؟

سياح: تقریبا شل پنځه ويشتو کلونو کې،

ښکاریان: او له هغه وروسته؟

سياح: کله چې ستاسو کار دومره وده وکړي بیا تاسو خپل تجارت نړیوال کولی شئ او په اساني سره به ملیونونه ډالر ګټئ،

ښکاریان: له هغه وروسته بیا؟

سياح: بیا تاسو کولی شئ تقاعد وکړئ، خپلو کلیو ته به ستانه شئ، او ارام ژوند به کوئ، خوبونه به کوئ له خپلو کوروالو او ماشومانو سره به خوشاله ژوند کوئ، او له خپلو دوستانو او ملګرو سره به خوندور وختونه تیروئ.

ښکاریان: ښاغلی سياح ستا پوهي او زموږ سره خواخوږي ته په احترام دا خوندور ژوند خو موږ فعلاً لرو نو د څه له پاره مو شل پنځه ويشت کاله د سخت کاروبار بدبختي ته ورټیله کوې؟! .

پایله: اکثره خلک د ارام او خیالي ژوند په نیت د پیسو او کاروبار زیاتولو په منډو ترړو بوخت وي، په دې لاره کې یې شپه او ورځ یوه کړې وي، او د اخرت د تلپاته ژوند له پاره د توښې تیارولو کار یې هم شاته غورځولي وي، مرګ هیر وي او د څو شپو نامعلوم او مجهول ارام ژوند له پاره هلي ځلي کوي، رښتیا خبره دا ده چې دا هیڅ هوښیاري نه ده، موږ باید د خپل ژوند توازن برابر کړو لومړی باید د اخرت د توښې فکر ترټولو جدي ونیسو، او زیات کار او ډېره خواري ورته وکړو، دومره حلاله ترلاسه کوو چې د ژوند اساسي اړتیاوي راپوره کړي، او د نن ورځي ژوند د برابرولو سوچ له هرڅه مخکي کړو، دا نن ورځ مو یقینا په لاس کې ده باید ښایسته یې ولرو او ښه یې تیره کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x