نظــر

دواکمنو په آندونو ګې بدلون

داسي بریښي چې د کورنیو اوبهرنیو اړوندو سیاسي اړخونو سره د حزب اسلامی افغانستان دسولي دهیئتونو مستدللو خبرو او په دې لاره کی دحزب اسلامي افغانستان له اړخه (دملي ژغورني دمیثاق )ترنامه لاندي وړاندي کړل شوي طرحه د یوې ملي وثیقي بڼه خپلوي .

په دغه طرحه کي چې اساسي ټکي یی دیوه مهال ویش له لارې د بهرنیو اشغالګرانو وتل ، په هیواد کي د اوسني حاکمي اداري اصلاح او هغه په یوې موقتي اداري بدلول او د ټاکنو د یوه خپلواک کمیسیون له لاري د راتلونکي سیاسي ولسوالکه نظام دجوړښت او بیا د همدي نظام د پایښت او دغیر مشروع لارو دهغي د نه بدلون ژمني شاملي دي .

دسولي دعالي شورا درئیس په توګه د ښاغلي صلاح الدین رباني د ورپیژندلو په غوڼده کي ، د ولسمشر د لمړي معاون ، ښاغلي قسیم فهیم خبري چې په کي یی ویلي :«د یوې ډلې ځپل او د بلې واک ته رسېدل، په افغانستان کې سوله نه راولي.» په حقیقت ولاړي دي ، ددي ترڅنګ د عطا محمد نور څرګندوني چې په هغي کي یی د امریکایی ځواکونو د نظامي تمځایو سره مخالفت څرګند کړي او ویلي یی دي چې «د سولې عالي شورا دې خپلې هلې ځلې له حکمتیار سره د پخلاینې خبرو ته متمرکزې کړي.» او دا چې « دحزب اسلامي په راتلو سره د افغانستان ستونزي تر نیمایی زیاتي حل کیږي او یا داچې «چې له نوموړي سره لار وړل کېدای شي ځکه چې ښاغلي حکمتیار پر سوله زیات باور لري.» دحقیقت څرګندونه کوي .

په دي کي شک نه شته چې که چیري د افغانستان اوسني واکمنان اوسیاست پوهان همدا اوس هم دا درک کړي چې په هیواد کي دستونزو اصلي عامل بهرني اشغالګران اودهغوي امنیتي کړۍ دي او باید ددوي پر خلاف د حزب اسلامي د طرحی په څیر دژغورني په همداسي یوه میثاق باندي راټول شي اوپه هیواد کي د ائتلافي نظامونو په ځاي د یوه ولسواکه منتخب نظام په جوړولو اتفاق وکړي نو زمونږ اوسني او راتلونکي ټولي ستونزی به دحل لاره ومومي .

د حزب اسلامي پروګرام د وطن او هیواد ازادي ، استقلال او ارضي تمامیت اوپه دي هیواد کي د ولس په خوښه د نظام د ټاکلو له پاره لارې چاري لټول دي ، حزب اسلامي به د ټولو هغو کړیو اوسیاسي مسؤلینو دغه ډول اندونو ته چې په هغي کي دحزب پورتني اهداف تائید کړل شي قدر داني کوي ، دهیڅ اړخ سره ، نه مذهبي ، نه ژبني او نه قومي ستونزه لري ، بلکه د یوه ولسشموله ګوند په څیر غواړي ولس او دولس ټول سیاسي پوهان سره راټول او د هیواد تاریخي اولروغوني ازاد اومستقل حیثیت په ځآي کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x