نظــر

عیسی خانه! څه نخرې دی وکړې!!

لیکوال: فاتح کاروان

عیسی خان نه و سم افلاطون و، موږ لا تر اوسه د ریزه ګلې پیکا هیره کړی نه وه کومې چې په یوه ضربه ۲۵ طالبان وژلي و ، اوس نو په کې د عیسی خان ټق چپه کو کیسه په کې را پيدا شوه، تیره ورځ د کابل د اجیري ادارې په پارلمان د مجاهدینو برید د کابل د ادارې ټول بنسټونه ولړزول او هغه ټولې ادعاوې يې بې ځایه ثابتې کړی چې ګواکې اجیره اداره د بهرنیانو له مرستې پرته هم د ځان امنیت ساتلې شي او د کابل ادارې ځانته د اوړو پوزې د جوړولو لپاره د عیسی خان ډرامه په لاره واچوله.

عیسی خان نامي یو تن چې دعوه کوي په څو دقیقو کې يې ۶ فدایان وژلي رښتیا هم د ده روغتیايي توازن تر پوښتنې لاندې راځي، د اشرف غنی اداره د دې پر ځای چې عیسی خان ته کور ورکړي باید هغه ته یې یا خو یو ښه تکړه ډاکټر نیولې وای او یا یې ورته په دارالمجانین کې ځای ورکړی وای، زما په نظر د عیسی خان سره به دا ښېګڼه ډيره وه، اوس نو چې له عیسی خانه نه هغه کويټې د طالبانو جعلي استازی جوړ دی،سړی د کابل د مفسد رژيم سیاست ته حیران شي، په داسې حال کې په ټول هیواد کې د مفسد رژیم په لکونو امنیتي کسان د طالبانو تر سختو کاري وارونو لاندې دي، هر ورځ د لسګونو اربکیانو،عسکرو او پولیسو د وژل کیدو،تسلیمدو او زخمي کیدو خبرونه راځي، دا عیسی خان لا څنګه دومره زړه ور دی چې په یواځې ځان یې هغه شپږ واړه فدایان په ۵ دقیقو کې ختم کړل کومو چې د کابل په څیر ولایت کې د سختو امنیتي تدابیرو نه ځانونه په ډير مهارت او خوندي توګه د پارلمان څنګ ته رسولي و او شاوخوا دری ساعته یې د پارلمان په خود ساخته وکیلانو رڼا ورځ توره شپه وګرځوله، عیسی خان باید د کابل پر ځای په کندوز،بدخشان،زابل،تخار،فراه،غور یا بادغیس کې د جنګ محاذ ته لیږل شوی وای، ځکه چې دې دومره تکړه دی نو بیا خو نړیوالو عسکرو ته هیڅ ضرورت نشته، نړیوال عسکر خو الله جل جلاله مات کړل او همدې فدایانو مات کړل،نن چې عیسی خان د فدایانو په ختمولو کې داسې تکړه دی نو بیا خو د دوی ستونزه حل ده، باید دلته ټول میشت بهرني اشغالګران ووځي او د هیواد خاصو امنیتي ارګانونو مشري دی عیسی خان ته وسپارل شي،هغه فدایان چې د نړیوال کفري ځواک بې پیلوټه الوتکو،کلسټر بمونو،کروز میزایلو، جي تري ټوپکونو، فولادي ټانګونو او پرمختللې ټیکنالوژۍ مات نه کړای شول، عیسی خان یواځې په ټق چپه کو مات کړل!!

د خوست په سالیرنو یا صحرا باغ،خدر کمپاین،جلال آباد هوايي میدان، شوراب، امریکايي سفارت او…. سیمو د فدایانو حملو خو ټوله نړۍ مجاهدینو ته په سلام کولو مجبوره کړه مګر حیران په دې یو چې دا عیسی خان اوس کوم افلاطون راغلې او زما په خیال دا ټق چپه کو به هم کومه نوی وسله وي چې داسې بې دریغه وژل کا، یوې خبرې ته مو فکر شته؟ د عیسی خان سره چې کوم ټق چپه کو وسله وه دا یو عجیب خاصیت لري ځکه چې: هم یې په څو دقیقو کې فدایانو ختم کړل هم یې د فدایانو نظامي لباسونه په شخصي ساده جامو بدل کړل او هم یې د فدایانو په پښو سرویس بوټونه په عادي چینايي چپلکو واړول، لکه چې دا ټق چپه کو وسله کیمیاوي خاصیت هم لري!!

په پارلمان یې څه کم دری ساعته نښته روانه وه، په خپله اجیرو رسنیو اعتراف کاوه چې ۱۶ چاودنې شوي دي خو عیسی خان وايي چې نه نه ما خو فدایان په ۵ دقیقو کې ختم کړل، ښه نو چې تا په ۵ دقیقو کې فدایان ختم کړل دا دری ساعته جګړه بیا څنګه روانه وه؟؟ بله دا چې عیسی خان هر ځای مصاحبه کوي نو له مخکنۍ هغې سره یې په الفاظو او ترتیب کې ډير فرق وي، زما زړه خو دا وايي چې عیسی خان یا خو لیونې دی او یا هم د ریزه ګلې شاګرد تیر شوی او اوس د یوې منظمې پروسې له مخې ترې اتل جوړ شو، ریزه ګله، ملاله یوسفزۍ او عیسی خان یو پر بل پسې خو، د یوه فلم کرکټران او هیروګان دي، اشرف غنی او دوه سری اداره به یې فکر کوي چې ټول خلک د دوی په څير له عقل او فکر نه خلاص دي، خو داسي نه ده، اوس ټول ولس پوهیدلې چې د ټق چپه کو ډرامه عام ولس او نړیوالو ته په سترګو کې د خاورې اچولو په معنی ده، او هیڅ کومه حقیقي بڼه نه لري، عیسی خان خریېلې خوله او ریږدیدونکې وجود په ډاګه وايي چې نوموړی د ریزه ګلې په څير د یوې لوبې قرباني شوی دی او ډير ژر به یې حقیقت څرګند شي. ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fazal hafi

یاره اشنا رښتیا هم چه عیسی خان نخری وکړی او د ای ایس ای شپږ تولیدات یی د جهنم غیږ ته ورکولی کړه
اشنا دلیل دی هیس دلیل نه ده په چا دی انتحار کاوه وه له دین نه ناخبره په هغه چا چه روژه هه په خوله وه

قاری حسیب

دا کابل مفسده اداره همیشه کوشش کړی ټر په پر پټ کړی او د خلکو ذهنونه په بل لوری واړی هغوی ددی لپاره چی دا شرم پټ کړی چی فدایان تر پارلمانه څنګه ورسیدل او ځان دخلکو له پوشتنو وژغوری داسی یوه ډرامه جوړه کړی جی هم رسینی پری مصروفه شی هم خلک هم لکه موژ غوندی د حکومت مخالفان نو ځکه یی د تق چپه کو ډرامه شروع کړه اوس نو ګورو جی بعضی ناپوهه او مذدوری رسنی له عیسی خان قهرمان جوړوی او زمونګ مبارز لیکوالان ورته جوابونه لیکی او د حقیقت بیانولو کوشش کوی ځه فکر کوم… نور لوستل »

قاری صفی الله

اوس نو په داگه شوه چی طالبانو دایی یو کس هم پاتی ندی چه زره پري خوشحاله شی در حه نه دمخه د کاروان دي ليک ته وگوره چی بي منطقه او ددروغو نه دکه ده الله د تاسو خپه ورونو ته هدايت وکري چی خپل اصلی کور نور تباه نه کری الله دی ددر مبارکی روژ ی برکتي مياشتي په برکت د در ته هدايت ووکري

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x