شعـــــرونه

بې وس پراته دي – سيد الهام

سید احسام الله الهام

چا ته نيمګړي ارمانونه د هوس پراته دي

د چاپه زړه امبارغمونه د اولس پراته دي

ته باندي ورحميږي خدايه ته يې وزله وكړې

د ظالمانو په تور تم كي چي بې وس پراته دي

موږ دلته خورو په روژمات او پيشلميانو قورمې

د برما وږي ماشومان وږي په نس پراته دي

نه شی کولی هیڅ له دین او له وطنه دفاع

چي د شيطان لومه كي ښكيل څوك لكه خس پراته دي

باندي به څنګه د انوارو پشم و اوريږي

تر لمر ختو چي كوم بې دينه بې اودس پراته دي

دا چي په كوم جوش وو راغلي يرغلګر زوى مړي

د حركت ندي اوس واړه دلته بس پراته دي

ماځيګرى به مو الهامه چي دمه ورته كړه

د ګودر هغه چنارونه تس نس پراته دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x