ادبي لیکني

ژوندليک مې – بصيرالحق عادل

بصيرالحق عادل

نږدې ۲۳ کاله وړاندې د خېبر پښتونخوا د باجوړ په نوم په يوه ښېرازه سيمه کې د يوسف اباد په نوم د افغان مهاجرينو په کمپ کې زېږېدلی يم.

پلار مې د ۱۱ ورونو دولسم و، غريب سړی و، کار و کسب يې هم غريب کاري وه، د خپلې نورې کورنۍ سره يې يو ځای په ډېرو ستونزو کې ژوند کاوه.

مور مې کيسه راته کوي چې د نوم اېښودنې د مراسمو په ورځ دې کشر کاکا چې ديني عالم هم دی راغی او د بصيرالحق نوم يې درباندې کېښود.

په څلورم ټولګي کې وم چې ورور مې زما د ناروغۍ له امله ښوونځي ته روقعه استوله چې پکې يې زما د نوم سره يو ځای د «عادل» تخلص وليکه او تر اوسه مې دوهم نوم عادل دی.

دا چې په يوه دينداره او پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی وم، نو د رواج سره سم زه هم خپلې کورنۍ په ځانګړي ډول مورجانې مې ديني روزنه راکوله، ياديږي مې چې مخ او لاس به يې راته پاک ومېنځل، سترګې به يې راته په رنجو تورې کړې او د کلي مسجد ته به يې د سبق لپاره واستولم، کله چې د ښوونځي د ويلو شوم نو د کلي سره نږدې د افغان مهاجرو ښوونځي ته خپلې کورنۍ وروستلم او په لومړي ټولګي کې يې شامل کړم، لومړی ټولګی مې لږ لږ ياديږي خو د دوهم ټولګي درسونه مې ښه ياديږي، کله چې درېيم ټولګي ته تللو او نتايج اعلان شول، نو زموږ په ټولګي کې اولنمره او دوهم نمره دواړه نجونې وې، د يو کور وې او خويندې وې، خو زه چې تر دوی کشر وم درېيم نمره شوم او په جايزه کې کتابچه راکول شوه، اوس مې هم هغه خوشالي نه هېرېږي، کله چې کور ته ولاړم مور ته مې وويل زه درېيم نمره شوم، هغې وويل دا ولې!؟ ته بايد دېرشم يا څلوېښتم نمره شوی وای، دا څومره کمې نمرې دې وړي دي، مور مې داسې فکر کاوه چې څلوېښتم نمره به څلوېښت نمرې وړي او درېيم به درې نمرې.

تر دې وروسته د نجونو او هلکانو ښوونځي سره جلا شول، ما هم اولنمرګي ونيوله، شپږم ټولګي ته د ټول ښوونځي په کچه عمومي اولنمره ور بريالی شوم، خو دلته مې ښوونځی پرېښود او ديني زده کړو ته مې ملا وتړله.

که څه هم په کلي کې مې ديني درسونه تر ډېره ويلي و، د قرانکريم ترجمه مې هم کړې وه، خو بيا مې هم دوه کاله ديني کتابونه، احاديث، فقه، صرف، نحو او مطنق ولوستل، له دوه کاله ديني زده کړو وروسته مې بېرته ښوونځی پيل کړ، تر اووم ټولګي مې په همدغه کمپ کې ښوونځی په برياليتوب ولوسته چې کله به دوهم او کله به اولنمره کېدلم.

دلته بله خبره د يادونې وړ ده، کله چې په لومړني (ابتدايه) ښوونځي کې وم نو د نورو ملګرو سره مې يو ځای هر سهار د ښوونځي په اسمبلۍ کې ((اسلامي ترانه)) ويله، زه يې سرګروپ وم او نورو به راسره د ترانې بېلابېلې کړۍ تکرارولې، د ترانو ترڅنګ مې ديني محفلونو او غونډو کې نعتونه او نظمونه هم ويل چې يو وخت مو پاکستان کې کېسټ (پيتې) هم راغلې چې زموږ نعتونه او نظمونه پکې ثبت و.

ډېر ښه مې ياديږي، شپږم ټولګي کې وم، د افغان د باجوړ ايجنسي د ټولو افغان مهاجرو د ټولګيو يوه لويه غونډه جوړه شوې وه چې ډېر لوی لوی مېلمانه ورته له پېښور او اسلام اباده راغلي و، هغه پروګرام کې زه اته وار دريځ ته ولاړ شوم او اته وار مې بېلابېل نظمونه او ترانې وويلي، درې وار مې کالي (جامې) هم بدلې کړې، ترڅو په مېلمنو ونه غمېږم، ځينې نظمونه مې ځانله وويل، ځينې ترانې بيا د نور ګروپ سره چې زه يې سرګروپ وم، ځينې بيا سوال او ځواب و چې په ترنم کې مو وويلې، له پروګرام وروسته يې، دستکول انعام کې راکول شول چې ۴ اصلي کتابجې پکې پرتې وې، يو ښوونکي راته وويل: دې دستکول کې ډېر شيان راځي خو نور شيان ترې اخيستل شوي دي.

کله چې د پخواني جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ افغانستان کې نوې اداره جوړه شوه، نو زه هم د خپلې کورنۍ سره يو ځای خپل ولايت کنړ ته راغلم او د مهاجرت ژوند مو پای ته ورساوه.

د کنړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې مو له هغه سلګونه کډواولو سره په يوه دولتي ځمکه واړول چې موږ سره يو ځای له پاکستانه راغلي و، دلته هم کمپ جوړ شو، نږدې ۴ کاله مو پکې تېر کړل اوس هم خلک پکې اوسيږي.

خپل هېواد ته له راتګ سره سم د خپلې کلي د ځوانانو سره د کنړ مرکزي لېسې ته ورغلم او په اووم ټولګي کې مو داخله واخيسته، اووم ټولګی مو نيمايي پاکستان کې لوستی و، نيمايي مو دلته پوره کړ.

دلته مې يو بل کار هم وکړ، اووم ټولګي کې وم چې شاعري مې هم پيل کړه، نور مې ترنم نه شو کولی، اواز مې د پخوا پشان نه و، يو ټولګيوال مې هلمند راډيو تلويزيون ته وروستلم، هلته مې خپل لومړی شعر ثبت کړ، کله چې ماښام زما شعر خپور شو نو د خلکو له خورا ډېر تشويق سره مخ شوم، نو هماغه و چې د شعرونو کتابونه مې پيدا کړل، مطالعه مې پيل کړه، که څه هم مجلې او ادبي کيسې مې له کوچنيوالې لوستلې او راډيو مې هم له کوچنيوالې اورېده.

کنړ کې مې په ادبي بهير، مشاعرو او ادبي غونډو کې برخه اخيسته، په لومړي ځل مې له ننګرهاره خپرېدونکې مينه مجله کې څلوريزه چاپ شوه، ډېر زيات خوشاله شوم، عمر مې ډېر کم و، ۱۴ کلن وم خو د ادبي غونډو ته به د بلنليک په وسيله بلل کېدلم، نور به هم خوشاله کېدلم، راډيو، مطالعې او د خلکو خورا زياتې هڅونې دې ته اړ کړم چې شعرونه وليکم او ليکنې وکړم.
تر لسم ټولګي پورې مې کنړ کې ښوونځی ولوست، دلته به هم کله دوهم او کله درېيم نمره کېدلم، خو دا چې کنړ يو غرنی او کوچنی ولايت دی، د کر او کروندې او سيدو لپاره پکې پراخې ځمکې نشته، زموږ د خپل کور کلي ځمکه چې څلور لسيزې وړاندې زموږ نيکه ژوند پرې کاوه اوس د ۱۲ ورونو اولاده نه پکې ځايدله، نو دوه ترونه (اکاګان) مې د سردار داود خان وخت کې هلمند ته راغلي و، دا چې هلمند غني غېږه او پراخه ځمکې لري نو موږ هم د خپل يوه تره د اولادې سره يو ځای هلمند ته راکډه شولو او تر ننه هلمند کې ژوند کوو.

ښوونځی مې هلمند کې بشپړ کړ، د ښوونځي له بشپړېدو وروسته مې د اقتصادي ستونزو له امله په يو درملتون کې کار پيل کړ، ډېر ژر مې د درملو کار زده کړ چې بالاخره د هلمند دولتي روغتون د سرطبيب سره د هغه د شخصي روغتون د درملتون مسؤل شوم، نږدې يو کال مې کار وکړ، د کانکور ازموينه مې ورکړې وه خو ما چې د خپل ژوند مشکلاتو ته کتل د پوهنتون لوستو ارمان مې نه پوره کېده، د کانکور په پايلو کې د هلمند کرنې پوهنځي ته په ۲۲۷ نمرو وربريالی شوی وم، خو زما ټول کار د ادبياتو سره و، د خپلې ژبې سره مې مينه وه او که لوړې زده کړې مې کولی نو پښتو ادبيات مې ويل. له ډېرو منډو ترړو وروسته مې د هلمند پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته تبديلي وکړه، پوهنتون مې پيل کړ، او داسې پرېکړه مې وکړه چې اوس به پوهنتون وايم که سم کار راته پيدا شو، بيا يې پرېږدم.

زما په راډيو کې د کار سره زښته زياته مينه وه، له کوچنيوالې مې راډيو اورېده، د بي بي سي او ازادۍ راډيو د ټولو سيمه ييزو او مرکزي خبريالانو نومونه مې په يادو زده کړي و، چې کله کله به مې کوټه (حجره) کې مېلمنو ته ويل او هغوی به حيرانېدل.
په لومړۍ ورځ په خپل ټولګي کې د شاعر په نوم معرفي شوم، د پوهنتون يو استاد باندې ډېر ګران وم، هغه د هلمند راډيو تلويزيون امر سره پېژندل، ما ورته راډيو کې د کار کولو وويل، هغه له لاسه ونيولم او نېغ يې راډيو ته وروستلم، د راډيو تلويزيون امر نه و خو بله ورځ ورغلم، خبرې مو سره وکړې، ځان مې ورمعرفي کړ، د کوم کار وړتيا چې مې لرله هغه مې ورته وويل، نوموړي امر راڅخه د څو داسې خپرنيزو طرحو د جوړېدو غوښتنه وکړه چې راډيو کې نه وې.

کور ته ولاړم، اته بېلابېلې طرحې مې جوړې کړې چې د راډيو تلويزيون امر څلور طرحې راسره ومنلې، خو لومړی يې راته فقط د يوې خپرونې د جوړېدو وويل، ((زما د سيمې کيسې)) په نوم يوه راډيويي خپرونې په جوړېدو مې کار پيل کړ، تر دې وروسته مې هلمند راډيو تلويزيون کې نږدې ۳ کاله د خبريال او د خپرونو د وياند په توګه کار وکړ، هغه د چا خبره خبريال شوم، وياند شوم او ډېر شيان مې زده کړل، له نړۍ جال سره هم له همدغه ځايه وصل شوم.

راډيو تلويزيون کې تر ۳ کاله کار کولو وروسته مې هلمند ولايت رسنيز دفتر کې د مجلې د خبريال په توګه نيم کال کار وکړ، تر دې وروسته د هلمند مدني ټولنې د رسنيزو چارو مسؤل او په دې وروستيو کې د انتخاب په نوم د يوې ويب پاڼې مسؤليت هم راترغاړې دی.

د ژورنالېزم په ډګر کې مې لومړی کار پاکستان کې پيل کړی و، په ۲۰۰۶ کې چې کله پاکستان کې د افغان مهاجرو په کمپ کې اوسېدم، هلته د «پيوستون» په نوم يوه مجله چاپېده چې د افغان مهاجرو ځوانانو ليکنې اوشعرونه به يې خپرول، د ((علم)) تر سرليک لاندې مې لومړۍ ليکنه دغه مجله کې خپره شوه چې د دغه ليکنې له خپرېدو وروسته د هغه موسسې لخوا چې ياده مجله يې چاپوله د ايډيټر په توګه وټاکل شوم، چې هره مياشت به يې ځينې البسي توکي هم راکول.

له هغه راهيسې تر اوسه د ژورنالېزم په برخه کې کار کووم، تلويزيون، راډيو، اخبار، مجله او انلاين رسنيو سره مې د خبريال او ليکوال په توګه کار کړی.

اوس مې د پوهنتون د لوستلو ارمان هم پوره شو، خپلې خوږې ژبې پښتو کې مې لوړې زده کړې وکړې او لا مې هم ارمان دی چې په دغه برخه کې تر ماسټرۍ او دکتورا زده کړې وکړم.

پوهنتون مې په داسې ستونزو او شرايطو کې تر پای ورساوه چې هره شپه مې له ځان سره د پوهنتون د پرېښود پرېکړه کوله، خو چې سهار به شو، پوهنتون ته به ولاړم، په مات زړه به مې درس ووايه، هر ټولګيوال به مې ويل ستا له رنګ مالوميږي چې کومه لويه ستونزه لرې خو ما نه غوښتل چې په خپلو ستونزو ملګري خبر کړم، د خدای ج شکر دی، په کدر او لوړه فيصدۍ فارغه شوم.

مخکې مې هم يادونه وکړه چې له کوچنيوالي مې له ادب سره مينه وه، او له پخوا مې دغه برخه کې کار کړی دی، ځينې کتابونه مې هم ليکلي چې ټول ناچاپ دي او په لاندې ډول دي:

۱ـ له سنګره تر جنته (شعري ټولګه)

۲ـ دا ستا به هېر که به په ياد يم (شعري ټولګه)

۳ـ مه ځه په لاره کې خطرې دي (ناول، تر کار لاندې دی)

۴ـ د لنډو کيسو ټولګه

۵ـ په کيسه کې کرکټر کښنه (علمي اثر)

۶ـ د ملنګۍ کچکول (د بېلابېلو مقالو ټولګه)

د دې ترڅنګ مې ډېرې ليکنې په ويب پاڼو کې بېلابېلو وختونو کې خپرې شوي دي، او په نورو علمي او ادبي کتابونو هم کار کووم چې ډېر ژر به بشپړ شي.

د ژوند تر ټولو لويه هېله مې دا ده چې پښتو ژبه غني شي، علمي، ادبي او نور ګڼ اثار په دې ژبه وليکل شي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر څوک پرې وپوهېږي، هېواد کې مو يووالی، سوله او سوکالي راشي.

د يو موټي افغانستان په اميد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

عادل صاحب ته یوازې د پښتنو د یوه مکمل لوستي نسل همدا کیسه ده هر یو همداسې شاعر او بیا خبریال شوی، د شعرونو له امله یي پوهنتون به مات زړه ویل ، هره یوه ته ستا غوندې څلور پنځه تش په نامه ادبي اثار ناچاپ پراته دي خو اوس په دې نه پوهیږي چې زه ملا شوم که امي شوم

حنيف

ژوند ليک دي كه د غايب په ألفاظو ليكلاى واى نو لژ خوندور به راغلى واى, لكه بل څوك ستا په ژوند ليکل وكړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x