fbpx

د روژې فتوحات (د بویب فتح) ۱/۲

لیکوال: نبراس الحق عزیز

د بویب فتح د فارس د زوال پیلامه:

د مسلمانانو د دوهم خلیفه عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت لومړي وختونه وه، د اسلامي لښکر سرتیري چې د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه د خلافت په وخت کې استول شوي وه، لا هم د عراق په جنوبي څنډو کې جنګیدل. بُوَيب د عراق په کوفه کې د یو ساحل نوم وه. عراق هغه وخت د آتش پرستو فارسیانو تر قلمرو لاندې وه.

تاريخ څیړونکي وايي چې که د بویب فتح نه وای، نن ورځ به د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا ولسونه د اسلام له ستر نعمت څخه محروم وای. د بویب فتح د فارسي امپراتورۍ د زوال پیلامه او منځنۍ آسیا ته د اسلام د وړانګو دریڅه ګڼل کیږي.

د بویب فتح د «جسر» جګړې غچ او انتقام وه:

د ۱۳هـ کال د شعبان میاشت وه، روژې ته یوه میاشت پاتې وه، د ابو عبید الثقفي په مشرۍ د مسلمانانو لښکرې د فرات سیند پر غاړه مېشتې وې. له سیند هاغاړه د فارسیانو لښکر د جګړې لپاره منتظر وه خو د دواړو لوریو ترمینځ د تګ راتګ او ارتباط لاره نه وه. فارسي لښکر د پړو او تختو په مرسته د فرات په سیند پول وواهه، بیا یې مسلمانانو ته احوال ولیږه چې تاسو را اوړئ که مونږ درواوړو؟

ابو عبید الثقفي ته خپلو عسکرو مشوره ورکړه چې پریږده هغوی راپورې وځي، خو نوموړي وویل: ایا هغوی تر مونږ ډیر زړور او غیرتمند دي؟ راځئ مونږ ورپورې وځو. ابوعبید زړورتیا ته په تاکتیک ترجیح ورکړه او له سیند ورپورې ووت، تاریخ څیړونکي وايي چې د قومندان ابو عبید لخوا همدا چټک او بې مشورې تصمیم د دې لامل وګرځېده چې د فتحې چانس د مسلمانانو له ګوتو واوځي.

جګړه پیل شوه، له فارسیانو سره لس فیلان وو، دغه فیلان د عسکرو مخکې روان وو، عرب له فیلانو سره نابلده وو، ډیرو خلکو اصلا پیژاندل هم نه. فارسیانو د فیلانو په غاړو کې لوی لوی ګونګري ځوړند کړي وو چې شرنګارو یې د مسلمانانو آسونه وترهول، قومندان ابو عبید خپلو عسکرو ته امر وکړ چې له آسونو پیاده شي او وجنګیږي، له یوې خوا سیند وه، له بلې خوا په جنګ روزل شوي فیلان وو، له بلې خوا د سپور دښمن په مقابل کې پیاده مسلمانان وو او له فیلانو سره د مسلمانانو نابلدي وه، فارسیانو پرې ساحه راتنګه کړه، په دې جګړه کې ۸۰۰۰ مسلمانانو ګډون کړی وه چې د قومندان ابو عبید په شمول ۴۰۰۰ کسان شهیدان شوه.

د اسلامي لښکر نوی قومندان وټاکل شو:

د ابو عبید له شهادت وروسته د مسلمانانو قومانده (مثنی بن الحارثه) په لاس کې واخیسته، نوموړی پخپله هم زخمی وه. مثنی یو باتدبیره او د جنګي مهارت څښتن قاید وه، نوموړي له یوې میاشت څخه په لنډ وخت کې د اسلامي لښکر شیندلي قطعات د کوفې ساحل د بویب په سیمه کې یو ځل بیا راغونډ کړل او اعلان یې وکړ چې تر هغو به جنګیږو تر څو مو د تېرې جګړې غچ نه وي اخیستی. په دې وخت کې مدینې منورې ته د جګړې د پایلې خبر رسیدلی وه، د مسلمانانو خلیفه (عمر بن الخطاب) د جریر بن عبد الله په مشرۍ نور ملاتړي عسکر راولیږل. ويل کیږي چې عمر بن الخطاب دومره خفه وه چې یوه میاشت یې له ډیره خفګانه خبرې نه کولې.

د انتقامي جګړې لپاره چمتووالی پیل شو:

عمر بن الخطاب له مدینې منورې څخه هدایت راولیږه چې له پول څخه مه پورې وځئ، یوازې هغه وخت له سیند څخه ورپورې وځئ چې دښمن ته شکست ورکړئ. نږدې ټول مورخین په دې متفق دي چې ابوعبید الثقفي زړور، شجاع، مخلص او تقودار مسلمان وه، خو د قیادت لپاره وړ کس نه وه، له جګړې مخکې نوموړي ته عمر بن الخطاب په ټینګار ویلي وه چې له صحابه سره مشوره وکړي او د هغوی تر مشورې وروسته اقدام وکړي، خو نوموړي د صحابه وو د مشورې برعکس له پول څخه د پورې وتلو پرېکړه وکړه. خو بیا هم دا یوازینۍ جګړه وه چې ابوعبید په کې کامیاب نه شو، له دې وړاندې يې په دریوو جګړو کې فتح او کامیابي ترلاسه کړې.

د اسلامي لښکر نوي قومندان «مثنی» هر ګام په ډیر مهارت اوچتاوه، په هر تصمیم کې یې احتیاط او تدبیر لیدل کیده. که د جسر له جګړې وروسته مسلمانانو په دې جګړه کې هم ماتې خوړلې وای، بیا به یې کله هم له فارسي امپراتورۍ سره د مقابلې سوچ نه وای کړی.

د مثنی ټپونه لا روغ نه وه، خو په ډیره ښه توګه یې د مسلمانانو قومانده په لاس کې نیولې وه. مثنی د فرات سیند لویدیځې غاړې ته د «بویب» سیمې په یوې صحرا کې معسکر جوړ کړ. فارسیان د صحراوو له جنګ سره بشپړ نابلده وو، دغه کار د نوموړي د کامیاب جنګي تاکتیک ښکارندويي کوله.

مسلمانانو ته د روژې خوړلو امر وشو:

د روژې میاشت ۱۲مه ورځ وه، قومندن مثنی د اسلامي پوځ سرتیرو ته اعلان وکړ چې روژه مه نیسئ، الله جل جلاله مجاهدینو او مسافرو ته د روژې خوړل روا ګرځولي، ټولو سرتیرو روژې وخوړلې، تر څو په قوي تاب له دښمن سره مقابله وکړي.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د